کور / سياسي / د خندق عملیات – طالبانو باید فکر کړی وی

د خندق عملیات – طالبانو باید فکر کړی وی

ليکنه: حفیظ الله تسل

وسله والو طالبانو د سږکال لپاره خپلو پسرلنيو عملیاتو ته د الخندق (تفاؤلاً) نوم ور کړی، کوم چې د اسلام د ظهور په دور، یعنې ۶۲۷ میلادي یا د هجرت پر پنځم کال د شوال د میاشتې پر ۱۷ مه نیټه د یثرب او بني النضیر د قبیلو تر منځ د مسلمانانو په بریا د ترسره شوې غزا نوم دی.
د مسلمانانو او یهودیانو تر منځ یو تړون لاسلیک شوی و، کله چې د بني النضیر یهودې قبیلې تړون مات کړ، د مسلمانانو لخوا له مدینې منورې څخه وشړل شول او مالونه یې په غنیمت کې پاتې شول. دغو یهودو له نورو کفارو او مشریکینو سره لاس یو کړ او د لسو زرو په تعداد یې جنګي لښکر برابر کړ؛ څو په مدینه منوره برید وکړي او د غج اخیستو ترڅنګ د مسلمانانو شتون ختم کړي، خو د اسلام ستر لارښود (ص) په دفاعي اړخ ژورلید درلود، لارښوونه یې وکړه چې د مدینې منورې د شمال لوري ته، له کومې خوا چې یهودیانو په اسانۍ سره برید کولی شو، خندق وکني، همداسې وشول، کله به چې کفار او مشرکین خندق ته ښکته کېدل، مسلمانانو به پرې د غشو باران جوړ کړ او له دې سره د هغوی دسیسه شنډه او مسمانان بري ته ورسېدل، البته په دغه وخت کې د مسلمان د مجاهدینو تعداد تر ۳۰۰۰ نه اوښته.
په هر ترتیب، د طالب په نوم په افغانستان کې د جګړې د دوام اصلي جرړې او د حکومت مخالفه وسله واله ډله د هر کال د پسرلي په رارسېدو سره په بېلابېلو نومونو پسرلني عملیات پیلوي، لکه په تېر کال د منصوري په نامه او تر هغې وړاندې د عمري په نامه، خو د دوی په قول له څه په توپیر سره.
د عمري عملیاتو په پایله کې د کابل د امنیت په لسم ریاست، د بلخ په شاهین قول اردو او یو شمېر نورو سیمو ډله ییز بریدونه، د یو شمېر ولسوالیو او کلیو لنډمهاله نیونه، په لویو لارو کې غلچکي بریدونه، هدفي وژنې او نور چې د یو شمېر نظامي هغو تر څنګ یې ګڼ شمېر ملګي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه. په دغه وخت کې د افغان حکومت لخوا بیا د شفق په نامه عملیات پیل شوي ول.
د یوناما د ۲۰۱۶ کال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د راپور له مخې نېږدې ۳۵۰۰ تنه وژل شوي او له ۷۹۰۰ څخه زیات کسان ټپیان شوي دي.
تېر کال ۱۳۹۶ کې یې د منصوري په نامه عملیاتو کې د کابل زنبق څلورلارې، د صدارت څلور لارې، د کابل په انټرکانټیننټال هوټل، د پکتیا د امینې په قوماندانۍ او په ننګرهار کې د ماشومانو لپاره د مرستو د خیریه بنسټ پر ودانۍ ډله یز بریدونه، یو شمېر انتحاري حملې، ډلیزې وژنې او داسې نور تر سره شوي دي.
همدا راز په دغه وخت کې افغان ځواکونو د دولت د وسله والو مخالفینو پر ضد ۶۴۰۰ عملیات کړي وو.
خو د یوناما د ۲۰۱۷ کال د خپور کړي راپور له مخې په دغه کال کې له ۱۰ زرو ډیرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۶۵ سلنه ‌یې د طالبانو او داعش او ۱۶ سلنه ‌یې د حکومت پلوه ځواکونو له ‌خوا ترسره شوې ده. د دغه راپور له مخې له څلورو زرو څخه زیاتو مېرمنو او ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.
