کور / اقتصادي / د افغانستان اوبییزې زیرمې، فرصتونه او ګواښونه

د افغانستان اوبییزې زیرمې، فرصتونه او ګواښونه

لیکوال :امان الله احساس

د ځمکې پر مخ د بشریت له پیدایښته تر دې دمه له اوبو پرته چا ژوند نده کړی یوماشوم چې له موره پیدا شي که یې مور مړه شي شونې ده چې ماشوم ژوندی پاتې شي خو که چاته اوبه ونه رسیږي دا نو ناشونې ده چې تر ډیرو دې ژوند وکړي. ، اوبه داسې بې بدیله مرکب ده چې اړتیا ورته کمیږي نه بلکې ورځ تر بلې زیاتیږي. دا وخت د نړۍ د وګړو له زیاتیدو سره جوخت اوبو ته ورځ تر بلې اړتیا زیاتیږي. ساینس دومره پرمختګ وکړ چې انسان یې د روباط په بڼه جوړ کړل، مریخ ته یې سپوږمکۍ واستولې، له سپیرو ډبرو څخه یې ښایسته ماڼۍ جوړې کړې خو دا کار یې کله هم ونشو کړلای چې د اوبو لپاره بدیل ومومي، روانه پیړۍ د تکنالوژۍ پیړۍ ده اوس  که د هر شي د نه شتون تشه حص شي خلک یې دبدیل موندلو فکر کوي.

ډیرو خلکو به ډيرځله د اوبو تشه حص کړې وي، ډیره کله به یې ورته دبدیل په تړاو فکرونه کړې وي خو تر اوسه هیڅوک او یا هم هيڅ هیواد  په دې نده بریالی شوی چې د اوبو لپاره بدیل ومومي.

په روانه پیړۍ کې د نړۍ ګڼ هیوادونه د اوبو له لیږوالې سره مخ دي او له دې ستونزې په چیغه دي، هره ورځ د نړۍ په ګوډ ګوډ کې ګڼ شمیر خلک اوبو ته د لاسرسي د نلرلو له کبله مړه کیږي، ګڼ نور بیا پاکو اوبو ته لاسرسې نلري د ژوند دپرمخ وړلو په پار ککړې اوبه کاروي کومې چې د پریمانه ناروغیو او باالاخره د مرګ سبب ګرځي. ډیری هیوادونه او پوهان په دې لټه کې دي چې له یادو ستونزو څخه دخلاصون لاره پیدا کړي ولې اسانه نده چې د خپلې دې ستونزې چاره په اسانۍ سره وکړي، دا ځکه چې د خوږو اوبو ګراف په نړیواله کچه ورځ تر بلې په ټیټيدو ده، ګڼ خلک او پوهان په دې اند دي چې دریمه نړیواله جګړه به هم د اوبو په سر وي،هغوئ چې په دې خبره کې شک کوي په خپلو کلیو او سیمو کې د خلکو تر مینځ د اوبو شخړو او بیا په سیمه ایزه کچه زموږ د ګاونډیو او په نړیواله کچه د ګڼو هیوادونو تر مينځ په اوبه روانو شخړو ته متوجې شي، مبالغه به نه وي که ووایو چې دا اوس زموږ په هیواد کې نیږدې هره ورځ یو کس د اوبو په سر د لانجو له کبله د خپل منځي شخړو په پایله کې زیانمن کیږي او ډیر کله ددې سبب کیږي چې خپل ژوند په همدې شخړو کې له لاسه ورکړي.

اوبه هغه مرکب دی چې له هایدروجن او اکسیجن څخه د یوه کیمیاوې تعامل په پایله کې رامینځ ته کیږي. د اوبو پیمانه ثابته ده کمیږي او زیاتیږي نه بلکې یواځې له یوه حالته بل ته بدلون مومي له ګازه په اوبلن حالت او بیا جامد باندې د شکل بدلون مومي په پیمانه کې یو څاڅکی لیږوالی او یا ډیروالی هم نه راځي که میلیاردونه کلونه هم تیر شي د اوبو په پیمانه کې به یو څاڅکې ډیروالی او نه هم لیږوالی راشي.

لکه وړاندې چې مو وویل اوبه بې بدیله مرکب دی چې د ژوند تر پایه نه کمیږي او نه هم زیاتیږي. د وړاندوینو پر بنسټ د ځمکې پر مخ د ټولو اوبو پیمانه ۱۳۸۶ بیلیونه کیلومتره مکعبه ښولې شوې دي چې له یادې پیمانه څخه دوه اعشاریه پنځه ۲.۵ سلنه خوږی اوبه دي د خوږو اوبو په یاده سلنه کې یواځې ۰.۳ سلنه مایع یا په اوبلن حالت او پاتې سلنه یې کنګال او دمستقیمې ګټې اخیستنې وړتیا نلري.

د یادو ویشونو له ډلې پاتې ټولې ۹۷.۵ سلنه مالګینې یا تروې اوبه دې چې په سمندرونو کې پرتې او د انسانانو له پاره د خوږو اوبو په څير د کارونې وړ ندي.

