کور / اسلامي / قرآنی روغتيا ( څلورمه برخه )

قرآنی روغتيا ( څلورمه برخه )

 


 



يَا مَنِ اسْمُهُ دَوَاءٌ وَ ذِکْرُهُ شِفاءٌ


(( اے هغه خدايه! چې نوم يې درمل او ذکر يې شفا ده ))


قرآنی روغتيا( څلورمه برخه )


(موخې او هدفونه)


تحقيق: استاذ جمشيد خدادادی


ژباړه: انور شاهين خانخېل



١- د قرآنی روغتيا تر ټولو مهم او بنيادی هدفونه له بدنی او روحی بيماريو څخه مخنيوے دے.


٢- مخنيوے له علاج نه زياته مهمه چاره ده.


٣- په دې روغتيا کښې په حقيقی مخنيوی سره قرآنی کلتور او ثقافت رامنځته کيږی او جوړيږی.


٤- په اصل کښې د قرآنی کلتور او ثقافت خپرول د سلامتيا په ترلاسه کولو کښې هم هغه قرآنی روعتيا ده.


٥- په قرآنی روغتيا کښې د انسان اصلی خوراک چې په قرآن مجيد کښې بيان شوے دے خپرول کيږی.


٦- انسان په قرآن مجيد کښې د بيان کړې شويو خوراکونو په خوړلو سره له بيماريو څخه مخنيوے کوی.


٧- د قرآنی روغتيا په خپرولو سره روغ ټولنيز تعلقات رامنځته کيږی.


٨- د قرآنی روغتيا په خپرولو سره د خوراک د خوړلو صحيح اداب زده کولې شو.


٩- د خوراک د خوړلو د ادابو په زده کولو سره په بيماريو له اخته کېدو څخه مخنيوے کولې شو.


١٠- د قرآنی کلتور په خيال ساتلو سره به په دوامداره توګه روغ او خوشحاله ژوند ولرو


١١- د قرآنی کلتور په خيال ساتلو سره به خوشحاله روح او ارامه افکار ولرو.


١٢- په قرآنی روغتيا سره به په روغ  او سالم بدن سره  ژوند وکړو.


١٣- د بيمارۍ او ناجوړتيا په وخت د قرآنی روغتيا د کلتور په خيال ساتلو سره ډېر زر روغه سټه حاصلولې شو.


١٤- د قرآنی کلتور په خيال ساتلو سره لاعلاجه او مشکل علاجه بيمارۍ له منځه وړې شو.


١٥- سلامتيا او روغه سټه له سترو الهی نعمتونو څخه يو نعمت دے چې د قرآن مجيد په ذريعه انسان ته ډالۍ کړے شوے دے.


١٦- د قرآن مجيد او په هغۀ باندې عمل په لرلو سره د بدنی او روحی غم او درد څخه خلاصېدې شو.



١٧- قرآنی روغتيا په نړۍ کښې له موجودو روغتياګانو څخه يوه داسې روغتيا ده چې حېرانوونکې او عجيبه چارې رامنځته کوی.


١٨- د دې روغتيا اصلی موخې او هدفونه د نړۍ د ټولو انسانانو د سلامتيا هيله ده.


١٩- زيات داسې کسان شته چې د قرآنی روغتيا په خيال ساتنې سره يې سلامتيا او روغه سټه حاصله کړې ده په هغوی کښې يو شمېر ډاکټرانو دوستان هم شامل دی.


٢٠- د قرآنی روغتيا له برکتونو څخه دا برکت هم بس دے چې يو شمېر شنډې او بې اولاده مېرمنې د اولاد مېرمنې شوې (د انډومتريوز  بيماری علاج د روزانه خوراک څښاک په ذريعې سره )


٢١- د دې روغتيا دارو او درمل هم هغه د روزمره خوراکی څيزونه دی.


٢٢- د دې روغتيا دارو او درمل هيڅ ډول جانبی عوارض او منفی اثرات نه لری ( شات، سبزۍ، مېوې، بوزغلی او نور خوراکی څيزونه )


٢٣- د دې روغتيا دارو او درمل ډېر خوندور، مزېدار دی او له لږ نه په لږ وخت کښې خپل اثرات ښئ او له دې درملو څخه په استفادې سره  بيمارۍ ډېرې زر په سلامتيا او روغه سټه باندې بدليږی.


٢٤- د بيمارۍ ښه کېدل او د کمزوريو ختمېدل هيڅ بيه او خرچ  نۀ لری.


٢٥- د قرآنی روغتيا د کلتور په خپرولو سره له ډېرو بې مقصده لګښتونو څخه مخنيوے کولې شو.


٢٦- په قرآنی ورغتيا کښې هغه داروګان ( خوراکی څيزونه ) موجود دی چې په نورو ډولو روغتياګانو کښې ورته اشاره نه ده شوې.


٢٧- په قرآنی روغتيا کښې د LDH او CPK آنزيمونو په اسانه مخنيوے کېدې او کنټرولېدې شی.


٢٨- په دې روغتيا کښې په زياتو چارو کښې اپرېشنونو او جراختونو ته اړتيا نه پېښيږی او په يو خوراکی پرهېز سره بيمارۍ ښه کېدې شی.


٢٩- په پرهېز او د خوراک په خيال ساتلو سره د رغانده او لوړ خيالات لرونکی يو بل ډول انسانان جوړېدې شو.


٣٠- د دې روغتيا په خيال ساتلو سره له ډېرو بې مقصده وابستګېو او پېېلتياؤ څخه ژغورل کېدې شو.