کور / تازه خبرونه / ارزګان چارواکي:د اتل په نوم پیل سوو عملياتو کې افغان ځواکونو د پام وړ پرمختګ کړي دی

ارزګان چارواکي:د اتل په نوم پیل سوو عملياتو کې افغان ځواکونو د پام وړ پرمختګ کړي دی

راپور:احسان الله ولس يار

د افغان حکومت تر اوربند پاي ته رسيدو سره سمه افغان ګډوځواکونو د ارزګان ترينکوټ شمال لوديځ برخه کې پراخ چاڼيز عمليات پیل کړی.

دوې ورځي وړاندي د جګړي دغې لومړی کرښي ته د ارزګان والي محمد شفيق اسدالله سعيد ولاړي او د عملياتو څخه يي ليدنه وکړه.

ارزګان کې امنيتي چارواکي وايي د عملياتو پر مهال يي زيات شمير کلي د وسله والو له شتون څخه پاکې کړي دي او وسله والو ته يي درنه مرګژوبله اړولي.

په دغه ولايت کې د څلورمي پلۍ ليوا قومندان جنرال رحمت شاه قيمي وايي دغه عمليات يي له تېرو شاه خوا لسو ورځو راهیسي د وسله والو د څپلو په موخه پیل چې تر دامهاله يي ۳۰ کيلومتر سيمه د وسله والو طالبانو څخه پاکه کړي ده.

هغه وايي عمليات يي د ګډون ځواکونو له لوری مخ ته وړل کېږي او هڅه کوې څو زيات شمير نوري سيمي هم ونيسي.

د قيتمي په خبره د عملياتو پر مهال تر دامهال ۶ افغان سرتيرو ته هم مرګژوبله اوښتي.

له بلي خوا هغه کسان چې سيمي ته يي تازه دافغان ځواکونه رسيدلي وايي د جګړو له امله يي کورونه ويجاړ شوي او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دوی غوښتنه کوي چې دولت دي ورسره مرسته وکړي او په سيمه کې دي ورته دايمي امنيت تامين کړي.

دارزګان والي وايي هغه سيمي چې د افغان ځواکونو له لوری تصفيه کيږي سم دلاس به پکښي د بیارغونې کارونه ترسره شي.

محمد شفيق اسدالله سعيد وايي ټولو دولتي ادارو ته به امر وکړي څو په هغو سيمو کې فعاليتونه زيات کړي چې د عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو څخه پاکيږي.

وسله والو طالبانو هم په  يوي خپره شوي خبرپاڼه کې ويلي چې په ارزګان کې د افغان ځواکونو عمليات له ماتي سره مخ کړي دي او د هغو زيات شمير وسايط يي له منځه وړي دي.

ارزګان کې پر داسي مهال افغان ځواکونه په عملياتو کې د پر مختګ خبر ورکوې چې دامهال د مرکر ترينکوټ سره د ټولو ولسواليو لاری له تيرو دريو کلنو راهیسي بندي پاته دي.