دوه نور هېوادونه هم ور زیات شول!
Aziz Rahman Hazim
لیکنه : محمدزمان ستانکزی
د جمعې په ورځ د ناټو دفاع وزیران بلجیم کې سره را ټول شول، د نورو مسایلو تر څنګ یې په افغانستان مهمې خبرې درلودې. د دوي یوه مهمه پرېکړه دا وه چې د پرېکنده ملاتړ ماموریت کې یې دوه عربي هېوادونه ور زیات کړل، یعنې قطر او عربي متحده امارات. قطر هغه هېواد دی چې دا مهال د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه توب کوي او نړیواله ديپلوماسي کې رغنده او فعال رول لري، خو وروستیو کې یې د عربستان په ګډون له څو نورو عربي هېوادونو سره اړیکې ترینګلې شوي دي. په ټولو کې دا هېواد د امریکا باوري متحد دی. په پرېکنده ملاتړ ماموریت کې به یې ښکېلتیا ګټوره پریوځي. عربي متحده امارات هم درې هغو هېوادونو کې شامل دی چې د طالبانو رژیم یې په رسمیت پیژانده او د پرېکنده ملاتړ ماموریت کې به یې ښکېلتیا مهمه وي.
پرېکنده ملاتړ ماموریت چې له نوم یې پیدا دی، د ناټو غیر محارب ماموریت دی چې د افغان ځواکونو سلا مشوره او مالي مرستې تنظیموي. دا ماموریت د ۲۰۱۵ کال له لومړۍ نیټې پیل شوی خو د جګړې شدت او پراختیا ته په کتو سره زیاترو مواردو کې دغه ماموریت له خپلې پولې اوښتی او جګړییز حالت ته ور داخل شوی دی.
د ناټو دفاع وزیرانو د جمعې تر ناستې وروسته د امریکا دفاع وزیر جیمس متیس وویل، ځینې هېوادونه له ۲۰۲۰ کال وروسته هم له افغان ځواکونو سره په مرستو او همکاریو سلا شوي دي چې دا مساله به د بلې میاشتې په غونډه کې لا زیاته روښانه شي.
هغه وویل، د پرېکنده ملاتړ ماموریت سره هند په پوځي برخه کې د افغان ځواکونو ډېره مرسته کوي او تازه قطر او عربي متحده امارات د ناټو په ماموریت کې له پرېکنده ملاتړ سره یو ځای شول او په دې سره د غړو هېوادونو شمېر ۴۱ ته ورسېد.
د ناټو دفاع وزیرانو له طالبانو سره د افغان حکومت یو اړخیز اوربند هم وستایه، په طالبانو غږ وشو چې له دې فرصته په ګټنې له سولې سره یو ځای شي. د افغان حکومت لویدیځ متحدین اوس تر بل هر وخت زیات سولې او پخلاینې ته لیوال ښکاري، خو داسې باید ونه انګېرل شي چې هغوي له جګړې ستړي دي، هغوي یعنې امریکا او ناټو د افغانستان لپاره پراخ بنسټه جګړییزه تګلاره برابره کړې ده، امریکا وایی، پخلا کېدونکو طالبانو سره به سوله کیږي او هغوي چې په جګړو تاکید کوي، په پوځي برخه کې به ور ته زور وښودل شي.
هر څوک او هر خوځښت د خپلو افکارو او اجنډاو تر څنګ یو بل څه هم لري چې هغه ملي ګټې دي. د افغانستان ملي ګټې اوس ایجابوي چې د جګړو پر ځای پر سولې، د زور پر ځای پر منطق او د بې باوریو پر ځای پر باور جوړولو کار وشي.
که طالبان فکر کوي چې د سولې دغه فرصت به تلپاتې وې، ځکه دوي زور ور دي، تیروتي دي، د زور له لارې مساله هیڅکله نه شي حل کیدای، دا سوله او سیاسي خبرې دي چې دواړه لوري خپلو مقاصدو ته رسولی شي، ښه بیلګه یې حکمتیار دی، کوم شخص چې څو لسیزې د بېلابېلو نظامونو په وړاندې جنګیدلی، نوي نظام سره یې هم وسلواله جګړه کړې خو آخر یې خبرو او سیاسي حل لارې ته مخه کړه، ځکه دی پوهېده او پوهیږي چې دې ۲۱پیړۍ کې اوس حالات بدل دي،افغانستان بدل شوی او خلک یې بدل شوي، زور نور منطق نه لري او نه چلیږي.
افغان ځواکونه د کمیت او کیفیت له پلوه ښایی یو لړ ستونزې ولري، خو دا هم باید هره نه کړو چې همدوي یواځیني ملي ځواکونه دي چې د پاکې خاورې ساتنه ور له غاړې ده، د دې ځواکونو په وړاندې زور کارونه هیڅ شرعي پلمه نه لري، کابل کې شاوخوا دوو زرو دیني عالمانو یوې غونډه کې روانه جګړه ناروا وبلله او اوس دې طالبان درک کړي چې افکار بدل شوي، ټول په سولې ټینګار کوي او په دې وخت کې د طالبانو لخوا په جګړې تاکید دغه ډله وړونکې نه بلکې بایلونکې حالت ته رسولی شي. هره جګړه او هره شخړه سیاسي حل لار لري او د افغانستان د شخړې او جګړې د حل لپاره هم باید سیاسي خبرې اترې وشي.
د ناټو سرمنشي وایی، ممکن نورو هېوادونو کې هم د سولې بهیرونو ته وکتل شي چې څرنګه کلونه جګړې په یوې پخلاینې واوښتې او دغه تجربې به افغانستان کې هم وکارول شي.
باور لرو مخکې له دې چې ناوخته شوي وي، طالبان دې د سولې خبرو ته کیني. د سولې خبرې کولی شي دواړه لوري خپلو موخو ته ورسوي. طالبان د خپلې بڼې شرعي نظام غواړي، اوسنی نظام هم اسلامي دی او اساسي قانون کې اسلام سره کرښه یاده شوې ده، دا چې دوي په کې څه ډول سمون غواړي څه وړاندیز لري، ټاکنو کې دې خلکو ته وړاندې کړي، د افغانستان خلک د نړۍ یواځیني خلک دي چې درست وګړي یې تقریبا مسلمانان دي او که د طالبانو وړاندیزونه او طرحې منطقي او د منلو وړ وي، له شک پرته به ومنل شي.
د دې مبارکې میاشتې په درناوي د ملي یووالي حکومت د سولې لپاره تاریخي ګام اخیستی او طالبان دې هم خپل افغانیت ثابت کړي او ورته ګام دې واخلي.