کور / #PTM / منظور پښتين: موږ چلباز خلګ نه يو، چي بې ځايه تورونه لګوو

منظور پښتين: موږ چلباز خلګ نه يو، چي بې ځايه تورونه لګوو

منظور پښتين وايي، په کومه ورځ چي پاکستاني پوځ پښتانه ووژل په هماغه ورځ به په کراچي کي د پښتون ژغورني غونډه کوي.

دا خبري منظور پښتين د لاهور موچي دراوزې سره نږدې په موچي باغ کي وکړې، په دغه غونډه کي په لسګونو زرو پښتنو ګډون کړی وو او د پښتنو سره د ظلم او ستم پر ضد خبري وسوې.

منظور پښتين په خپله وينا کي د خپلو ورکو پښتنو د پوښتني ګروېږني او د هغوی د برخليک مالومولو غوښتنه وکړه.

په لاهور کي وروسته ترهغه دا ستره غونډه وسوه چي پاکستاني حکومت هڅه کول چي په وړاندي يې خنډونه ايجاد کړي. چي په دې لړ کي يې د غورځنګ پښتانه مشران ونيول او د غونډي پرځای يې چټلي اوبه ورايله کړې، خو د غورځنګ ځواکمن هوډ او ارادې دا غونډه دايره کړه او په لسګونو زرو کسانو پکي ګډون وکړ.

د موچي باغ ناسته کي دریځ ته د تلو پر مهال د منظور پښتون تود هرکلی وسو.

نوموړي په خپله وينا کي وويل، پاکستاني پوځ په زرګونو بې ګناه پښتانه وژلي دي.

منظور پښتين وویل،  خلک په بېلابېلو طريقو وژل سوي دي، د کلیو نوم او تاریخ درته وايي،  چي څومره خلګ وژل سوي دي.تاسو ولاړ سئ، موږ چلباز خلک نه یو، چې بې ځایه تور لګوو، موږ ريښتوني خلک یو او تل ریښتیا وایو.

منظور پښتین وویل، د مۍ مياشتي پر ۱۲  به په کراچۍ کي غونډه کوي.

هغه وويل، موږ په کراچۍ کي په هغه ورځ غونډه کوو چي  په هغه ورځ مشرف خلک وژلي وه.