د سولې خوب 

Aziz Rahman Hazim | جون 1st, 2018


ليکنه: مجيد ژړاند
د سولې ارمانجن لارويان پر لاره وي، زموږ کلي ته په نژدې کېدو وي، دوی له اوږده مزله وروسته دمه جوړوي، د دوی مخې ته سپين ږيري، ځوانان او ماشومان په کتارونو کې ولاړ وي، د سولې استازو ته هرکلی وايي.
د ځوانانو له منځ نه يو څوک چيغې کړي، موږ د نیابتي جګړې قرباني و، جګړې مو د پرمختګ هيله شنډه کړه، کلي مو سپېره او هديرې مو پراخې شوې، په سرو لاسونو ناوې د کونډتون عذاب ګالي، يتيم ماشوم د خپل پلار د ليدو په هيله ځوانۍ ته ورسېده، موږ نن د وسلو پر ځای له ګلونو سره راغلي يوو، د سولې کاروان په مينه بدرګه کوو، موږ پر جګړې سولې ته ترجيح ورکوو، تر څو به له پردي ټوپک سره ستړي يوو، تر څو به خپل کلي کې تنکۍ ځوانۍ رژوو؟ تر څو به وژل کوو؟ تر کومه به وژل کېږو؟ تر څو به مرګ د ژوند پر کمين خېژي.
سوله الهي نعمت دی، سوله زموږ د عزت ساتنې لاره ده، موږ نن همدا کاروان بدرګه کوو، موږ به تر هغو د جګړې په سوداګرو لعنت وایوو، تر څو چې له جنګ څخه بېزاره شوي نه وي، هغوی چې اسلاميت او افغانیت ته ژمن دي، ارمرو به ددغه ځوانانو مقدسه هيله پوره کوي.
پوره څلوېښت کاله وشول، چې زموږ له کلي سوله مروره ده، په همدومره موده کې جګړې زموږ هيلې شنډې کړې، هيواد مو د پردۍ نیابتۍ جګړې ډګر وګرځېد، په پردي ټوپک او مرميو مو خپل ملي او اسلامي ارښتونه تر پښو لاندې کړل.
فقط له ويرونو، فاتا او وژنو مو بل څه تر لاسه کړل؟ له کلي مو ښار ته د سولې په هيله پنا يووړه، خو زموږ په غوښو اموخته بلاوې تر ښاره راغلې، جګړې مو ښارونه او کلي بدرنګ کړل، جګړې مو انساني عاطفه را ووژله، جګړې مو ټول ارزښتونه واخيستل.
راځئ! ټول جګړې ته نه ووايو، د سولې دغه کاروان بدرګه کړو، ترمنزله يې ورسوو، د جنګ جګړې پر ځای د سولې په ارزښتونو خبرې وکړو.

 

Copyright Larawbar 2007-2024