کور / نوميالي / احمدزی؛ بریالی او مسلکي جنرال

احمدزی؛ بریالی او مسلکي جنرال

ليکنه: سردار محمد همدرد

 د یوه هېواد د ټولو زېربناوو د پیاوړتیا، خوندیتوب او ثبات اساسي فکټور امنیت دی، له یوه ځواکمن اردو پرته د هیڅ هېواد امنیت ساتنه ممکنه نه ده. اردو هم د هېواد پولې ساتي، هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر شا د یوه ځواکمن جګړیز سپر په توګه رول لوبوي. د نړۍ هغه هېوادونه چې له نورو مخکي دي، د مخکي والي، یو دلیل یې ځواکمن پوځ دی. چین چې ممکن د یوې لسیزې په اوږدو کې به د نړۍ د سترو اقتصاد لروونکو هېوادونو په لړ کې راشي، بیا هم له امریکا سره تر هغه مقابله نشي کولای، تر څو یو ځواکمن پوځ ونلري.

افغانستان هم تر هغه د پاکستان او بل هر هېواد پر وړاندې خپله بریا نشي شونې کولای، تر هغه چې یو ځواکمن پوځ و نلري. د هند او پاکستان ترمنځ هم د ځواک همدا یو اساسي تفکیک موجود دی، چې هند یواځي یو میلیون اردو لري، خو د پاکستان ټول نظامي ځواک یو میلیون ته رسېږي. افغانستان هم په ۱۹۸۰ز لسیزه کې د سیمې په کچه یو سیال ملي اردو لاره. د ټولو نورو زېربناوو له نړېدو سره، زموږ یوه اساسي زېربنا چې ونړېدله، هغه زموږ ځواکمن اردو و. زموږ په دې ناورین کې د پاکستان لاس و، هغوی پوهېدل، تر څو چې افغانستان د یوه ځواکمن اردو خاوند وي، د پاکستان مداخلې، سیاسي او ډيپلوماټیکه برلاسي او د سیمې په کچه د خپلو ستراتېژیکو اهدافو پلي کول شوني نه وو.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف خپلو پاکستانیانو ته په خطاب کې وویل، چې ما ستاسو لپاره تاریخي او ارزښتناکه کار دا وکړ، چې د افغانستان اردو مې له منځه یوړ. زه د خپل هېواد لویه بدمرغي همدا ګڼم، چې هر چا د قدرت هڅه کړې ده، د هېواد د ملا تیر او ملي ارزښتونه یې له منځه وړي دي. په نوره نړۍ کې که انقلابونه راغلي او یا یې هم په لیډرشیپ کې بدلون واقع شوی دی، خو ملي بنسټونه یې له منځه نه دي وړي.

د طالبانو د رژیم له ړنګېدو څخه وروسته د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې په همکارۍ افغانانو ته دا فرصت را منځه ته شو، چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره کار وشي او په خاص ډول پر ملي امنیتي ځواکونو قوي پانګونه وشي؛ خو په دې برخه کې هم پخواني ولسمشر حامد کرزي دا تاریخي اشتباه وکړه، چې پر امنیتي ځواکونو یې ملي او بنسټیزه پانګونه ونه کړه. بل لور یې په لومړیو وختونو کې په ملي امنیتي ځواکونو کې د سیاسي او ټوپکمارو د لاس لرلو مخنیوی ونه کړ. ښاغلي کرزي په ملکي حکومتولۍ کې انډیوالي وکړه. زه یې په ملکي حکومتولۍ کې ځینې مجبوریتونه او د حالاتو د تقاضا پر بنیاد ډېر نقد نه کوم؛ خو د ملي امنیتي ځواکونو په حق کې یې باید خپل رسالت ادا کړی وای. هغه دا چې ملي امنیتي ځواکونه یې باید د تنظیمونو او د غیر مسلکي اشخاصو او د انډیوالۍ پر بنیاد نه وی رهبري کړي. ځکه چې د یو هېواد د بحران او د کورنۍ جګړې په مخنیوي کې ملي اردو ډېر مهم او اساسي رول لري.

