کور / سياسي / د جګړې اوربند/د افغان طالبانو تصمیم

د جګړې اوربند/د افغان طالبانو تصمیم

ليکنه: سردار محمد همدرد

د افغانستان جګړه ډېره اوږده سوه. تر دې چې هم حکومت، هم وسلوال طالبان او هم ملت دا پایله ترلاسه کړه، چې جګړه د حل لاره نه ده او یوازې سوله دا وطن ژغورلی سي. ښه حکومتولي هم له سولې پرته نه شي راتلی.

په دې وروستیو کې د سولې خبرې ډېرې تکراریږي. ولس هم د سولې اواز پورته کړ. که څه هم له دې ولس څخه ګیله کېده، چې ولې د سولې لپاره اواز نه پورته کوي؛ خو هغه متل دی چې: تنګ آمد به جنګ آمد

یعنې ولس هم دې نتیجې ته ورسېد، چې د جګړې قرباني یوازې حکومت نه، بلکې مونږ هم یو. دا چې د جګړې په لیکو کې ولسي خلک قرباني ورکوي، دا بېله خبره ده. خو دلته په لویو ښارونو کې دومره بمي چاودنې وسوې، چې زرګونه خلک، ماشومان، ښځې او سپین ږیري په کې قرباني سول. یعنې دا چاودنې یوازې د نسل وژنې په معنې وې.

په دې وروستیو کې له هلمند څخه د سولې اواز پیل او بیا په ټول افغانستان کې ولسونو د سولې لپاره پاڅون وکړ، چې دا اواز لاهم په پوره هوډ سره پورته کیږي. زه امید لرم، چې دا سپېڅلی اواز به ضرور رنګ راوړي.

تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني یو ډېر تاریخي قدم پورته کړ. د روژې له اووه ویشتمې بیا د اختر تر پنځمې نېټې پورې یې د جګړې اوربند وکړ. دې اوربند هم په ولس کې ښه غبرګونونه درلودل او هم په نړیواله کچه د دې اوربند هرکلی وسو. خو په دې اوربند کې یوازې د افغان طالبانو یادونه سوې ده. رښتیا هم له افغانانو سره باید سوله وسي او د پردیو جنګي ډلو او تروریستانو سره افغان ملت هم د سولې یا اوربند خبره نه مني.

په همدې اونۍ کې د هېواد شاوخوا درې زره علماو جګړه ناروا وبلله او سولې ته یې لومړیتوب ورکړ. په دې تاریخي او حساسو شېبو کې افغان طالبانو ته هم په کار ده، چې دوی هم د جګړې د اوربند اعلان وکړي. که دا کار ونه کړي، نو په دې معنی ده، چې دوی په سوله هېڅ باور نه لري او نه یې تصمیمونه بین الافغاني دي.

اوس ملت ټول دې ته انتظار دی، چې دوی هم د ولسمشر محمد اشرف غني د دې بې ساري ګام سره جوخت یو تاریخي او افغاني ګام پورته کړي. سوله یوه ډېره خوږه کلمه ده. د اسلام مبارک دین هم سولې ته ترجیح ورکړې ده.

د نړۍ نور ادیان که وګورو، هغوی هم سولییز ژوند خوښوي او باور پرې لري. یعنې سوله د انسانیت او بشریت لپاره تر ټولو لوړ اخلاقي قدم دی.

که څه هم د افغانستان جګړې پردی استخباراتي اړخ غوره کړی دی، خو د دې ټولو سره سره جانبین دواړه افغانان دي. فقط ټوپک او مرمۍ پردي دي او نور افغان وژل کیږي. نو په داسې یو حالت کې هر چا چې د دې وطن لپاره د سولې د بریالیتوب هڅه وکړه او په دې برخه کې یې زغم او حوصله وکړه او حتی تر خپل قدرت او واک ورته تېر سي، هېڅ بده خبره نه ده؛ خو تاریخ به بیا د هغوی په حق کې د دې وطن د رښتینو بچیانو په توګه قضاوت کوي.

یو شمېر کسان اوس هم له سولې سره مخالفت ښيي، نه پوهېږم چې هغوی د دې مظلوم ملت له حاله نه دي خبر او که څنګه؟ دا سمه ده، چې خپله به امن ژوند ولري، کورنۍ به یې په بهر کې وي او د کورنۍ غړي به یې په جګړه کې نه قرباني کیږي، مګر د یوه افغان په توګه ورباندې دا ولس حق لري، چې د دې سپېڅلي اواز ملاتړ وکړي.

زه د خپل خواخوږي ولسمشر د دې تاریخي اقدام ستاینه او هرکلی کوم او د دې هېواد پر ټولو مشرانو ژغ کوم، چې د سولې لپاره باید ټول یو دریځ ولرو. هرڅوک چې د سولې په وړاندې خنډونه جوړوي، هغه د افغانستان د ملت په حق کې ظلم کوي. نور بس ده د جنازو، فاتحو، کونډو، یتیمانو، ګوډانو او شلیانو څخه شرمیږو. د دې وخت را رسېدلی دی، چې د دې کونډیانو او یتیمانو پالنه وکړو. په دې ملت کې نور هېڅ نه دي پاتې. دا ملت تر هرڅه مخکې سوله غواړي. برښنا هم نه غواړي، سړک هم نه غواړي؛ خو یوازينۍ هیله یې سوله ده. که څه هم دا ملت په نس وږی دی، ښه ډاکټر نه لري او د ژوند هغه امکانات چې په یووشتمه پېړۍ کې باید انسان ته ورکړل سي، له هغو ټولو څخه محروم دی.

پر دې ټولو محرومیتونو به سترګې پټې کړي. په وږي نس به قناعت وکړي؛ خو یوه خبره به دا ملت پرې نږدي، چې هغه سوله ده. دا دي د حکومت له خوا خو د سولې لپاره لومړی قدم واخیستل سو، اوس ملت ټول دې ته غوږ دی، چې ایا دغه اختر به هم د نورو اخترونو په شان په جنازو او فاتحو را باندې تېر سي؟ او که به د دې سبب سي، چې خپل درانه غمونه پرې سپک کړي، په ازاد ډول خلک مسجدونو ته لاړ سي، لمنځونه وکړي. ځوانان او ماشومان لوبې وکړي او تنکي ماشومان یو ځل بیا خپل لاسونه په نکریزو سره کړي.

اوس به وګورو، چې دې ملت ته څوک خوشالي ورکوي.

په درنښت!

۱۳۹۷/غبرګولي/۱۹