کور / هراړخیز / په  ژوند کې د برياليتوب  ۳۰ نړيوال  قوانين

په  ژوند کې د برياليتوب  ۳۰ نړيوال  قوانين

ژ/ساحل منګل

برياليتوب ته  د رسېدو لاره پېچلې نده او د لاس ته  راوړلو  وړدی، خو ځينې قوانين شته چې  د باتجربه  خلکو له  لوري لاس ته  راغلي او له  هغې څخه  په  کار اخيستلوکولای شو بريالي شو.

د برياليتوب  لپاره  يوازې  هڅه کافي  نده  بلکې د  ځانګړو قوانينو په پېژندلو سره کولای شو په  ډېره  بيره خپلو  هدفونو ته  ورسيږو. دلته  د برياليتوب ۳۰ نړيوال  قوانين  ذکر کوو، چې لنډ او منل شوي  قوانين دي چې مونږ سره په  برياليتوب کې ډېره  مرسته کولای شي.

۱ د انګېزې  قانون

هر څه  چې تاسو وايئ  يا ېې ترسره کوئ  ستاسو له  نننيو تمايلاتو، سرچينه اخلي. نو بايد د برياليتوب  لپاره  مو انګېزې  مشخصې کړئ  تر څو په يوه  اصولي  برنامه  هدف  ته ورسيږئ.

۲ د انتظار قانون

که  چېرې  پر نفس باندې  باور لری، د هغو شيانو د واقع کېدو انتظار ولرئ  چې ستاسې په پريمانه  نړۍ کې دې،  خامخا واقع کيږي. تاسو همېشه د خپلو هيلو له انتظار سره عمل ترسره کوئ او دغه انتظارات  ستاسو د شاوخوا خلکو په  بردخور او کړو وړو باندې هم اثر کوي.

۳ د تمرکز قانون

هر هغه څه چې تاسو ورباندې  تمرکز کوئ او په  هغې فکر کوئ ستاسې  په  واقعي ژوند کې رامنځ  ته کيږي او پراختيا پيدا کوي. نو بايد خپل فکر په  هغه  څه باندې تمرکز کړئ کوم  څه  چې په  واقيعت کې تاسو غواړئ.

۴ د عادت  قانون

لږ تر لږه ۹۵ په  سلو کې هغه کارونه  چې مونږ  ېې ترسره کوو زمونږ د عادت  له  مخې دي. نو مونږ کولای  شو هغه عادتونه  چې  زمونږ  برياليتوب تضمينوي  په  ځان کې  پراختيا ورکړو او تر هغه  وخته  پورې چې  د خپلې خوښې کړه وه  مو په  اتومات  او غير ارادي توګه ترسره نشي، تمرين او اګاهانه  تکرار او په پرلپسې  ډول ادامه  ورکوو.

۵ د ټاکلو قانون

زمونږ  ژوند تر اوسه   پورې  زمونږ د ټاکلو پايله ده. همېشه د خپلو افکارو په  ټاکلو کې آزاد يو، د ژوند ټول کنټرول او ټول  هغه  څه  چې مونږ ته پېښيږي زمونږ په  خپل لاس کې دي.

۶ د مثبت  فکر قانون

د برياليتوب  او خوشالي لپاره، مثبت فکر  يو اړين امر دی. ستاسو د فکر طرز او شېوه ستاسو د ارزښتونو، عقيدو او هدفونو ښکارندوی دی.

 ۷ د بدلون  قانون

بدلون، د هر انسان  په خپل لاس کې دی او مونږ  بايد د خپل بدلون استاذ  و اوسو نه د هغې قرباني.

۸ د مهارولو قانون

روغتيا، خوشالي او سم کړه  وړه  زمونږ د افکارو د کامل کنټرو له  لارې، عمل او پريمانه  شرايط  منځ  ته  راوړي.

۹ د مسوليت  قانون

هر څوک  او هر چېرې چې ياستی  د هغې په  خاطر ېئ چې خپله  مو دا ډول غوښتي دي. د هغه څه  ټول مسوليت  چې  ياستی، هغه  څه چې  په  لاس راوړئ او هغه څه  چې غواړی شئ، ستاسې  پر  غاړه دي.