د هیوادونو تر منځ ډیرې ستونزې او ناندرۍ دخوږو اوبو په سر دي چې د انسانانو د ژوند بقا ورپورې تړلې دی، خوږې اوبه ورځ تر بلې د انسانانو د ناوړه کړنو او ګټې اخیستنې په پایله کې په ککړو اوبو بدلیږي کومې چې بیا د ترو اوبو حیثیت خپلوي او د ګټې اخیستنې وړ تیا له لاسه ورکوي، که څه هم په اوس وخت کې په ځینو پرمختللو هیوادونو کې داسې تکنالوژې رامينځ ته شوي او لا هم د پرمختیا په حال کې دي چې کولای شي ککړې اوبه څو څو ځله تصفیه او د بیا ګټې اخیستنې وړ وګرځوي. د اوبو حیاتي ارزښت ته په کتو دا یوه عاقلانه کړنه ده خو هغومره هم نده ګټور چې اوبه خپل لومړنی حالت ته وګرځوي له تصفیه شویو اوبو څخه د پاکو اوبو په څیر ګټه اخیستنه کیدای شي په ځینو مواردو کې ناوړه روغتیایې اغیزې ولري. دا هم نباید له یاده وباسو چې تروې اوبه بې ارزښته ندي او نه هم داسې دي چې  دهیڅ لپاره د ګټې اخیستنې وړ ونه اوسي ولې له خوږو اوبو سره د ارزښت له پلوه په هیڅ وجه د مقایسې وړ ندي ځکه خو د اوبو په سر روانې ډیرې شخړې او ناندرۍ د خوږو اوبو په سر دي.

افغانستان په کال کې نیږدې پنځه اویا 75 میلیارده متر مکعبه اوبییزې زیرمې لري چې غوره مدیریت یې کولای شي د هیوادوالو په ژوند او اقتصادي وضعیت کې د پام وړ مثبت بدلون راولي، ولې له بده مرغه دا نعمت اوس افغانانو ته د سرخوږي سبب شوي. د افغانستان د اوبو اویا سلنه برخه پرته له ګټې اخیستنې ګاونډیو هیوادونو پاکستان ،ایران او نورو ګاونډیو ته بهیږي یواځې پاکستان ته په کال کې نیږدې نولس 19 میلیارده متر مکعبه د افغانستان اوبه ځي چې که چیرته دا پیمانه ورباندې وپلورل شي یوه ستره مالي پانګه جوړولای شي.

که ګاونډیو هیوادونو ته روانې اوبه مهار او د هیواد دننه ورڅخه ګټه واخیستله شي نه یواځې داچې د بهرنیو هیوادونو له وارداتي برښنا به بېغمه شو تر څنګ یې دا چاره کولای شي د هیواد په امنیت، اقتصاد او پرمختګ کې  مثبت رول ولري،لوږه او بیکاري له مینځه یوسي، شغلي بوختیاوې رامینځ ته کړي او د نورو هیوادونو له احتیاجه مو وژغوري. په داسې وخت کې چې په نړیوالو مارکیټونو کې د اوبو بیه ورځ تر بلې لوړیدونکې ده افغان حکومت ته په کار ده چې د اوبو یوه داسي فعاله ډیپلوماسي غوره کړي چې  ګاونډیو هیوادونو ته د بهیدونکو اوبو مخه ونیسي، د اوبو په واسطه خپل ګاونډي دې ته اړ کړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنې ونکړي او له افغانستانه دوي ته د وروانو اوبو په بدل کې مالي پانګه  تر لاسه کړو نه ترهګرۍ.

د نړیوالو اصولو له مخې هیڅ هیواد نشي کولای په ټولیزه توګه په بل هیواد اوبه بندې کړي مګر په ځینو مواردو کې له همدې کبله خو د اوبو د ویش په سر د هیوادونو تر مینځ یوه منطقي او کتبي سند ته اړتیا دی .

 افغانستان له ایران پرته له بل هیڅ ګاونډي هیواد سره د اوبو د ویش کوم  سند ندي لاسلیک کړی چې له مخې یادو هیوادونو ته د اوبو ورکړه معینه او پکې ددواړو لوریو ګټې خوندي او تعریف شوې وي خو له ایران   سره چې دا سند شتون هم لري او د موسی شفیق د صدارت په وخت کې د نوموړې د ځانګړو هڅو فعال دریځ په پایله کې د حکومتونو تر مینځ لاسلیک شوی ولې تر اوسه کله هم نده پلې شوي. ایران له تعین شوې اندازې څو برابره ډيرې اوبه په هره ثاینه کې تر لاسه کوي له همدې کبله ایران کله هم نه غواړې دافغانستان په سیندونو په ځانګړې توګه د هلمند په سیند باندې بندونه جوړ شي.

له پاکستان سره افغانستان د اوبو د ویش په برخه کې هیڅ سند شتون نلري. له حقوقي پلوه یو ستر علت یې دا هم بلل کیدلای شي که چیرته افغان لوري له پاکستان سره د اوبو د ویش په سر کوم تړون لاسلیک کړي دا به د ډیورنډ د کرغیړنې کرښې د رسمیت پیژندلو په مانا وي کوم څه چې افغانان کله هم  زړه نه ورته ښه کوي خو د ځينو له انده په اوس وخت کې چې له یو طرفه د نړۍ نفوس ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو ده له بل پلوه خوږې اوبه په کمیدو دي پکار ده چې افغانستان یاد هیواد او نورو ګاونډيو ته د بې حسابه بهیدونکیو اوبو مخنیوی وکړي.

