کور / د ډيورنډ کرښه / د خوست په ځاځي ميدان کي څلور پاکستاني ځواکونه وژل سوي او يو ژوندی نيول سوی دی

د خوست په ځاځي ميدان کي څلور پاکستاني ځواکونه وژل سوي او يو ژوندی نيول سوی دی

د خوست ولايت په ځاځي ميدان ولسوالۍ کي د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

د چارواکو په وينا، جګړه هغه وخت رامنځ ته سوه چي پاکستاني ځواکونو د پولي دې غاړي ته د را اوښتلو هڅه کول، چي د افغان سرتېرو د بريد سره مخ سول.

د افغان سرتېرو په څنګ کي ولسي وګړي هم د پاکستاني ځواکونو پر ضد جنګېږي.

په پېښه کي تر دا مهاله څلور پاکستاني سرتېري وژل سوي او يو یې ژوندی نيول سوی دی.

همدارنګه د افغان لوري يو پوليس وژل سوی او دوه ملکي وګړي ژوبل سوي دی.

ويل کېږي په جګړه کي له درنو وسلو هم کار اخيستل سوی دی.

افغان چارواکي وايي، سيمي ته مرستندويه ځواک رسېدلی دی او ولسي وګړي هم د افغان ځواکونو د مرستي لپاره د جګړې ډګر ته ورغلي دي.

له دې وړاندي هم چي کله پاکستاني ځواکونو په ياده سيمه کي اغزن تار تېراوه، د سيمي د خلګو د سخت غبرګون سره مخ سوه.