اوس چې طالبانو د خپلو پسرلنیو عملیاتو لپاره د خندق نوم ټاکلی، دوی یې د هجرت د هغه پنځم کال د خندق غزا ته منسوبوي چې وړاندې مو ترې یادونه وکړه.
په خندق غزا کې پر مسلمانانو د هغوی د شمېر زیاتېدنه د اندېښنې وړ وه. ښیګڼه دا وه چې خندق ووېستل شو، لس زره کفارو او مشرکینو ته ماتې ور کړل شوه؛ خو په نوم مسلمان ته او په ځانګړي ډول هغو ته چې په جګړه کې یې برخه نه درلوده، پکې د مسلمان مجاهد له لوري زیان ونه رسېده، مسلمانان خوندي او سیمې یې امن شوې. طالبان هم د ملکي وګړو د خونديتوب خبره کوي؛ خو دا نه څرګندوي چې د طیبې کلمې ویونکی مسلمان به ترې خوندي وي او که نه؟ خو د طالبانو د تېرو کلونو په ټولو بریدونو کې ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.
له سیاسي اړخه داسې برښي چې طالب وسله وال تر بل هر کال زیات تر فشار، ګواښ او ناچارۍ لاندې دي. د افغان حکومت له خوا طالبانو ته د سولې وړاندیز، تر هغې وروسته د طالبانو د ځواب د نه څرګندېدو په صورت کې د دوی په قرارګاه، مرکزونو او مېشت سیمو یې هوايی، ځمکني، شپني او نور عملیات او همداراز د دوی په ملاتړو هېوادونو وروستي فشارونه د دې سبب شوي چې دوی رښتیا هم ځان خورا مجبور وښي او پر ځان ځمکه تنګه وګڼي. داسې ښکاري چې دوی نور د جګړې په ډګر کې پاتې راغلي او له افغان ځواکونو سره د جګړې توان نه لري او یا به دغه کال هم یو څه ټکې پوکې وکړي. د همدې لپاره د عملیاتو د نوم د ټاکنې په اړه دغه مضوع په ډاګه کوي.
که د دوی د اعلامیې له مخې رښتیا هم کفارو ته زیان او صدمه رسېږي، یوازې بهرني ځواکونه وژل کېږي، د خندق د غزا د ګډونوالو مجاهدینو روح به ورسره تازه شي، د هغوی کردار به ژوندی شي؛ یعنې سنت به پر ځای کړي او له عظیم ثوابه به برخمن شي؛ خو که د دوی د تېرو عملیاتو په شان، ان یو مسلمان یا کلمه ګوی وژل کېږي، ټپي کېږي او یا د دوی له امله د نا امنۍ احساس کوي، دا اجرونه او ثوابونه به برعکس د دوی له کړنو د خندق د غزا د مبارکو مجاهدینو او غازیانو روح ته نا ارامي ورکړي. طالبانو باید غور کړی وای، په دې باید پوه شوي وای چې که دوی د دغې غزا مستند په خپلو عملیاتو کې په رښتینې ډول نه شي رسولای، د معجزو د پېښېدو له امله به تريتم شي، د اصحابوکرامو روحونه به ناخوښه شي او د هغه وخت عظیم تاریخ به د اوس زمانې خلکو ته ناسم تعبیر کړي.
که یې سم مستند کولای شي او یا یې سم ثابتول غواړي، باید د دې عملیاتو تر پایه هیڅ مسلمان ته مرګ ژوبله خو لا پریده چې ان هیڅ مسلمان مېشته سیمه به نه ناامنه کوي.
د دې عملیاتو له پیل را په دیخوا، د لوګر د والي په مرستیال، په کندهار کې د کابل نیوز په خبریال، د کابل د پنځمې امنیتي حوزې په پوستو او پولیسو، د کابل په ښار کې د لاسي بمونو، د جمعیت ګوند په یو قوماندان او داسې نور بریدونه تر سره شوي دي.
د خندق د غزا ښه او بدل انځورول اوس د دوی په لاس کې دي.