افغانستان چې یو کرنیز هیواد ده  تر اویا سلنه ډیر وګړي یې په دې برخه کې په کار بوخت دي دخوږو اوبو پریمانه زیرمو ته اړتیا لري. د کرنې وزارت د مالوماتو پر بنسټ په افغانستان کې نیږدې اته میلیونه هکتاره ځمکه د کرنې وړ ده  چې په اوس وخت کې یواځې نیمه برخه یې په سنتي او غیر معیاري توګه کرله کیږي هغه څه چې  د کرنیزو تولیداتو کچه یې ډیره ټیټه کړې  او یوازي څلویښت سلنه کرنیزې توکې ورڅخه تر لاسه کوو. په نړیواله کچه د خوږو اوبو له اتیا تر پنځه اتیا سلنه  په همدې برخه یعنې کرنه کې لګیږي افغانستان چې  دکرنیزو هیوادونو په کتار کې راځي او د ګڼو خلکو د ژوند تکیه او عایداتې زیرمه زراعت بلل کیږي اړینه ده چې تر نورو زیاتې اوبییزې زیرمې ولري ځکه کرنه بې اوبو نا ممکنه چاره ده، لکه څنګه چې د انسانانو د ژوند بقا له اوبو سره تړلې په همدې ډول د نباتاتو هم.

تر څنګ یې د اوبو ویش په نړیواله کچه یو شان نده په همدې توګه یې مصرف هم له هیواده تر بل توپیر لري د نړۍ پرمختللی هیوادونه نسبت د هغو هیوادونو وګړو ته چې د پرمختګ په حال کې دي زیاتې اوبه مصرفوي د بیلګې په توګه په اروپایي هیوادونه کې په منځنۍ توګه هره ورځ یو کس د ژوند په ټولو برخو کې تر پنځه سوه لیتره ډیرې اوبه مصرفوي دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په څیر هیوادونو کې یاد مصرف په ورځ کې شاوخوا سل لیتره ده.

که څه هم د نړۍ اوسنی پرمختګ تر ډیره کچه د اوبو له برکته ده که خو افغانان کله هم په دې راز ندي پوهیدلي. دنړیوالو د پرمختګ هرې برخې ته که ځیر شو پکې د اوبو ونډه څرګنده ده، که صنعت وي او یا هم روغتیا دهېڅ یوې برخې پرمختګ له اوبو پرته شونی ندي. دنړۍ هغه هیوادونه چې د اوبو مصرف یې ډیر ده د هغوي د ژوند کچه تر هغه چا چې د اوبو مصرف یې لیږ ده څو برابره لوړه دي.

په پرمختللیو هیوادونو کې ډیر کم خلک په کرنه بوخت دي خو له دې درکه یې تولیدات تر پرمختلونکیو هیوادونو څو برابره لوړ دي د امریکا د متحده ایالتو د ټولو وګړو یواځې پنځمه سلنه وګړي په کرنه لګیا دي ولې کرنیز تولیدات یې د نړې ستره برخه جوړوي، په داسې حال کې چې د افغانستان تر اتیا سلنه ډير وګړې په دې برخه کې بوخت دي خو لا هم د هیواد تر پنځوس سلنه لوړه برخه کرنیزي توکې له نورو هیوادونو څخه وارديږي.

ځکه خو وایو چې موږ افغانان د سیند په غاړه پراته یو خو نیږدې ده چې ساه مو له تندې وخیژي، تر بل هر هیواد په کرونده کې ډیرې اوبو مصرفوو خو تر بل هر چا لیږ حاصلات تر لاسه کوو، کرنه مو اوس هم د اتلسمې پیړې په سنتي وسایلو چلیږي هغه کار چې په یوه نفر تر سره کیدلای شي د یوې کورنۍ دولس غړي پرې لګیا وي. په پرمختللیو هیوادونو کې دوه کسه کرونده پالي پنځوسو کسانو ته خوراکې مواد برابروي خو په افغانستان کې تکړه هغه څوک ده چې یواځې ځان له خپله پټي چلوي.

که په راتلونکې کې افغانان د خپلو اوبو چې روانه طلا یې هم بللای شو سم مدیریت وکړي او په دې برخه کې فعاله ډیپلوماسي غوره کړي کولای شي ټول ګاونډي هیوادونه پخپله خوښه ولوبوي. هغه وخت به دګاونډیو د پرمختګ کلۍ زموږ په لاس کې وي، دوئ به زموږ هر غوښتنه مني نه موږ، نه یواځې = ددوئ له حتیاجه به خلاص یوو بلکې دوئ به موږ ته اړ وي.

د هغې ورځې په هیله چې له هیواده مو یو څاڅکی اوبه هم بل هیواد ته بې حسابه لاړې نشي.