کور / اقتصادي / په واشنګټن کي افغان سفير: دکرنې وده د افغان حکومت په لویو پراختیايي پروګرامونو کې لومړیتوب لري

په واشنګټن کي افغان سفير: دکرنې وده د افغان حکومت په لویو پراختیايي پروګرامونو کې لومړیتوب لري

 په متحدو ایالتونو کې افغان سفیر ډاکټر حمدالله محب نن په واشنګټن کې د افغانستان د کرنې سکټور په اړه د نړیوال بانک د یوه تازه راپور د خپریدو په غونډه کې څرګند کړ. د نړیوال بانک په دې راپور کې چې ” په افغانستان کې له کرنې څخه د دندو” په نامه خپور شوی (Jobs From Agriculture in Afghanistan) ، کرنه د افغانستان د پرمختګ او امنیت مهمه برخه ګڼل شوېده. په راپور کې په څو مهمو مواردو لکه د کرنې په سکټور کې د میرمنو د ونډې په ډیریدو، مارکیټونو ته د لرو پرتو سیمو د کروندګرو د محصولاتو په لیږد ، کروندګرو ته د وړو پورونو د زمینې په برابرولو او په افغانستان کې د کرنې له سکټور څخه په ملاتړ ټینګار شوی دی. ښاغلي محب له دې راپور څخه په هرکلي وویل ، د هيواد په لرو پرتو سیمو کې شاوخوا اویا سلنه افغانان چې ډیری یې ځوانان او میرمنې دي په کرنه بوخت دې او دوی ته پاملرنه د افغان حکومت په لومړیتوب کې ده. ښاغلي محب زیاته کړه، د کرنې په برخه کې پانګونه د افغانستان پر هغه ظرفیت پانګونه ده چې کولای شي په ټولیز ډول د اقتصاد پر ودې سربیره، د دندو د رامنځ ته کیدو لامل هم شي او د بیوزلۍ له کموالي سره مرسته وکړي.

د ښاغلي محب په وینا، افغان حکومت هڅه کوي کروندګر د مالوچو او زعفرانو په شان د هغو محصولاتو کرلو ته وهڅوي چې ښه عاید لري. نوموړي زیاته کړه، افغان حکومت مارکیټونو ته د کرنیزو د محصولاتو لیږد، د محصولاتو د ساتلو لپاره د سړو خونو جوړیدو او د اوبو رسونې او ټرانسپورتي سهولیتونو رامنځ ته کیدو ته ژمن دی. ښاغلي محب همدارنګه وویل افغان حکومت په سیمه ييزه کچه په ځمکنیو لارو سربیره له هندوستان او منځنۍ آسیا سره هم هوايي دهیلیزونه پرانیستي دي چې له دې لارو یوشمیر هيوادونو ته د افغان کروندګرو د محصولاتو لیږد پیل شوی دی.