کور / تازه خبرونه / اشرف غني په بلخ کي د برېښنا دوې پروژې پرانستلې

اشرف غني په بلخ کي د برېښنا دوې پروژې پرانستلې

ولسمشر اشرف غني په مزار شريف ښار کي د بلخ ولایت د خُلم او مارمل ولسوالیو د برښنا دوې پروژې پرانیستلې.

په دغو مراسمو کې د ولسمشر ترڅنګ، یو شمیر وزیرانو، د ملي شورا ځینو غړو، د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرئیوي رئیس، د بلخ د ولایتي شورا غړو، قومي مخورو او مشرانو او د افغانستان برښنا شرکت یو شمیر کارکوونکو ګډون کړی وه.

د بلخ ولایت په خُلم او مارمل ولسوالیو کې د ۷.۶ ملیونه یورو په ارزښت د برښنا انرژۍ د دوو پروژو په پرانیستلو او ګټې اخیستنې ته سپارلو سره ۱۸ زره نوي پیریدونکي له برښنا څخه برخمن شول.

لومړۍ پروژه د بلخ ولایت د خُلم ولسوالۍ په جنوب لویدیځ، ۲۵ جریبه ځمکه کې د خُلم د ۲۰/۲۲۰ کیلوولټ برښنا کوټ پرانیستل دي، چې ۱۶ زره پیریدونکو ته یې برښنا برابره کړه او راتلونکي کې به په دې برښنا کوټ کې د نورو ترانسفارمرونو پر لګولو او پراخوالي سره دا شمیر نور هم زیات شي.

په دې برښنا کوټ کې د ۲۰/۲۲۰ کیلوولټ په سیسټم سره د ۱۶ میګاولټ امپیر یوه پایه ترانسفارمر، د ۲۲۰ کیلوولټ سیسټم درې حجرې او د ۲۰ کیلوولټ سیسټم اته حجرې او دفاعي سیسټمونه، د تیلیکمونیکیشن سیسټم، سکاډا، د ۴۰۰ کیلوولټ امپیر په لرلو سره د خپلې اړتیا وړ دوه پایې ترانسفارمرونه او د ریزرفي روښنایۍ لپاره د ۲۰۰ کیلوواټ جنریټور او نور اړین برښنايي تجهیزات پکې لګول شوي دي.

 دغه راز د مارمل په ولسوالۍ کې د ۰.۴/۲۰ کیلوولټ برښنا رسونې پروژې نوې جوړه شوې شبکه هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې ورسره ۲۰۰۰ نوي پیریدونکي له نوي برښنا انرژۍ څخه برخمن شول.

د برښنا رسولو په دې شبکه کې، د ۲۵۰ کیلوولټ امپیر ۸  پایي ترانسفارمرونه لګول شوي، د ۳.۳ کیلومترو په اوږدوالي د ۲۰ کیلوولټ برښنا هوايي مزي او د ۹ کیلومترو په اوږدوالي د ۰.۴ کیلوولټ د ټیټ ولتاژ شبکه غځول  شوې او نور د اړتیا وړ تجهیزات پکې لګول شوي دي.

د برښنا په پورته دواړو پروژو ۷.۶ میلیونه یورو (په لومړی پروژه ۶.۴ او په دوهمه پروژه ۱.۲ میلیونه یورو) لګښت راغلی، پیسې یې د المان د دولت د بلاعوضه مرستو څخه (د المان د پرمختیایي بانک له خوا) ورکول شوې دي.

ددې دواړو پروژو چارې د څلورو کلونو په اوږدو کې بشپړې شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د خُلم د ۲۰/۲۲۰ کیلوولټ برښنا کوټ پروژې چارې د زیمنس کمپنۍ له خوا او د مارمل ولسوالۍ د ۰.۴/۲۰ کیلوولټ برښنا رسونې پروژې چارې د AEPC  او Gammon India کمپنیو له خوا عملي شوي او څارنه یې د فشنر الماني کمپنۍ په واسطه ترسره شوې ده.