کور / راپور / په کندهار کي د ټاپي پروژې د امنيت په هکله غونډه جوړه سوه

په کندهار کي د ټاپي پروژې د امنيت په هکله غونډه جوړه سوه

د کندهار په شپږو ولسوالیو کي دټاپي پروژې د کار د عملي کولو لپاره د جوړي سوي کمیټې لومړۍ غونډه ديادي کمیټې د مشر او مرستیال والي عبدالحنان منیب په مرسته جوړه سوه.
دغه غونډه د یکشنبي په ورځ د ښاغلی منیب د کار په دفتر کي جوړه سوې وه او پکښي د ټاپي پروژي اړونده مسْولینو،معدن او صنایع،اراضي خپلواکي ادارې او د ولایت مقام سکتوري رئيسانو ګډون درلود.
مرستیال والي عبدالحنان منیب وویل: په دې پروژه کي امنیتی برخه ډیره مهمه ده او موږ کوښښ کوو چي د ټاپي پروژې د کارکونکو لپاره امنیت برابر کړو، تر څو دوی په ډاډه زړه خپل کارونو ته دوام ورکړي او د يادي پروژې له مسؤولينو څخه يې وغوښتل چي د ټولو ادارو سره همږغي سي.
همدارنکه يې د ټاپي پروژې اړوند مسؤولينو ته دکمیټې غړي ور وپیژندل سوه.
د ټاپي پروژې اړوند غونډه پر داسي مهال کېږي چي څو ورځي وړاندي وسلوالو په ميوند ولسوالي کي د ټاپي پروژې اړوند شپږ کارکونکي ووژل.
د وژل سويو کسانو په هکله طالبانو وويل چي دا کار دوی نه دی کړی.
په دې وروستيو کي افغان چارواکي ايران په دې تورنوي چي د افغانستان سره د اوبو او نورو ټولګټو پروژو پر سر په مستقيم شکل د طالبانو سره مرسته کوي چي په سيمه کي نا امني رامنځ ته کړي او د ټاپي غوندي سترو پروژو په وړاندي خنډونه رامنځ ته کړي.