کور / راپور / د کندهار اطلاعات او فرهنګ رياست د پښتو ژبي نړيواله ورځ ولمانځله

د کندهار اطلاعات او فرهنګ رياست د پښتو ژبي نړيواله ورځ ولمانځله

نن سهار په اطلاعات او کلتور رياست کي د پښتو نړيوالي ورځي د لمانځلو په هدف غونډه جوړه سوې وه چي پر مهال ئې په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستيال حاجي اغالالي دستګيري، د پوهنتون علمي مرستيال څېړندوی شېر شاه رشاد، د اطلاعات او کلتور رئيس فضل الباري بريالي، د پوهنتون استادانو، محصلينو او د پښتو ژبي او ادب مينه والو ګډون کړی وو.

د غونډي په پيل کي د اطلاعات او کلتور رئيس فضل الباري بريالي خبري وکړې. نوموړي د نورو خبرو تر څنګ يادونه وکړه چي يوه علمي او فرهنګي شورا جوړوي، په دې شورا کي ځيني داسي ځوانان هم ګمارل کيږي چي يوازي او يوازي به پښتو ژبي ته کار کوي.

نوموړي د پښتو اثارو پر چاپېدو او همدارنګه د پښتنو د وياړلو شخصيتونو معرفي کول او د ستايني غونډي جوړول هم ياد کړل، خو ډېر ټينګار ئې د پښتو ژبي پر غني کولو او په مخ کي د پرتو خنډو پر ليري کولو وکړ.

وروسته په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستيال حاجي آغا لالي دستګيري خبري وکړې، هغه ټينګار وکړ چي ټول پښتانه په ځانګړي ډول د ادب مينه وال او فرهنګي کسان دي پښتو ژبي ته ډېر کار وکړي. نوموړی په مورنۍ ژبه د زده کړو پر حق وږغېدئ او دا ئې د ټولو پښتنو زده کوونکو محصلينو حق وباله.

د کندهار پوهنتون علمي مرستيال څېړندوی شېرشاه رشاد د خبرو په پيل کي د اطلاعات او کلتور رياست له رهبري څخه مننه وکړه، چي د پښتو ژبي د نړيوالي ورځي لمانځلو ته ئې غونډه جوړه کړې او لسګونه کسانو ګډون پکښي کړی دئ. ښاغلي رشاد د خپلو خبرو په دوام د مورنۍ ژبي د غنا او حق غوښتلو په اړه وږغېدئ، هغه د ټولو پښتنو حق وباله چي په ادارو کي ئې احکام په پښتو وليکل سي او په ښوونځيو کي ئې اولادونه په خپله مورنۍ ژبه زده کړي وکړي. هغه زياته کړه چي د خپلي ژبي له پاره کار کول او حق غوښتل د بلي ژبي رټل نه دي او ټول افغانان په افغانستان کي موجوده ژبو ته احترام لري، خو زده کړي بايد په مورنۍ ژبه وکړی.

د پروګرام په ورستيو کي د کندهار پوهنتون پخواني استاد حيات الله رفيقي خبري وکړې، ډېر تمرکز ئې پر دې وو، چي لومړی بايد په پښتو ژبه خبري وسي او وروسته خبري پر وسي، هغه يادونه وکړه چي پښتو ژبه لومړی بايد نړيواله سي او وروسته ئې د نړيوالي ورځي لمانځلو غونډي جوړي سي. هغه له محصلينو او نويو ليکوالانو څخه وغوښتل، چي مقالې نويشته کړي، ټوله پښتانه دي هڅه وکړي، چي په دولتي ادارو کي احکام په خپله مورنۍ ژبه تر لاسه کړي او په خپله مورنۍ ژبه ئې جواب کړي.

د پروګرام په اخره کي د کندهار پوهنتون د حقوق پوهنځي رئيس ښاغلي للموال مقاله وويله، د پوهنتون محصلينو هم د پښتو نړيوالي ورځي ته ځانګړي سوي مقالې ولوستلې او غوښتنه وسوه، چي دا ځل دي ټول پښتانه د ژبي له پاره کار وکړي، نه د لهجو له پاره.

د پښتو نړيواله ورځ لمانځل اووه کاله ترمخه په کابل کي را پيل سوه چي وروسته ئې د لمانځلو لپاره په ولايتونو کي هم ورته غونډي جوړي سوې؛ دا مهال تقريباً ۵۰ ميليونه کسان په پښتو خبري کوي، خو له ځينو پښتو هېره سوې او اوس په پرديو ژبو ږغيږي.