کور / اسلامي / د کندهار د حضرت عمر(رض) د جامع جومات کار د درې کاله ځنډ وروسته بيا پيل سو

د کندهار د حضرت عمر(رض) د جامع جومات کار د درې کاله ځنډ وروسته بيا پيل سو

د کندهار ښار د عمربن خطاب (رض) د جامع جومات کار له درې کلن ځنډ وروسته د سه شنبې په ورځ د کندهار والي زلمي ویسا لخوا د پټي په پریکولو پیل سو.

په همدې موخه  نن په کندهار کي مراسم جوړ سوي وه چي دیني عالمانو ، ملی سوداګرو ، د یوشمیر ادارو رئيسانو پکي ګډون کړی وو.

د افغاني ساختماني دستګاه عمومي رئیس انجینر احمد ضیا علیزي د یاد جامع جومات د کار بیا پیل کېدو په برخه کي د ښار او کور جوړولو د پخواني وزیرسید منصور سعادت نادري د کندهار د پخواني ښاروال او د ښار او کور جوړولو د اوسني سرپرست و زیر روښان ولسمل او کندهار د والي زلمي ویسا هڅي وستایلې او مننه يې وکړه  چي ددې جامع جومات لپاره يې د ولسمشر څخه د بودیجې غوښتنه کړې ده او هغه هم منظور کړې ده .

د کندهار ښار د حضرت عمر فارق (رض) د جامع جومات کار درې کاله وړاندي درېدلی وو. له دې وړاندي په دې برخه کي د کندهار پخواني  ښاروال  غلام حیدر حمیدي د ترميم ځيني چاري ترسره کړي وې.

په دې مراسمو کي د کندهار والي زلمي ویسا  د ياد جومات په جوړولو کي د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د کندهار د پخواني ښاروال غلام حيدر حميدي هڅي وستایلې اودټولو هغو کسانو څخه يې مننه وکړه چي د عمر بن خطاب (رض) د جامع جومات په جوړلو کي ېي هڅي او مرستي کړي دي.

کندهار والی وویل، وروسته له درې کاله ځنډ ددې جامع جومات کار بیا پیلېږي چي په دې سره به يې لمړی فاز تکمیل سي، د دوهم او دریم فاز تکمیلیدو دبودیجې منظوري اوس په تدارکاتو کي ده.

د کندهار والي د ولسمشر اشرف غني څخه مننه وکړه چي کندهار ته ځانګړې پاملرنه لري او ددې جامع جومات لپاره يي اوس (۱۵۰ ) میلیونه افغاني منظور کړې، چي په دې کي به (۵۸ ) میلیونه افغاني هغه پوروړو ته ورکول سي چي له وړاندي يې په دې برخه کي کارونه کړي دي .

او پاته (۹۲) میلیونه افغانيو سره به د یاد جامع جومات د لومړي فاز کارونه چي په دریو منزلونو کي د منارونو سره د جومات جوړول ، په بیلابیلو برخو کی مردانه او زنانه تشنابونه د جامع جومات دفترونه، داوبو لوړولو ذخیره او سیپټیک څاه جوړول شامل دی .