کور / راپور / فراه: امريکايي هوايي ځواکونه سيمي ته رسېدلي، جګړه لا روانه ده

فراه: امريکايي هوايي ځواکونه سيمي ته رسېدلي، جګړه لا روانه ده

په فراه ولايت مرکز کي لا هم د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

سيمي ته امريکايي هوايي ځواکونه رسېدلي او د A-10 جنګي الوتکي په سيمه کي ګرځي او طالب وسلوال په نښه کوي.

نن سهار يوه بجه طالبانو د فراه ولايت پر مرکز له څو لوريو بريدونه پيل کړه چي د ورځي په جريان کي د دولت او وسلوالو ترمنځ جګړې زور واخيست او ځيني حکومتي تاسيسات د طالبانو ترکنټرول لاندي راغله.

افغان حکومت وايي سيمه کي ددوی کنټرول دی او ولسي خلګ د دولتي ځواکونو ملاتړ کوي او طالبان يې په ځينو ساحو کي محاصره کړي او ځيني شاتګ ته مجبور سوي دي. خو د سيمي خلګ وايي ښار ته طالبان ننوتلي دي او د ملي امنيت رياست د طالبانو لاس ته لوېدلی دی.

افغان چارواکي وايي، سيمي ته تازه دمه کمانډويي ځواکونه رسېدلي او طالبان يې پر شا کړي دي.

د فراه والي عبدالبصیر سالنګی تایید کړې ده چي وسله وال طالبان د فراه ولایت د مرکز اړوند سیمو ته ننوتلي او د ښار په زړه کي یې له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه روانه ده.

د هغه په خبره، د مرکز مهمې دولتي ودانۍ د افغان ځواکونو په ولکه کي دي.

دولتي چارواکي تاييدوي چي افغان سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده خو وايي طالبانو ته يې هم درته مرګژوبله اړولې ده.

بل خوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل سوې خبرپاڼه کي ويلي چي د فراه مرکز ډېری سيمي دوی نيولي او لا هم د پرمختګ په حال کي دي.

نن سهار ولسمشر اشرف غني د ملي دفاع وزارت ته تللی وو او هلته يې د فراه د جګړې په هکله نظامي چارواکو ته لارښووني وکړې.

څه موده وړاندي د فراه چارواکو ويلي وو چي که مرکزي دولت ياد ولايت ته پاملرنه ونه کړي د سقوط سره به مخ سي.