کور / راپور / طالبانو د هلمند د سولي پرلت ته مثبت خو مشروط ځواب ويلی دی

طالبانو د هلمند د سولي پرلت ته مثبت خو مشروط ځواب ويلی دی

طالبانو د هلمند د سولي پرلت ته مثبت ځواب ويلی خو خپل شرطونه يې هم وړاندي کړي دي.

په يو ږغيز پېغام کي چي د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي خپور کړی ويل سوي چي دوی د هلمند د خلګو د سولي خوځښت ستايي خو لومړی بايد همدا خوځښت د هلمند د ښوراب ، د بګرام او د کندهار په هوايي ډګر کي مېشتو بهرنيو پوځي اډو ته سر ورښکاره کړي او له هغوی دي وغواړي چي بمبارۍ او افغان وژنه بنده کړي.

د طالبانو په وينا دوی د لاسپوڅي افغان حکومت سره د سولي خبرو ته تر هغو نه دي تيار ترڅو چي امريکايي ځواکونه يې ترڅنګ ولاړ وي.

افغان حکومت لا له وړاندي د کابل پروسې په غونډه کي طالبانو ته د سولي يوه بېسارې طرحه وړاندي کړه چي تراوسه طالبانو ورته د هو يا نه ځواب نه دی ويلی.

په هلمند کي ځوانانو او مدني فعالانو وروسته ترهغه اعتراضي خيمې ودرولې چي په يوه بريد کي د همدې ولايت ۱۶ ملکي کسان ووژل سوه. د يادو اعتراضونو په لړ کي هلمنديان داسي يو پرلت ته تياری نيسي چي له لښکرګاه تر موسی کلا به د سولي پېغام رسوي او له طالب وسلوالو به غواړي چي نور نو اولس سوله غواړي.