کور / سياسي / د امريکا د جمهوري رياست انتخابات ، باراک اوباما او افغانستان

د امريکا د جمهوري رياست انتخابات ، باراک اوباما او افغانستان



د متحده ايالاتو د جمهوري رياست انتخابات يوې خاصي او جالبي مرحلې ته داخل سوي دي.  د دواړو مهمو گوندونو مخکښ کانديدان معلوم سوي، او  عمومي انتخاباتي مبارزې ته ور ننوتلي دي. پدې مرحله کي، د ديموکرات د گوند کانديد، باراک اوباما، او د ريپبليکن حزب کانديد،جان مکېن،  هڅه کوي چي  خپل سياسي او اقتصادي دريځونه او تګلاري په مشخصه توگه بيان کړي.  څرنگه چي  له يوي خواامريکا د افغانستان او عراق په  جنجالي او اږدو جنگونو کي لتاړه ده، او له بلي خوا د امريکا اقتصاد هم په محسوس ډول کمزورى سوى دى.  بنا، پدې تېرو څو ورځو کي  دواړوکانديدانو د جنگونو او اقتصاد په باب مهمي  تبصرې کړي دي چي بايد پام ور ته وسي.  ځکه د امريکا د جمهوري رياست انتخابات د افغانستان پر برخليک باندي نېغ په نېغه تاثير لري.  په بل عبارت، د افغانستان برخليک په  واشنگټن کي ټاکل کېږي.  که څه هم، پکار دا وه چي افغانانوخپل سياسي برخليک پخپله ټاکلى واى، خو له بده مرغه موږ افغانان تر اوسه پوري د سياسي تکامل هغه  مرحلې ته نه يو رسېدلى چي خپل سياسي ژوند او برخليک پخپله وټاکو.  د افغانانو همدا مزمنه سياسي کمزوري  هر با احساسه او هيواد پال افغان زهيروي، خو له بده مرغه عيني واقعيت همدا دى.  بنا، موږ ته پکار ده چي واقعيتونه هغه ډول درک کړو لکه څرنگه چي دي. په بل عبارت، له بېځايه احساساتو او لاپو شاپو څخه ځان وساتو، او د خپل سياسي ژوند د مزمنو ناروغيو لپاره يوه واقعي او عملي د حل لاره پيدا کو.


دلته به يوازې د افغانستان د رواني ويجاړي وضعي په باب  د ښاغلي باراک اوباما پر ځينو څرگندونو باندي بحث وسي.  ځکه د ښاغلي مکېن لاره او ايدلوژي د ښاغلي بوش د ناکامو او تباه کونکو پاليسيو ادامه ده.   د ريپبليکن کانديد، سناتور جان مکېن، تر اوسه پوري د افغانستان  په متعلق کوم خاص دريځ نه وو غوره کړى، يوازي يې هغه وخت څه تبصره وکړه چي په افغانستان کي کار خراب سوى وو.  مگر په مقابل کي،  سناتور اوباما د خپلي انتخاباتي مبارزې له پيل څخه د افغانستان په اړه ډېري تبصرې کړي دي او افغانستان ته يې د زياتي توجه  کولو  غوښتنه کوله.  دغه راز، ښاغلى اوباما د متحده ايالاتو په سياستوالو کي لمړى مهم سياستوال دى چي د  کرزي د بېکاره او بې کفايته حکومت په ارتباط يې خپل نظر بيان کړى دى.  د سناتور اوباما همدا سياسي صداقت او زړورتوب  بايد وستايل سي.  ځکه په امريکا کي  سياست او په تېره بيا خارجي سياست  نهايت محافظه کاره  وي.  مگر اوباما همدا سنت مات کى او تېره ورځ يې د کرزي پر حکومت مستقيم گوزار وکى.


د امريکا د جمهوري رياست په انتخابات کي ديموکرات کانديد، باراک اوباما، د يکشنبې د ورځي(جولاي ١٣) ځينو څرگندنو خورا زياته توجه جلب  کړې ده.  ښاغلي  اوباما د يکشنبې په ورځ د سي ان ان تيلويزون سره په يوې اوږدې مرکې کي  ددغه تيلويزون د مشهور ژورناليست او ليکوال، فريد ذکريا، د يوې پوښتي جواب کي وويل:”  په افغانستان کي موږ له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ يو.  موږ هلته د مخدره موادو د قاچاق چاره نده کړې.  موږ هلته بزګرانو ته پرته له کوکنارو څخه بله کومه لاره نده پيدا کړې.  زه فکر کوم چي د کزري حکومت له خزې څخه ندى را وتلى، او نه يې هم د افغانستان حکومت منظم کړى دى، نه يې قضاييه قوه سمباله کړې ده، او نه يې پوليس داسي روزلي دي چي د خلکو اعتماد دي تر لاسه کړي.”


