کور / تازه خبرونه / كابل: ځانمرګي بريد پنځه تنه ټپيان كړل

كابل: ځانمرګي بريد پنځه تنه ټپيان كړل

يوه ځانمرګي بريد كوونكي د افغان امنيتي پوليسو يوې پوستې ته نيژدې ځان وچاودئ چي د چارواكو په وينا پنځه تنه يې ټپيان كړل.
پېښه نن سهار وختي د كابل باغ بابر ته څرمه رامنځته سوې ده.
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشيري وايي چاودنه د بابر باغ په ۱۰۰ مترۍ كي رامنځته سوې چي د پام وړ زيان يې نه دئ اړولى، خو عيني شاهدان وايي په پېښه كي درې تنه لارويان وژل سوي هم دي.
زمرى بشيري وايي داسي ښكاري چي بريد كوونكى ښار ته د ننوتلو په هڅه كي و او د پوليسو د پوستې په ليدلو يې له وارخطايي څخه ځان الوزولى دئ.
د سيمي پوليس وايي ځانمرګي بريد كوونكي د پوليسو د تلاښۍ پوستې تر رسېدو مخكي ځان له موټره وغورځاوه او چاودنه رامنځته سوه.
دا په تېرو دوو اونيو كي دوهم ځانمرګى بريد دئ چي په كابل كي ترسره كېږي، تر دې وړاندي بريد چي د هند پر سفارت سوى و، د هند د سفارت پر څو ډيپلوماټانو سربېره يې د ۶۰ په شاوخوا كي كسان مړه او ۱۴۹ تنه ټپيان كړي وه.
د هند پر سفارت د جولاى د اوومي نېټې د بريد پړه د افغان او هند حكومتونو له خوا پر پاكستان اچول سوې وه.