کور / تازه خبرونه / بارک اوباما وايي پاکستان بايد سم و ښوري

بارک اوباما وايي پاکستان بايد سم و ښوري

د امريکا و جمهوري رياست ته د ډيموکراټ ګوند کانديد بارک اوباما ، افغانستان ته د خپل سفر په دوهمه ورځ په يوه مصاحبه کي چي د سي.بي.اس د ټلويزون سره يې وکړه   د پاکستان دولت ته په ټينګه اخطار ورکړ  چي په پاکستان کي به د القاعدې پر اډو باندي حمله وکړي . 


اوبا ما ويلي دي  چي که واشنګټن داسي معلومات لاسته راوړي چي دالقاعدې د لټون مرکزونه په پاکستان کي دي او د پاکستان دولت هغه ته اهميت نه ورکوي، نو امريکا به هغه ځايونه تر حملو لاندي را ولي .


هغه وويل چي هيله مند دئ د پاکستان دولت داسي و نکړي او که بن لاډن و هغوی ته نيژدې وي نو هغه دي لاس تړلی و نيسي او يا دي يې ووژني . 


اوبا ما په دې مصاحبه کي زياته کړېده چي دافغانستان او پاکستان د پولي ميشکلات به تر هغه حل نشي ترڅو د پاکستان  دولت  په هغه کي دخل و نکړي . 


د پاکستان دولت  تل ويلي دي چي بن لاډن او ملا عمر يې په خاوره کي نشته او دا د افغانستان لخوا بې ځايه تورونه دي . پاکستان  دولت دا هم وايئ چي و هيڅ بهرني هيواد ته به د دخل اجازه ور نکړل شي چي زموږ په د ننه کي پوځي امليات وکړي .