شوکت عزيز صديقي: آی اس آی د خپلي خوښي پرېکړي راڅخه غواړي
Aziz Rahman Hazim
پاکستان پلازمېنې اسلام اباد عالي محکمې یوه لوړ پوړي قاضي، شوکت عزیز صدیقي تور پورې کړی، چې د پوځ څارګرې ادارې ای ایس ای چارواکو ترې د خپلې خوښې پرېکړو غوښتنه کړې وه.
د پاکستان د عالي محکمې يو لوړپوړی قاضي شوکت عزيز صديقي وايي، چي د پاکستان څارګري ادارې آي اس آي ورڅخه غوښتي چي ددوی د خوښي مطابق به پرېکړه کوي.
صديقي وايي، استخباراتي ادارې ورته ويلي دي، چي که چيري ددوی د خوښي مطابق پرېکړي وکړي نو دی به قاضي القضات وټاکي او د صديقي پر ضد دوسيه چي لا له وړاندي جوړه سوې ده ختمه کړي.
نوموړي دا خبري په راولپنډۍ کي د مدافع وکيلانو يوې غونډي ته کړي دي او دده په وينا استخباراتي کسانو ته يې په دې هکله ويلي دي چي ‘ د وجدان پلورلو پر ځای مي مرګ غوره کړی دی ‘.
صديقي مدافع وکيلانو ته په وينا کي دا هم ويلي دي چي کله يې د استخباراتو خبره ونه منل، نو دی يې د نواز شريف پر ضد قضيه کي د فيصله کونکو قاضيانو له ډلي وايستی.
هغه وايي: ” وروسته ترهغه د اسلام اباد عالي محکمې مشر قاضي انور کاسي د ای ایس ای استازو ته وویل، هغسې پلاوی به رامنځته کړو، چې تاسې سره ستونزه نه لري. ”
په پاکستان کي قاضيان او نور اولسي چارواکي ادعا کوي چي آی اس آی تل د قاضيانو په ټاکلو، د محکمو په چارو او نورو ملکي برخو کي د خپلي خوښي کارونه کوي او د خپلي پرېکړو د عملي کولو لپاره له زور زياتي څخه کار اخلي.