کور / تازه خبرونه / کندهار:يوکاناډايي سرتيری ووژل سو

کندهار:يوکاناډايي سرتيری ووژل سو

د کندهار له نړيوال هوايي ډګر څخه د ۱۹ جولای په خبرپاڼه کي ليکل سوي چي تيره شپه ناوخته  يو كاناډايي  سرتيرى ووژل شو.نوموړي سرتيري په پنجوايي ولسوالۍ كې  په پوښو ګزمه كوله چې   يوه  بم ور باندي وچاوديدى . وژل شوى سرتيرى  كورپورال ارنل  نوميږي . نوموړي ته اوله طبي مرسته  په بيړه  د پيښي په وخت وركړل شوه .كورپورال ارنل د سرخي الوتكي په واسطه  د تداوي  لپاره د كندهار و هوايي ډګر روغتون ته د لېږد پر مهال سا ورکړه .