کور / سياسي / د پښتون ژغورني غورځنګ، ریښې په ولس کي دي

د پښتون ژغورني غورځنګ، ریښې په ولس کي دي

عصمت الله زهیر 

په افغانستان کي د ( جهاد افغانستان دفاع پاکستان )  د پاکستان پوځي او استخباراتي ډلو چي  د ( اوو  حزبونو) په ملتیا کومه خونریزي او بربنډ ظلمونه وکړو ، د خپلو ناولو ګټو لپاره چي یې کوم انسانیت شرمونکي وحشتونه وکړل  د  یو مستند مورخ سترګو به په وینو وژړوي ، سپیو د سپینو اندامونو غوښي وخوړلې او ځناورو په کوڅو کی سترونه وشرمول …

هم دا خو یې لیونتوب او ځناورتوب وو، د افغانستان د ورانولو او کابل د وینو په حمام بدلولو په غچ کې د پښتنو قبایلو سیمي او ورپوري پښتنې سیمي یې د ړندې جګړې ځالي وګرځولې د جهان ورانکار او جنایت کاران یې پکي را ټول کړل

پنجابي پوځي او استخباراتي ډلو تل دا هڅه کړې ده چي افغانستان هروخت نآرام  په یوه ړنده  او نه تمامېدونکې جګړه کي راښکېل وساتي  .

د 9/11تر پيښي وروسته په قبایلو او نورو پښتي سیمو کي د ورانکارو پټ ځایونه ړنګولو په پلمه د ( ترهګرۍ د ختمولو  او د ترهګرو دمنځه وړلو ) په نوم یوار بیا لکه تر دې وړاندي د (  جهاد افغانستان دفاع پاکستان) په نوم د ډالرو خورجینو خولې خلاصي سوې خو  د پخوا پشان دا ټول خورجینونه د پوځ په برخه ورسېدل  …

په کار خو دا وو چي ورانکار ، جنایتکار او سړي وژونکي په نخښه سوي وای لاکن دلته خو عام ولس په نخښه سو ، د عام ولس کورونه او کلي بمبار سو ، د ژوند ټولي اسانتیاوي  یې ځني واخست  ، تشدد، جبر، بې حرمتي، سپکول ورباندي روا وګرځول سول داسي د وحشت  ، وام او بې امانۍ ډکه فضا پر خپلواکو او سرکښو خلګو یې غوړولې وه چي یو کس د ساه اخستلو جرات هم پکي کولی نسو ، د ځان او د کورنۍ د تحفظ احساس کول خو بیخي یو خوب ګرځیدلی وو ،خلګ نور  په دې  پوهیدل  چي ریاستي ترهګر په پرخه کچه پښتانه د خپل خوني تمرین نخښه ګرځولي دي  …

زمیني حقایق یو څه وو نړۍ ته ښودل کېدل بل څه ، وژل کېدل پښتانه هم یې نړۍ ته د ترهګر په نوم ورپېژندل پښتانه …

په ډرون او جټ طیارو یې کورونه د پښتنو ړنګول هم یې نړۍ ته د وئ ړنګ سوي کلي او کورونه د ترهګرو پټ ځایونه معارفي کول وزیرستان او د قبایلو پښتنو په سیمو کي ازادو او بې طرفه رسنیو ته هیڅ وخت اجازه نه ده ورکول سوې  چي بې طرفه معلومات را ټول کړي نړۍ ته د تصویر اصل رخ ښکاره کړي اوس خو هرڅه د پوځ ترجمان په رحم او کرم دي …

پښتون چي په اساسي توګه یو ریالسټ او مبارز قام دی د ریاستي ترهګرۍ په مقابل کي تر ډېره خاموش پاته نسو د یو سولیز پاڅون  لاره یې خپله کړه او د سولیز پاڅون دایره یې پراخه کړه تر قبایلي سیمو، اسلام اباد ته ورسېدل هم یې سهېلي پښتونخوا ته د احتجاج او غونډو لړۍ وغځوله  .

ریاستي قبضه ګر د حاکمانه ذهنیت او غرور سره د پښتنو سیمو ته را داخل کړل سول د شپې به ژیرور وو ، په ورځ کي به  وردۍ په غاړه پر چوکۍ ناست وو ، خلګ په دې هم پوهیدلي وو چي زموږ خاوري ته اړتیا لري ، زموږ سیندونه ، زموږ غرونه ، زموږ قدرتي شتمنۍ یې په نظر کي دي هم یې په ډېره سپین سترګي خیټه ورباندي واچوله …

د پښتون ژغورني غورځنګ یو شعوري او د بیدار فکره پښتنو د ریاستي ترهګرۍ په خلاف یو سولیز غورځنګ دی چي د هیڅ ډول تندروۍ پیروي نکوي د ولس د غوښتنو او هیلو ترجماني کوي ، د ولس سره د ریاستي ترهګرو او ریاستي بدترینه  ظلمونه کیسه کوي او ډېره یې سپینه کوي  …

ټول ولس څو خپسکو تر مرۍ نیولی وو، د ولس ږغ یې زیندۍ کړی وو ، محاصره کړی یې وو ، هدیرې وې اوږدېدلې ، جنازې وې را رواني وې ، د تابوتانو سوداګر هم دوی وو ، د شپې په تیارو کي به د خپسکو اتڼونه سول ډلي ، ډلي ځوانان او پېغلي به یې ورک کړو ، وروسته به یې په دښتو کي مړي وموندل سول یا به یې بیخي غایب کړو …

د خونخوارو خپسکو نوم اخستل او پخپلو منځونو کي یادول هرچاته د ځان او کورنۍ مرګ ګرځېدلی وو ، ټول خلګ ډاریدل هم په یوه او بل بد اعتماده  سوي ، په یو نفسیاتي کشمکش اخته وو د اظهار جرات یې کولی نسو لاکن د پښتون ژغورني غورځنګ ولس ته د اظهار  توان هم یې جرات ورکړو د خلګو د زړونو د ریاستي ترهګرو  وام ووتلو .