کور / خبرتیا او پيغامونه / د تر ټولو ستر ملي او سياسي ايتلاف جوړيدو اعلاميه

د تر ټولو ستر ملي او سياسي ايتلاف جوړيدو اعلاميه

په هېواد کې تر ټولو ستر ملي او سیاسي ایتلاف د جوړیدو د پروګرام په باب د هېوادپال ځواک اعلامیهکابل د ۱۳۹۷ لمریز کال د چنګاښ ۸مهدرنو هېوادوالو، عزتمنو وروڼو او پتمنو خویندو!د ګران هېواد اوسنیو حساسو سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو حالاتو ته په کتو، چې ورځ تر بلې بحراني کیدو لوري ته ځي، همدارنګه په شمال، جنوب او لویدیز کې عملاً یو شمېر ولایتونه د سقوط له ګواښ سره مخامخ دي، له شک پرته ددې نظام پايښت او د راتلونکې په باب د ولسونو اطمینان یوې ملي او سرتاسري تصمیم نیونې ته اړتیا لري.همدې هېوادنیو مسایلو ته په کتو د اوږدو بحثونو، سلا مشورو او مصلحتونو په رڼا کې د دې هېواد مخکښو سیاسي او ملي شخصیتونو، جهادي مشرانو، ملي بهیرونو، ګوندونو او نورو مطرحو او تاثیرګزاره افرادو او ډلو تصمیم نیولی، چې ټول په یو ملي او سرتاسري ایتلاف کې راټول شي.یاد ملي او سرتاسري ایتلاف چې څو ورځې وروسته به د هېواد په پایتخت کابل کې د زرګونو کسانو په شتون کې د یوې سترې غونډې له لارې خپل موجودیت اعلان کړي، یاد ایتلاف به په هېواد کې د اوسنیو ترېنګلو حالاتو څخه د وتلو، همدارنګه امن او نظام د ټېنګښت لپاره د خپل دریځ د اعلانیدو تر څنګ به په نویو او هر اړخیزو لارو چارو سلا مشوره وکړي.غواړو په ښکاره ووایو، چې پدې ملي او تاریخي ایتلاف او جوړښت کې د حکومت د محدودو افرادو پرته چې حکومت يې ګټې خوندي کړي او خپل راتلونکې باندې باورمن نه دي، نور ټول ملي شخصیتونه، ګوندونه او ټولنیز بهیرونه شامل دي.هر کله چې دلته د نظام د پايښت او ټېنګښت مساله مطرح ده، کوم چې زموږ د زرګونو سرسپارلو ملي امنیتي ځواکونو د منسوبینو او هېوادوالو د ژوند په قربانۍ رامنځته شوی، نو په اړه يې چوپ پاتې کېدل، بې تفاوتي، خودسانسوري او محافظه کاري نه یوازې مصلحت نه ګڼو، بلکې د ټولو لاسته راوړنو او ارزښتونو ننګین لیلامول يې بولو. موږ پر خپلو مومنو، متدینو او هېوادپالونکو ولسونو غږ کوو، چې ټول په یو غږ د دې ملي او تاریخي ایتلاف څخه ملاتړ وکړي.ښکاره ده چې په ولسواکو نظامونو کې هر نوی حکومت د سرتاسري ټاکنو له لارې د یوې ټاکلې مودې لپاره د دې په خاطر د قدرت واګې په لاس کې اخلي، چې تر پخوانیو حکومتونو د ولسونو د سعادت او نیکبختۍ لپاره ډېر کار وکړي، د خلکو په ټولنیز او اقتصادي ژوندانه کې ښه والۍ راولي، د خلکو پوره حقوق تامین کړي، خو متاسفانه اوسني حکومت پدې اړه د خلکو هغه هیلې په یاس او نا امیدۍ بدلې کړې دي.موږ د دې هېواد اوسیدونکو په توګه ملي او اسلامي وجیبه لرو، چې لدې ترېنګلو او له ناهیلیو ډکو حالاتو څخه د وطن د ژغورنې، د وروستیو اتلسو کلونو د لاسته راوړنو د ساتلو، د یو کارا او جوابده حکومت د رامنځته کیدو، عدل او انصاف د تامین، د ملي یووالي د ټېنګښت او هر ډول نفاق اچونو، ژبنیو، سمتي او ګوندې اختلافونو د له منځه وړلو لپاره ټول سره یو لاس شو او پدې لاره کې په خپل ټول توان هلې ځلې وکړو.څرګنده ده، چې ددې هېواد او ولس تاریخي دښمنان پدې شهیدپروره خاوره کې هيڅ ډول پرمختګ او نیکمرغي نشي ، دوی په خپل ټول توان هڅه کوي، چې د موجوده حکومت له ضعیفو نقطو او د سیاسیونو له اختلافونو د ځان په نفعه ګټه واخلي او د دې هېواد د پرمختګ یون له خپل اصلي مسیره منحرف کړي، خو دا نوی ایتلاف به د دا ډول فکر د له منځه وړلو لپاره ټول وروڼه قومونه او ولسونه سره یو لاس کړي.اوس چې په هېواد کې جګړو زور اخیستی، ولسي او د ملي دفاعي ځواکونو مالي او ځاني تلفات مو په ډېریدو دي، جګړې د ښارونو دراوزو ته رسیدلي، څه موده مخکې مو ځینې ښارونه د محدود وخت لپاره سقوط شول او ځینې همدا اوس د سقوط له جدي ګواښ سره مخامخ دي، د ټولنې د مسوولیته قشر په توګه دې حالت ته بې توپیره کیدل د ولس، تاریخ او نظام په حق کې ظلم ګڼو.اوس هغه وخت رارسیدلی، چې د دې وطن د ژغورنې او د ولس د خوندیتوب لپاره ټول سره یو لاس او متحد شو.موږ پر حکومت هم غږ کوو، چې د خپل سیاسي اپوزسیون پر ضد د پټو او ښکاره تبلیغاتو او توطیو، د واقعیتونو د اخفاء او اجیرو فیسبوکیانو او د ارګ د خیاطانو د ګمارلو پر ځای دې، خپل توان په هغه څه ولګوي، چې مسوولیت يې دوی ته متوجه کیږي.حکومت دې د قومي او سمتي اختلافونو د زهرو د شیندلو پر ځای په رښتیني مانا ملي یووالي ته کار وکړي او د خپلو کمزوریو په اړه دې شریفانه ولس ته اعتراف وکړي.غواړو په پای کې په ډاګه کړو، چې په افغانستان کې نوي ملي او سیاسي ایتلاف لدې کړکیچن او خواشینونکي حالت څخه د وتلو پر لارو چارو سلا مشورې کوي او د خپل تاریخي مسوولیت په سرته رسولو کې به هېڅ ډول تاخیر او ځنډ ونکړي. باور لرو، چې د ولس په پراخه ملاتړ به وکولی شو خپل ملي او تاریخي ارزښتونه وساتو، نظام به پیاوړی کړو او بالاخره د خپل هېواد د راتلونکې به په باب به داسې تصمیم نیونې وکړو، چې انشاالله د هېواد د ابادۍ او د ولس د هوساینې لامل به شي.والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته