کور / سياسي / عبدالکريم خرم ته د ولي عبدالله ناروغ ليک

عبدالکريم خرم ته د ولي عبدالله ناروغ ليک

عبدالکریم خرم ته لیک :

ن ، ولی عبد الله

ښاغلی خرم ! که تاسو د امریکی د سنا د مجلس راپور او د اوباما لخوا یی غندنی مجبور کړی چی خپله خاطره چی لا د لیکلو وختیی هم نه و ـ ولیکی ـ سوګند خورم چی ماهم تصمیم نیولی وو چی نور نو پرپښتو ژبه هیڅ وخت دملي مسایلو په اړه څه ونه لیکم ، خو ستا لیکنې مجبور کړم چې  دداسې حقایقو دویلو په لړکې تاسو یواځې  پرې  نږدم …

ښاغلی خرم !

موږ دوه ډوله وطن پلورونکي لرو چی یوه ډله په جهالت او بې تجربه ګۍ کې ( د ځوان نسل ترنامه لاندی ) د تش په نامه  دموکراسۍ ،او بله ډله یې دخپلې پستۍ ، ‌ذلت ، مقام پرستی ، پونډ اوډالرو سره د خپلی سپکی مینې له کبله دغرب د اسخباراتو په منګولو کې ورښکیل شوي دي .

په افغانستان کی له دوو لسیزو را پدیخوا حکومتونه په هیڅ ډول نه ملي وو او نه یې هم ملي شرافت درلودلی دی، په افغانستان کې ملي شرافت د ۱۹۹۲ کال د ثور پر اتمه نیټه خاوروته وسپارل شو ـ  خو ستاسو په څیر ځینی تصادفی کسان د هسې پاک نیت له کبله فکر کوي چې په حلوا حلوا ویلو سره د دموکراسۍ پر شعار باندېخپله خوله خوږه کړي .

تاسو باور وکړئ چې زه کله په افغانستان کې د اسلام نوم اورم خندا راځي دا ځکه چې وایي ( ما ز قرآن مغز را برداشتیم  –  پوست را بر دیگران بگذاشتیم )  ما په افغانستان کی له ۱۹۹۲کال را پدی خوا مسلمانان ډیر ولیدل ، خوله بده مرغه چي اسلاممی پکی پیدا نکړ.

همداسې چې کله د ملي ټکی اورم نو ژړا راځي:  ملي اردو ، ملي پولیس او ملي امنیت … یوځل صرف له ځانه سره فکر وکړئ چې د همدغو ارګانو معاش ، اعاشه او اباطه ، مجازات او مکافات ، فورم او نشان  او حتی د زیر دریشۍ او د زیرتنباني پیسې څوک ورکوي ؟

زه هیڅ پدی نه پوهیږم چې ولې  دغو شخصي امریکایی کمپنیوته د ملي ټکی کارول کیږي ، زما په عقیده امریکا او برطانیه خره ندي چې خپل خلک یې د سړک پر سره بیده کیږي اوپر افغانانوبیا پونډ او ډالر ویشي ؟

په افغانستان کې دغو دوو سوو سیاسي احزابو ته وګورئ چې له ملي او اسلامي ټکو څخه څومره ناوړه استفاده کوی ،  زه فکر کوم چې که دغه سیاسي احزاب د ملي شرافت په نامه کوم څه ولری نو د خپلو نومونو پیشوندونه او پسوندونه دی غیر ملی او غیر اسلامي ته واړوي خو خپل اعمال دی ملي او اسلامي کړي .

دغه د اوسنی ملي ایتلاف د حکومت ټکی و ګورئ  چې په څه نیرنیګ یې پر دغو ناخبرو خلکو ورتپلی دی دا د ملی ایتلاف حکومت نه بلکی د نړیوال ایتلاف مافیایی حکومت دی چی امریکی ، انګلیس ، فرانسې ، آلمان،سعودیانو ، پاکستانیانو او داسی نورو هر یوه د خپلونډو پر اساس وزارتونه او ولایتونه په خپلو مینځونو کی ویشلي دي ځکه خو یې اشرف غنی تر اوسه پوری په جوړیدونه پوهیږي  ،  دغه د ملی ایتلاف حکومت له کومه ځایه نوی انتخابی او دموکرات شو ؟ ـ په داسې حال کی چی ان د انتخاباتو له پیله د هغه یوولس تنه کاندیدان د ۲۰۰۱ کال د بن د کنفرانس بقایاوې اوپاتې شونې دي ( چی په زاړه سپی نوې چمونه کوی)                           OLD GOG NEW TRICKS    (

تیره اونۍ مې په یوه انګریزی تلویزیونی چینل کی د یوه برطانوی لارد ( نجیب زاده ) چی په افغانستان کی یی مامورت ترسره کړی وو مرکه اوریدله ـ هغه دخپلو خبرو په ترڅ کې په ډاګه وویل چی د افغانستان په اوسني ملي ایتلافي حکومت کې اشرف غنی زموږ د لنډ مهاله او عبدالله عبدالله  د اوږد مهاله ګټو ساتندویان دي.

اوس نو تاسو خپله فکر و کړئ  چی دا‌ډول څرګندونی پدی معنی ندی چی د ملی ایتلاف حکومت جوړونکي یا له ځانه  نا خبره او یاهم ځانونه په ساده لیونتوب وهی  ، ځکه خو زه په ډاډ سره وایم چی د داسې حکومتونو د ماشین اساسي  پرزه جات هیڅکله د ملي شرافت کلاسیک تعریف په رسمیت  نه پیژني .

ښاغلی خرم !

د وروستي ټکي په توګه باید درته ووایم چې کوم څه چی اوس موږ ته تر هرڅه مهم دي هغه دادي چی کاشکي ستاسو په څیر حکومتی یا غیر حکومتی مهم او لوړ رتبه اشخاص او یاهم د پاکستان د جهاد د دوران په نورو ناتړلي مشران او حتی اوسني طالبان  حد اقل ستاسو په څیر  دومره شخصي غرور ولري چی د افغانستان په باب حقایق له ځانه سره ګورته یو نه سي .

درنښت : ناروغ ولی عبدالله

دخرم دلیکنی پته

https://www.larawbar.net/41637.html

.