کله چې ولسمشر اشرف غني واک ته ورسېد، هغه د هېواد د ملي اقتصاد د پیاوړتیا تر څنګ پر ملي امنیتي ځواکونو د پانګونې او لا پیاوړتیا هوډ څرګند کړ. پر اردو د ژور بدلون او د ملي ارزښتونو پر بنیاد د امنیتي ځواکونو پر ملي کېدو او د فساد سره پر جدي مبارزه کې د پام وړ هڅې کړي، که یې دا اراده تر پایه ورسره وه، ممکن په ملي امنیتي ځواکونو کې څو چنده مثبت بدلون راشي. ولسمشر محمد اشرف غني حتی تر دې حده پورې د کورنیو چارو وزارت باندې نقد وکړ چې باید له قومي او سیاسي منګلو خلاص او د ادارې فساد پر ضد باید ددې وزارت دننه او بهر کوټلي ګامونه اوچت شي. د یوه افغان په توګه د ولسمشر دا اقدام راته د ستایلو دی، دام یې ددې خاورې په خیر بولم. له کورنیو چارو وزارت څخه یوازې د پېر او پلور او د فساد مرکز جوړ سوی و. په ډېر ښکاره ډول به په دغه وزارت کې امنیه قومندانان د پېسو په مقابل کې مقررېدل.

کله به چې امنیه قومندان ولایت ته راغئ، هغه به بیا د ولسوالیو او د ښار د امنیتي حوزو د امرینو په شمول د هرې ولسوالۍ او د هرې حوزې قېمت معلوم و. زه داسې نه وایم چې د ټول وزارت مسوولین په فساد ککړ وو، خو عمومي چوکاټ د راکړې ورکړې په مرکز او ولایتونو کې جوړ و. ځینې با احساسه او پر وطن مین مسولین هم وو، چې ضمیر یې د دې اجازه نه ورکله، چې د سرباز اعاشه غلا کړي او مقررۍ د پیسو په مقابل کې وکړي. زه په تیرو کلونو کې د پولیسو د قربانیو قدر داني هم کوم، چې د خپل وطن د دفاع او د قانون د حاکمیت په لاره کې یې خپل سرونه تر ګران وطن قربان کړل. زه اوس د ملي اردو په اړه لږ بحث کوم.

ملي اردو چې د یو هېواد د ملا تېر ګڼل کیږي، په داسې شرایطو کې چې مونږ له خورا خطرناکې ترهګریزې جګړې سره مخ یو، ملي اردو ته باید ډېره پاملرنه وشي. په دې وروستیو کې ولسمشر ملي اردو ته ځانګړې پاملرنه کړې، چې زه یې د تغیر او پاملرنې یو څو بېلګې وړاندې کوم. هغه دا چې سرحدي او عامه نظم پولیس یې په اردو کې مدغم کړي او د دې تر څنګ یې ملي اردو کې څلوېښت سلنه د خاصو قطعاتو او یا ځانګړو ځواکونو په برخه کې عملي چارې پیل کړې. د یوه ځواکمن اردو د بریا راز په مسلکي او بریالیو جنرالانو کې دی، پرون چې زموږ اردو ځواکمن و، یو اساسي دلیل یې ځواکمن، باتجربه او مسلکي جنرالان وو، نن ورځ چې هم زموږ د ملي اردو د ریفورم لړۍ پیل شوې، د بریا اساسي دلیل به یې بریالي، مسلکي او په وطن مین جنرالان وي.

 زه چې ددې وطن خواریکښ، خواخوږي او مسلکي جنرال ووینم، زړه مې غواړي ټنډه یې ښکل کړم. زه د بېلګې په ډول د هلمند ولایت د (۲۱۵) میوند قول اردو مثال راوړم، څنګه چې د (۲۱۵) میوند قول اردو مسئولیت د داسې چارواکو په غاړه و، لکه معین فقیر چې د فساد ښکاره بېلګي یې درلودې، چې اوس د خپل ناروا عمل په نتیجه کې د زندان شپې او ورځې تیروي. زه د (۲۱۵) میوند قول اردو د مثبتو تغیراتو ستاینه کوم، باید پر ولس سربیره یې مرکزي او ولایتي اداره ستاینه وکړي. کومه ورځ چې تورن جنرال ولي محمد احمدزی (۲۱۵) میوند قول اردو ته راغئ، ژور بدلونونه یې را منځ ته کړل، د فساد په تور یې شاوخوا (۱۸۰) لوړ رتبه مسوولین څارنوالۍ ته معرفي کړل.

