کور / تازه خبرونه / کندهارښار کې دننه د نظم خاص غونډ تربريد لاندې راغی

کندهارښار کې دننه د نظم خاص غونډ تربريد لاندې راغی

 


تيرماښام اته بجې ، د کندهارښار په پنځمه ناحيه کې د” ده خواجې” په سيمه کې  د پولیسو د “نظم خاص غونډ” پر ودانۍ د طالبانو له خوا دلاسي بمونوبريدترسره شو. دا خبر لراوبر ته د طالبانو د مطبوعاتي دفتر له خوا په رالېږل سوې خبرپاڼه کي څرګند شوی دی .


قاري يوسف احمدي وايي چي ياد سوی بريد د طالبانو د چريکي جګړې يو ډول دی چي تيره شپه يې د پوليسو د ډوډۍ خوړلو پر مهال ترسره کړی دی چي په پايله کي يې د نوموړي په وينا درې تنه پوليس ځای پرځای وژل شوي او پنځه نورسخت ژوبل شوي دي، د يادوني وړ ده چي ددې مرګ ژوبلي پخلی د دولتي چارواکو له خوا نه دی شوی .


قاري يوسف احمدي وايي تربريدوروسته په نوموړي مرکز کې يوې ودانۍ اور اخيستی ، چې له امله يي دښمن ته د پورتنۍ مرګ اوژوبلې سربيره درانده مالي تلفات هم اوښتي دي .


د کندهار ښار  د دې خواجې سيمه په ښار کي دننه يوه نا ارامه سيمه بلل کېږي ، پر دې د ګڼو هستوګنو تر څنګ د ولسي وګړو او ترانسپورټ د تګ راتګ لاره ده چي زيات مهال د بهرنيو پوځيانو کاروانونه او دولتي پوځي موټر د ځانمرګي او ريموټ کنټرول بمونو هدف ګرځي چي هر ځل ولسي وګړو ته هم مالي او ځاني زيانونه اړوي .