طالبان په پکتيا کي د ګردې څېړۍ ولسوالۍ د نيولو ادعاکوي
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد لراوبر ته د ۱۹ جولای په راليږل سوې خبرپاڼه کي ليکلي دي چي تيره شپه، د پکتيا ولايت د ګردې څيړۍ ولسوالۍ مرکز او شاوخوا سنګرونه داسلامي امارت دمجاهدينو له خوا ديوه مخامخ بريد په ترڅ کې په بشپړه توګه فتحه شول .
دخبر له مخې په بريد کې ددښمن نه تر دوه ساعته مخامخ مقاومت وروسته دولسوالۍ مرکز او شاوخواسيمې نيول شوي اوپکې استوګن يوولس تنه پوليس وژل شوي او ګڼ شمير نوروپوليسو د بريد په پيل کې دتيښتې لاره غوره کړي اودوه تنه پوليس چې بختاګل او صبرګل نوميږي ژوندي نيول شوي دي .
په وژل شوو پوليسوکې د ددوی قوماندانان هم شامل دي ،خو خپله دولسوال او امنيه قوماندان د ژونداو مرګ په اړه تراوسه معلومات نه دي په ډاګه شوي .
د جګړې په پايله کې په ولسوالۍ کې لس ميله پيکا ( ماشيندار) ، شل ميله کلاشينکوف،پنځه عرادې رینجر موټر او نور ډول ډول سامانونه مجاهدينو ولجه کړي او د ولسوالۍ ودانۍ ته يي اور اچولی دی .
په جګړه کې مجاهدينو ته زيان نه دی اوښتی .
ياده دي وي چې تيره شپه ددې ولايت ترڅنګ دلوګر ولايت د څرخ ولسوالۍ هم په يوه ورته بريد کې فتحه شوي ده .