کور / راپور / د هيواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزير کندهار ته سفر وکړ

د هيواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزير کندهار ته سفر وکړ

د پنجشنبې په ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزير پوهاند محمد رسول باوري،چي د یوه لوړ پوري پلاوي په ملتيا کندهار ته راغلی هرکلي ته يې د ولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال حاجي اغالالی دستګيري او یو شمېر نور مسؤلين ورغلي وه.

داطلاعاتو او فرهنګ وزیر د ولايتي چارواکو په ملتيا د کندهار ولايت مقام ته راغی او دلته يې له کندهار والي تورنجنرال زلمي ویسا، سره پر داسي مهال وليدل،چي مرستيال والي عبدالحنان منيب  کندهار ښاروال او د ځينو سکتوري ادارو رئيسان هم  حاضر وه.

کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر پوهاند محمد رسول باوري ته د ښه راغلاست ترڅنګ له نوموړي مننه وکړه، چي کندهار ته يې پاملرنه زياته کړېاو د دې ولايت د تاريخي ميراثونو او ابدو د ساتني او ترميم لپاره يې هڅي زياتي کړي دي.

کندهار والي دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر سره د لوی امپراتور احمد شاه بابا د کور د استملاک او د نوموړي د مقبري د شاوخوا احاطې د پراخوالي په اړه خبري وکړې.

ښاغلی ويسا وايي، چي جمهوررئیس محمد اشرف غني هم ليوال دئ، چي د احمد شاه بابا د مقبرې شاخوا ساحه پراخه او دلته له ښاري پلان سره سم پرمختيايي چاري ترسره سي.

کندهار والي غوښتنه وکړل،چي د زرغوني انا د مقبرې او د نارنج ماڼۍ ساختماني چاري ژر شروع سي او پاته برخه یې ترمیم کړي.

پرهمدې مهال بيا د اطلاعاتو او فرهنګ وزير پوهاند محمد رسول باوري وویل، چي وزارت يې د کندهار د تاريخي اماکينو د ښه ساتني لپاره بيلابيل پلانونه لري، چي دده په وينا په همدې موخه يې کندهار ته سفر وکړ.

هغه وايي چي غواړي د يوه منظم پلان له مخي په کندهار کي د ميرويس نيکه د مقبرې د ترميم، د زوړ ښار د ساتني او سروې د چارو پيل، د مينا د تاريخي برج ترميم او د ځينو نورو تاريخي ځاينو د ساتني او ترميم لپاره پلانونه عملي کړي.

بايد وويل سي،چي کندهار د هيواد له لويو تاريخي ولايتونو څخه دئ،چي په خپله غېږ کي خورا ډېر لرغوني او مقدس اماکين لري،چي د ساتني او رغوني لپاره يې مرکزي او ولایتي ادارې جدي هڅي پيل کړي.