کور / سياسي / د جګړو ملاتړي نور منزوي دي

د جګړو ملاتړي نور منزوي دي

ليکنه: م . س

             تېره اوونۍ افغانستان ته مهمه وه، له یوې خوا د ناټو سرمشریزه وه چې په کې د افغانستان په هکله مهمه پرېکړه وشوه او بل خوا د سعودي په دوو مقدسو ښارونو جده او مکه کې د روانې جګړې د ناروا والي فتوا صادره شوه.

                               لومړی راځو د ناټو سرمشریزې ته

                         د ناټو سرمشریزه په بروکسل کې د ولسمشر غني او اجرایی رییس ډاکټر عبدالله په حضور کې د نهه ویشتو غړو هېوادونو او متحدینو د مشرانو په ګډون جوړه شوه. دې سرمشریزه کې د افغان حکومت د سولې او پخلاینې د طرحې او پلان هر اړخیز ملاتړ وشو، په طالبانو بیا د سولې او پخلاینې له بهیر سره د یو ځای کېدو غوښتنه وشوه، ورته ګوت څنډنه وشوه چې له پوځي لارې هدف ته نه شي رسیدای. د سیمې په هېوادونو غږ وشو چې د افغان حکومت ملاتړ وکړي ځکه د افغانستان ټیکاو د دوي ټیکاو تضمینوي.

                         د سرمشریزې د دویمې ورځې یوه برخه  د افغانستان په هکله بحث ته ځانګړې وه، په کې ولسمشر غني د خپل حکومت بریاوې یو په یو بیان کړې، دا راز یې د هغو ستونزو یادونه هم وکړه چې اداره یې ور سره مخامخ ده، ولسمشر غني د قانون د حاکمیت ډاډ ورکړ او ویې ویل سوګند یې کړی چې قانون به عملي کوي او اوس یې چې دا کار کړی، ور سره اعتراضونه پیل شوي، اشاره یې د نظام الدین قیصاري تر نیولو وروسته د شمال اعتراضونو ته وه. اعتراض کوونکو د ولایت د مقام ودانۍ سوځولې، په څو ولایتونو کې یې د ولسمشر عکسونه ښکته کړي او حتی څېرې کړي دي. ولسمشر وویل، د قانون حاکمیت د ده لومړیتوب دی او هره ورځ دې لار کې د ګڼو خولو کنځلې اورې خو پروا یې نه لري، ده وویل، قانون به هرو مرو تطبیق کوي که څوک خپه کیږي او که خوشحالیږي.

                       د ده دا خبره د ډیری افغانانو په مزاج ښه لګېدلې، د ځنګل قانون نور  نه چلیږي، ولسمشر غني دې د خپلو خلکو او نړیوالو متحدینو د خوښ ساتلو او خپل مسوولیت د ښه تر سره کولو لپاره همداسې ولاړ شي چې پرې روان شوی دی. د ناټو سرمشریزه کې تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ پلان تصویب شو. ناټو به تر هغه مهاله په افغان ځواکونو څه باندې شل میلیارد ډالر لګوي، کوم ځواکونه چې دا مهال د سیمې او نړۍ د استخباراتي شبکو د توطیو ښکار دي او په خپلو وینو سره هېواد ساتي. افغان ځواکونه د زړورتیا له اړخه د نړۍ تر ټولو غوره هغه دي، خو مدیریت او قومنده ډېره کمزورې ده، د رباني د مهال مصنوعي جنرالان او پوځي منسوبین باید په ګوته او د افغان ځواکونو له لیکو وویستل شي، ځکه دوي نه یواځې چې پوځي لازمې زدکړې نه لري، د ځواکونو د ساتلو پر ځای د خپلو جیبونو د ډکولو په فکر کې دي. پخواني کدرونه چې د عتیق الله امرخېل تر کچې تجربه لري، په هرې پوځي او امنیتي اداره کې وګومارل شي، ترې د ورځې د چارو د ښه تنظیم لپاره منظمې مشورې واخیستل شي.

                     ځواکونو ته له خلکو او اسیرانو سره د چلند زدکړه ورکړل شي، هغه کسان دې په ګوته او له امنیتي او دفاعي ځواکونو وویستل شي چې د دې میړنیو ځواکونو څېره بدناموي.  ولسمشر تر یوه بریده دې خبرې ته متوجه شوی دی او د اصلاحاتو لړۍ یې هېله بښوونکې ده. د ناټو سرمشریزې تر څنګ سعودي عربستان کې د دیني عالمانو دوه ورځنۍ ناسته وه چې تېره اوونۍ افغانستان ته په ښو پرېکړو سره پای ته ورسېده، دې ناستې ته پاکستان چې د روان بغاوت اصلي ملاتړی دی هم وربلل شوی و خو له شاوخوا ۲۳۰ میلیون وګړییز دې هېواد څخه ایله یو تن ورغلی و، ایران چې سیمه کې د شرارتونو ځاله ورته ویلی شو، هم دې ناسته کې خپل استازی نه درلود او دې وښوده چې دا هېوادونه د روانې بدمرغۍ لوی لوبغاړي دي.

                          ښه هر څه که وشول او هر څه چې کیږي په ښه لور دي. افغانان خپل برخلیک ټاکي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته تیاری نیسي خو دوښمن هم کمین کې دی، اوس د افغانانو په لومړني او اساسي حق پوهنې حملې کوي، افغانانو خپل انتخاب کړی او څوک به یې له هغې لارې را ونه ګرځولی شي چې پرې یې تګ پیل کړی دی. طالبانو ته مناسبه نه ده چې د ټولو نړیوالو غوښتنو په ضد ودریږي او یواځې پنجاب ته کار وکړي، کوم پنجاب چې د دوي په رهبر هم بند نه شو، کوم پاکستان چې په طالبانو یې د کلونو په اوږدو کې معامله کړې او اوس یې هم کوي. لا وختي ده طالبان باید نور د خپلو خلکو او نړیوالو غږ واوري او سوله وکړي.