ښاغلي اوباما، دغه راز، وويل:  د عراق جنگ زموږ څخه ددې توان اخيستى دى چي په اافغانستان کي القاعده ختمه کړو.  د عراق جنگ په نړۍ کي امريکايي ضد احساسات لا ډېر کړى دى.  زه فکر کوم چي په عراق کي زموږ لتاړېدل ايران ته ددې فرصت برابر کړى دى چي په سيمه کي مشکلات خلق کاندي.


ښاغلي اوباما د جولاي پر ١٥ په واشنگټن کي په يوې مهمي وينا کي ويلي دي. که څه هم، په عراق کي د امريکايي عسکرو ډېروالي  هلته جنگونه او مرگ ژوبله څه  را کمه کړې ده، خو هغه باور لري چي دعراق څخه بايد امريکايي عسکر را وايستل سي او د افغانستان د حالاتو چاره وسي.  هغه په همدې ورځ په يوې تيلويزوني مرکې کي وويل: د عراق جنگ امريکا د خپل اصلي دښمن له تعقيب او تباه کولو څخه بلي خوا ته متوجه کړې ده.  اصلي جنگ او مبارزه په افغانستان  او د پاکستان په سرحدي سيمو کي ده چيري چي د القاعدې قاتلانو پاخه د سېب ځايونه پکي ميندلي دي.  هغه زياته کړه د کنړ حملې دا وښوده چي موږ په افغانستان کي په کافي اندازه عسکر او منابع نلرو.


په مقابل کي، د ريپبليکن کانديد،جان مکېن، باور لري چي  عراق او افغانستان دواړه مهم جنگونه دي، او هيڅ يو بايد د بل لپاره پرې نه ښودل سي.  جان مکېن په مياشتو مياشتو نارې وهلي چي په افغانستان کي  نورو عسکرو او منابعو ته اړتيانسته، خو د سې شبنې په ورځ يې خپل دريځ بدل کى. اوس، هغه افغانستان ته د ١٥٠٠٠ نورو اضافه عسکرو د استولو مفکوره تاييدوي.  هغه زياته کړه چي متحده ايالات بايد په افغانستان کي دولتي او مدني موسسات تقويه کاندي.  دا هغه خبري دي چي سناتور اوباما پخوا کولې.


سناتور اوباما په واشنگټن کي وويل: د عراق جنگ د متحده ايالاتو خارجي پاليسي تحريف کړې ده؛ په زرهاوو امريکايي عسکر تلف سوي دي؛ د امريکا نوم او نښان له خاورو سره سم سوى دى؛ او زموږ ډکه خزانه يې را تشه توره کړې ده.  هغه زياته کړه چي جورج بوش او سناتور مکېن په عراق کي د کاميابۍ لپاره ستراتيژي نلري.  پخوا، دوى ويل چي له عراق څخه د ډېرو جنگونو او مرگ ژوبلي په خاطر عسکر  نه سي راايستلاى، مگر اوس وايي چي له عراق څخه ځکه نسو راوتلاى  چي هلته جنگونه لږ سوي دي.  هغوى پر عراقيانو باندي فشار نه اچوي چي خپل ملک پخپله اداره کړي. موږ  به  عراق عراقيانو ته وسپارو.