زه د یو افغان په توګه د ضمیر له مخې دا خبره کوم، چې ښاغلي احمدزي په عمل کې دا ثابته کړه، چې دی د دې وطن یو رښتینی بچی، مسلکي، بریالی او با تجربه جنرال دی. هغه زړه ور، قاطع او د بحراني حالاتو ښه مدیریت کوونکی قومندان دی. هلمند له راتګ سره یې خلکو بېلابېلې اندېښنې لرلې، خو د میاشتو په تېرېدو یې وښودله چې هغه کولای شي هلمند کې مثبت تمام شي او د خپل رښتیني او اغېزناک مدیریت له مخي یې وکړای شول، نظامي شورا کې داسي طرحي وړاندي کړي چې دښمن پرې ځپل کېدای او خلکو ته د ارام ژوند زمینه برابرېدلای شي، ځکه نو هغه د خپل دندې په اوږدو کې خورا ډېرې لاسته راوړنې لري، چې یوه بیلګه یې په دې وروستیو کې د هلمند د ځینو ولسوالیو له طالبانو بیرته نیول یادولای شو. ښاغلي احمدزي، د خیالي تشکیل په اړه ډېر څرګند تغیر را منځته کړ او د دې ترڅنګ یې پر ملسکي توب او خپلو ټولو سربازانو ته یې د وطن دوستۍ روحیه ورکړه. دا هرڅه ماته هغه وخت معلومه سوه، چې کله زه په هلمند کې د مرستیال والي په توګه وګمارل شوم. ما څو سفرونه (۲۱۵) میوند قول اردو ته وکړل او هرڅه مې له نږدې ولیدل. د هلمند د ولایتي شورا وکیلانو په شمول مو د ټولو برخو د سمون تر څنګ د هغوی د اعاشې څخه هم لیدنه وکړه. په رښتیا یې د پخوا په پرتله د پام وړ تغیرات را وستي وو. مونږ چې کله د اصلاحاتو خبره کوو، نو باید د کار او با احساسه خلکو مثبتې کړنې خپل ولس ته ښکاره کړو.

زمونږ ارمان هم دا و، چې په مسوولینو کې باید د وطن دوستۍ احساس را منځ ته شي. ما پخوا هم ویلي وو، چې په سربازانو کې ستونزه نشته. سربازان خو مو هره ورځ د وطن د دفاع لپاره قربانۍ ورکوي. خبره یې په رهبرۍ کې ده، کله چې رهبري سمه شي، د جنرال صاحب په څېر به وکولای شي له یوې خوا خلکو ته نږدې شي، له بلې خوا به د خپل اردو د سربازانو زړونه خپل کړي. د جنرال احمدزي د بریا، ښه مدیریت او څرګند دريځ په اړه یوازې زه اعتراف نه کوم، بلکي د ناټو عمومي قومندان جنرال نیکولسن هم په خپله یوه ویډیويي مرکه کې منلې چې د ملي یووالي د حکومت د وروستیو مثبتو تغیراتو له ډلې په امنیتي سکټور کې یو مثبت تغیر هم د ښاغلي جنرال ولي محمد احمدزي ګمارنه او په هلمند کې یې مثبت تغیر دی. په ملي امنیتي ځواکونو کې د وطن دوستۍ او تقوا پر بنیاد بدلونونه د دې وطن اساسي جوړونې لپاره سړي ته د راتلونکي لپاره ښه امیدونه ورکوي.

 د ښاغلي احمدزي د فساد سره د مبارزې تر څنګ خپلو سربازانو ته د ملي احساس په ورکړه کې د مدیریت په فعاله کولو سره هغوی ته ښه تربیه ورکړه. په پای کې د یو افغان په توګه دې باحساسه جنرال ته د خدای ج له لوی دربار څخه د بریالیتوب هیله کوم، په ټول هېواد کې د بریالۍ اردو او رښتیني مشران کولای شي، چې دې وطن ته نجات ورکړي.