کور / تازه خبرونه / پكتيا:د سيد كرم ولسوالۍ كښي د كرومايت تيږي نيول شوي

پكتيا:د سيد كرم ولسوالۍ كښي د كرومايت تيږي نيول شوي

تيره شپه څه باندي ۱۲ بجي  د پكتيا ولايت د سيد كرم په ولسوالۍ كي د كرومايت ۷ موټره تيږه چي په زرګونو زره ډالره بيه لري ، د ولسوال او امنيتي كسانو په مرسته نيول شوي، په دي لاس ته راوړنه كي ۱۱ مشكوك كسان نيول شوي چي څيړني تري دوام لري ، ويل كيږي چي دا د تيږو د ليږدولو لړۍ له څه وخت راهيسي د لوګر ولايت څخه پيل شوي چي كله نا كله د پكتيا ولايت كښي هم نيول كيږي .


د معادن د وزير انجنير ابراهيم عادل د مالوماتو له مخي د کرومايت قاچاق د ۱۳۷۲ کال څخه را شروع سوئ؛ چي د ګاونډي هيوادو د لاسوهني په نتيجه کښي په ناڅيزه بيه له هيواده بهر ته قاچاقيږي، په افغانستان کښي په کافي اندازه کرومايت وجود لري؛ چي تر اوسه د لسو څخه تر دولسو ولاياتو کښي کشف سوي دي، کرومايت په ځان کښي ترکيبات لري؛ چي يو ټن يې ۶۰ زره ډالره کيږي .


د خامو کرومايت ډبروبهر ته  انتقال د ولسي جرګې د [جوزا د ۱۱ مي  ] غونډي کښي د ګاز او نفتو د مسودې په تصويبولوسره منع اعلان سو؛ او تړون به يې هم يواځي د هغه شرکتونو سره کيږي؛ چي دهيواد په دننه کښي د کار کولو توان ولري .