غزل
سپک د خپل ځان په سپکه مه خبروه
کلى خبر کړه پکه مه خبروه
له غلۀ د غلو ځالې مالومې کړه خو
که سوځې و سوځه، خو تور لوګى شه
اسمان خبر کړه مځکه مه خبروه
هغه ماشوم دى مينه څه پېژني
نو زما له زړه يې ځکه مه خبروه
نګاره! خوب به ورته نه ورځي بيا
درد په ځان وړه ادکه مه خبروه