کور / تازه خبرونه / جنوبي وزيرستان: دجاسوسي په تورد ۳ تنو وژنه

جنوبي وزيرستان: دجاسوسي په تورد ۳ تنو وژنه

دجمعي په ورځ دجنوبي وزيرستان دلد ها سيمي په كاروان منزه سيمه كې ددريو تنو مړي په داسي حال كي و موندل شول چې  په گوليو سوري شوي وو،  درپوټونو له مخى ددغومړو سره يو ليك هم ايښودل شوي وو چې پكي ليكلي وو څوك چي امريكي ته جاسوسي كوي پايله به يي دا وي
كه څه هم تراوسه ددغو وژنو  پړه چا پرغاړه نه ده اخستي خو اټكل كيږي چې دا كار به هم دځايې طالبانو له خوا تر سره شوي وي .دغه دري تنه په داسي حال كې وژل كيږي چې دتېرو څلورو كلنو په ترځ كې په دغه سيمه كې سلگونه تنه دجاسوسى په تور دناڅرگنده كسانو له خوا وژل شوي وو