کور / راپور / د امريکا د بهرنيو چارو وزير: که ايران خپله لاره بدله نه کړي د بې ساري تاريخي بنديزونو سره به مخ سي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير: که ايران خپله لاره بدله نه کړي د بې ساري تاريخي بنديزونو سره به مخ سي

د امريکا د بهرنيو چارو  وزير مايک پمپيو وايي، که ايران د اټومي وسلو چارو ته مخه کړه د ناوړه بنديزونو سره به مخ سي.

د دوشنبې په ورځ د هېرټج فونډېشن په نامه څيړنيزي ادارې ته د وينا پرمهال مايک پامپيو وويل، ايران دي په افغانستان کي د طالبانو، په لبان کي د حزب الله، په فلسطين کي د حماس او په يمن کي دي د حوثي ياغيانو له ملاتړه لاس واخلي، که نه د سختو بنديزونو انتظار دي وکړي.

پمپيو زياته کړه، که ايران خپله لار بدله نه کړي نو د داسي بې ساري اقتصادي بنديزونو سره به مخ سي چي دا به د تاريخ ترټولو سخت بنديزونه وي چي پر ايران لګېږي.

ايران ته د پمپيو ګواښونه پر داسي مهال ورکول کېږي چي د رواني مي مياشتي پر اتمه نېټه  امريکا د ايران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي هوکړه ليک څخه ووتل. د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وويل د ايران سره اټومي تړون د امريکا د پخواني ولسمشر اوباما لويه تېروتنه وه چي امريکا ته يې هيڅ ګټه نه وه کړې.

د ايران ولسمشر حسن روحاني د مايک پمپيو د څرګندونو په غبرګون کي ويلي دي چي اوسنۍ نړۍ دا نه مني چي امريکا دي ددوی لپاره پرېکړي ورته وکړي. اوس هر هيواد ازاد دی او خپلي پرېکړي په خپله کوي.

روحاني زياتوي چي د امريکا دا ډول ګواښونه دايران ملت په وارو وارو واورېدل، خو د هغه پروا يې ونه کړه.

حسن روحاني وايي، د امريکا اوسنی سياست د پنځلس کاله وړاندي امريکايي ولسمشر جورج بوش سياست ته ورګرځي.

ايران په ورته مهال کي د اټومي تړون څخه د امريکا وتلو اندېښمن کړی او په دې هکله يې د روسيې او اروپا سره تازه خبري پيل کړي دي.