۱۰ د ستاينې  قانون

انسان  ټولنيز ژوند کوي او مونږ د خپلو ښو عملونو په  مقابل کې ستايل کيږو. همېشه چې په کوم لاس څه ورکووپه  هغه لاس  ېې  بېرته  اخلو. که  له  ټولنې  ډېر څه  تر لاسه کړو په دې دليل چې  ډېر خلک  مو بښلي دي.

۱۱ د خدمت  قانون

هغ ستاينې چې په  ژوند کې ېې اخلئ نورو ته ستاسو د خدمت کولو په کچه  مستقيمه اړيکه لري. هر څومره زيات  چې د نورو د ژوند د ښه والي لپاره کار کوئ او خپلې وړتياوې لوړوئ، د ژوند په  بېلابېلو برخو کې به  پرمختګ وکړئ.

۱۲ د علت او معلوليت  قانون

هر څه  په يوه دليل  رامنځ  ته کيږي. د هر علت  لپاره  معلوليت  شته او د هر معلوليت لپاره علت  يا علتونه  په ځانګري توګه  وجود لري، د هغو څخه ځينې خبرتيا لرئ  او ځينې ېې نلرئ. د پېښېدو په  نوم څه  شی وجود نلري. په  ژوند کې هر يوکار چې تاسو ېې وغواړي ترسره ېې کړئ په  دې شرط چې تصميم ونيسئ چې په  دقيق  ډول څه غواړئ او وروسته پرې عمل کوئ.

۱۳ د ذهن قانون

تاسو په هغه  څه باندې  بدليږئ، چې د هغې په اړه  فکر کوئ. نو همېشه  د هغه څه  په اړه فکر وکړئ، چې  په  واقيعت کې د هغې غوښتونکي ياست.

۱۴ د عينيت  قانون

ستاسې  بهرنۍ فزيکي نړۍ ستاسې  د نننۍ  نړۍ له  حکمته  ده. په  ژوند کې ستاسې اصلي کار دادی، چې د خپلې خوښې  وړ نړۍ په  ننه د ځان کې خلق کړئ. د خپلې خوښې زندګې په ټولو برخو کې مجسمه کړئ او دغه  ذهني تصوير تر هغې  وخته  پورې په  ذهن کې وساتئ تر څو ېې واقيعت  نه  وي پيدا کړی.

۱۵ د مستقيمې اړيکې قانون

ستاسو بهرنی  ژوند ستاسې د د ننني  ژوند له انعکاس  څخه  ده. ستاسو د د نننيو احساساتو او د تفکر  ډول ، ستاسې د کړو وړو او تجاربو تر منځ  مستقيمه اړيکه وجود لري.  ستاسې  ټولنيزې اړيکې، جسمي  وضعه، مالي شرايط او برياليتوبونه ستاسو د نننۍ نړۍ له انعکاسه دي.

۱۶ د باور قانون

په هر څه  باندې چې  ژور باور ولرئ په  واقيعت  باندې  بدليږي. تاسو هغه څه  چې وينئ باور نه کوئ بلکې هغه څه  چې وينئ چې مخکې مو د باور په توګه انتخاب کړي دي. نو هغه محدوديدونکي باورونه  چې ستاسې د پرمختګ  مانع ګرځيدلي دي هغه  وپيژنئ او له منځه  ېې يوسئ.

۱۷ د ارزښتونو قانون

ستاسو د کړووړو  ډول  همېشه  ستاسو له  عقيدو او ارزښتونو سره  همغږی دی. هغه څه  او هغه  ارزښتونه چې  واقعا په  هغې عقيده لرئ  بيانوی ېې ستاسو ادعا نده بلکې ستاسو خبرې، اعمال او ستاسو انتخابه  دي په ځانګړې توګه د ناراحتۍ او عصبي کيدو په  وخت کې .

۱۸  د هڅې قانون

زمونږ  ټول امېدونه، خيالونه، هدفونه او ارمانونه  په  سختۍ لاس ته  راځي،  هر څومره چې زياته  هڅه وکړو زيات  برياليتوبونه  به  ترلاسه کړو.

