کور / اسلامي / په سعودي عربستان کي د افغانستان د جګړې په هکله نن کنفرانس دائريږي

په سعودي عربستان کي د افغانستان د جګړې په هکله نن کنفرانس دائريږي

نن د سعودي عربستان په جده ښار کي د افغانستان د سولي په هکله نړيوال اسلامي کنفرانس پيلېږي.

دا کنفرانس به دوې ورځي دوام ولري چي لومړۍ هغه يې په جده او دوهمه ورځ به يې په مکه مکرمه کي دائره سي.

په دې کنفرانس کي د ۳۳ هيوادونو علماء ګډون کوي او په افغانستان کي روانه جګړه د شريعت له مخي ارزوي.

د کنفرانس لومړۍ موضوع “په اسلام کي زغم او د افغانستان په سوله او ثبات کي د علماوو رول”  ده. ددې کنفرانس مشري د مکې مکرمې امام شيخ عبدالرحمن السديس کوي.

د کنفرانس دوهمه ورځ به په مکه مکرمه کي وي چي د مصر لوی مفتي، د سعودي د اسلامي چارو وزير او ګڼ شمېر نور لوړپوړي چارواکي به پکي ګډون وکړي.

دې کنفرانس ته له افغانستان څخه د علماوو د شورا د رئيس قيام الدين کشاف په مشرۍ  ۳۳ کسيز پلاوی تللی دی. ياد پلاوی وايي، کنفرانس ته به د افغانستان د جګړې انځور د يو فلم په بڼه وړاندي کړي او د کنفرانس ګډونوالو ته به د افغانستان د جګړې بشپړ مالومات ورکړي.

د سعودي عربستان په دغه کنفرانس کي د پاکستان ځينو ملايانو د ګډون څخه انکار کړی دی، په دې کنفرانس کي د پاکستان مخکښو علماوو ته هم د ګډون بلنه ورکول سوې ده خو هغوی وايي چي په دې کنفرانس کي ګډون نه کوي.

د پاکستان يو ديني مشر طاهر اشرفي، مولانا فضل الرحمن او ګڼو نورو پاکستاني ملايانو په کنفرانس کي د ګډون څخه نټه کړې ده .

يوه مياشت وړاندي په اندونيزيا کي هم د ياد هيواد، افغانستان او پاکستان د ديني علماوو يو کنفرانس دائر سو چي په افغانستان کي جګړه وارزوي .

د اندونيزيا په کنفرانس کي په افغانستان کي ځانمرګي بريدونه حرام وګڼل سوه او پر طالبانو يې ږغ  وکړ چي سولي ته غاړه کښېږدي.

طالبانو د پخوا په څير د سعودي د کنفرانس سره هم مخالفت څرګند کړی دی او ويلي يې دي چي دوی له سعودي څخه تمه لري چي د افغانانو سره ودرېږي او د اشغال پر وړاندي د افغانانو ملاتړ وکړي.

طالبانو په خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي دي چي  “اسلامي کنفرانس لکه څنګه چي د کمونیزم ضد جهاد په خلاف د افغان مجاهد اولس ملاتړ کړی او افغان ولس یې اوس هم احسان مني، باید په دې اوسنۍ غمیزه کي هم دغه ټولنه د عام افغان اولس تر څنګ ودریږي او له برحقې مبارزې یې ملاتړ وکړي”.

په دې وروستيو کي نړيوال، افغان دولت او د اولس لويه برخه پر طالبانو د سولي ږغونه تاوده کړي او له هغوی غواړي چي د افغان جګړې د ختمېدلو لپاره دي د خبرو مېز ته راسي او سوله دي غوره کړي.