ښاغلي اوباما د دوشنبې په ورځ (جولاي  ١٤)په  نيويارک ټايمز کي يوه مقاله خپره کړې ده چي د هغه د خارجي پاليسۍ ځيني مهم ټکي پکې بيان سوي دي.  اوباما په خپله مقاله کي ليکي:  ْد عراق صدراعظم، نوري المالکي  له عراق څخه د امريکايي عسکرو د ايستلو وخت او تقسيم اوقات غواړي.  د هغه دا غوښتنه زموږ لپاره ډېر ښه فرصت برابر کړى دى چي خپل عسکر له عراق څخه راوباسو.ْ   اوباما ادامه ورکوي او  ليکي: ‎ْْ ْما له ډېر وخت راهيسي له عراق څخه د خپلو عسکرو د را ايستلو ږغ کړى دى،او اوس هم پر خپله خبره ولاړ يم.   زه له پخوا څخه هم د عراق د جنگ مخالف وم. زه فکر کوم چي موږ يو داسي ملک اشغال کړ چي زموږ لپاره يې هيڅ ډول جدي خطر نوو مخامخ کړى.  موږ  د عراق د جنگ په خاطر د افغانستان کار نېمکله پرېښود، او اجازه مو ورکړه چي القاعده بيا هلته خپله ځالګۍ جوړه کړي.  موږ  په يوه وخت کي  په دوو جنگونو کي لگيايو. همدې مسلې زموږ پر پوځ باندي فشار زيات کړى دى.  دا پداسي حال کي دى چي په افغانستان کي ورځ په ورځ وضع خرابېږي.   سناتورا وباما وويل: ما  بار بار ويلي دي لکه څنگه چي موږ عراق ته په ډېره  بې ا حتياطۍ ور ننوتو، موږ له عراق څخه بايد په ډېر احتياط را ووځو. ْ 


ښاغلى اوباما ادامه ورکوي او ليکي: ْ د عراق د جنگ ختمول ضروري کار دى.  زما نيت دا دى چي له عراق څخه خپل عسکر را وباسم او افغانستان ته يې ولېږم، څو هلته د طالبانو د زياتېدونکي قدرت او پرمختگ مخه ونيول سي  او هم القاعده په افغانستان او پاکستان کي ختمه کړي سي.   عراق د تروريزم مرکز ندى او نه هم وو، بلکي د تروريزم مرکز او ځالګۍ په افغانستان او د پاکستان په سرحدي سيمو کي ده چي بايد مقابله ورسره وسي.  که چيري زه د متحده ايالاتو جمهور ريس انتخاب سم، زه به افغانستان  ته دوې ليواوي واستومْ.


د ښاغلي اوباما همدا څرگندوني د تامل وړ دي.  پدې کي شک نسته چي القاعده په افغانستان کي د سولي، سوکالۍ، پرمختگ، او ثبات دښمنه ده.  القاعده غواړي چي په افغانستان  کي يو داسي مذهبي شډل حکومت حاکم وي چي د عصري علومو سره نه پخلاکېدونکې دښمني ولري؛ مکتب وسوځي او معلم شهيد کي؛ مدني ازادۍ مهار کي؛ دافغاني ښځو ټول حقه حقوق تر پښو لاندي کي؛ او لنډه داچي  داسي محافظه کاره مذهبي پاليسۍ عملي کاندي چي افغانان د پېړيو پېړيو لپاره د جهل په تيارو کي پاته وساتي. بنا، د هر افغان وظيفه دا ده چي د القاعدې او طالبانو د همدې شيطاني نيت سره په کلکه مبارزه وکي، او اجازه ور نکړي چي بيا افغانستان د نړيوالو د خندا او ملنډو هدف وگرځي.


سناتور اوباما به ددې اونۍ په  اخر کي اردون، اسراييل، فلسطين، فرانسې، جرمني او ښايي افغانستان او عراق ته سفرونه وکي.  افغانانو ته پکاره ده چي لدې فرصت څخه استفاده وکي او ښاغلي اوباما ته د افغانستان د اوسني تحميل سوي او فاسد حکومت په باب ټول حقايق پرته له ډار او چاپلوسي څخه بيان کړي.  د کرزي  او د هغه د بې کفايته حکومت د ناخوالو او مرداريو څخه پرده پورته کي، او له سناتور اوباما څخه د مرستي او همکارۍ غوښتنه وکي.  ښايي بيا همدا فرصت پيدا نه سي؛ امکان سته چي څه اصلاحات راوستل سي؛ څه مثبت انکشاف تر لاسه سي؛ او که چيري موږ افغانان له هوښيارۍ څخه کار واخلو ددې امکان سته چي د شمال د ايتلاف د جنايتکارانو، د کرزي د بېکاره انډيوالانو، او د بوش په ملاتړ د مشهورو ډانگيانو د قدرت کمبله ورټوله سي.  والسلام .