۱۹ د چمتوالي قانون

په  هره برخه کې  بريالي خلک  هغه  دي، چې  زيات  وخت  د کارونو چمتوالي لپاره مصرفوي. ښه کړه وړه د ښه چمتوالي پايله ده.

۲۰  د وړتيا د حد قانون

شايد د ټولو کارونو د ترسره کولو لپاره کافي وخت نه وي، خو د مهمو کارونو د ترسره کولو لپاره وخت شته.  بايد هغه  کارونه  پر  غاړه واخلو چې  زمونږ  په  توان کې وي.

۲۱  د تصميم  قانون

تصميم لرل  د برياليو خلکو له  ځانګړنو څخه دي. په  ژوند کې روښانه  لار او روڼ  هدف هغه وخت  ترلاسه کېدای  شي چې روښانه او هر اړخيز تصميم ونيسو.

۲۲ د خلاقيت  قانون

زمونږ  ذهن کولای شي په  هر هغه څه چې باور ولرو ترلاسه ېې کړي. هر ډول پرمختګ په ژوند کې په  يوه فکر باندې پيليږي  او زمونږ وړتيا د نويو فکرونو په ايجادولو کې نامحدوده ده  او په راتلونکي کې  به  هم محدوديت ونلري.

  ۲۳ د مقاومت  قانون

په ځان  باندې د باور لرلو معيار، د سختيو، ماتو او ناهيليو پر وړاندې وړتيا او مقاومت دی. مقاومت  د برياليتوب  اساسي ځانګړنه  ده. که په کافي اندازه  مقاومت  وکړو، نو طبيعي خبره ده چې زيات  به  بریالي وو.

۲۴ د صداقت  قانون

د خوشبختي څرک  هغه وخت لګيږي چې تصميم ونيسو، له  خپلو لوړترينو او ژورو عقيدو سره ژوند وکړو. په  پرلپسې  ډول  بايد له  دغو ارزښتونو سره  چې زمونږ  په  دننه کې وجود لري  صادقه  و اوسو.

 ۲۵ د نرمښت  قانون

د خپلو هدفونو په  ټاکلو کې جديت  واوسئ، مګر د هغې د ترلاسه کېدو په  طريقه کې نرم او انعطاف پذيزه واوسئ.  د بېړنيو او شديدو رقابتونو په  زما نه کې، انعطاف پذيري او نرمښت  يو د اړتياو څخه  دي.

  ۲۶ د خوشبختۍ قانون

زمونږ  د ژوند کيفيت  زمونږ احساسات په  هره شېبه کې تعينوي  او زمونږ احساس  په خپله د وقايعو څخه تفسيروي، نه په  خپله وقايع.  هر وخت بايد ځان داسې خوشاله وبولي لکه ماشوم . کومې ښې او بدې پيښې دې چې په  ژوند کې تېرې شوې وي د ځان لپاره ېې د تجربې  په څير تفسير کړه.

  ۲۷ د تعجيل  قانون

مونږ  همېشه  دا خوښو،  هر څومره چې  ژر کيږي  خپلو هيلو ته بايد  ورسيږو، نو همدا دليل دی، چې د ژوند په  ټولو برخو کې بې قراره يو.

  ۲۸  د فرصت  قانون

ښه  فرصتونه  شايد د ژوند په  معمولي ترينه  موقيعتونو کې رامنځ  ته  شي. نو لوی فرصتونه په  زيات  احتمال  چې همېشه  زمونږ په  لاس کې دي.

۲۹ د زدکړې  قانون

تاسو کولای شئ  هرهغه څه  ته چې د خپلو هدفونو په رسېدو کې ورته اړتيا لرئ زده کړئ. هغه څوک چې څه زده کوي پياوړي دي.

۳۰ د بښې قانون

هر څومره زيات، بغير له انتظاره چې د بل چا خدمت  وکړئ  خير او نېکبختي به درته رسيږي، هغه  هم  په داسې ځای کې چې اصلا تاسو ېې تمه هم نه کوئ. تاسو به يوازې  په هغه وخت کې  خوشبخت  شئ، چې احساس وکړئ  د نورو انسانانو د خدمت په  دلیل با ارزښته ياستئ.