کور / تازه خبرونه / چين او روسيې څلوېښت كلنه ستونزه اواره كړه

چين او روسيې څلوېښت كلنه ستونزه اواره كړه


د چين او روسيې د بهرنيو چارو وزيرانو د څلوېښتو كلونو شخړه چي پر سرحدي سيمو د دواړو هيوادونو ترمنځ پاته وه اواره كړه.
دواړو وزيرانو يو سوله ايز تړون لاسليك كړ چي روسيه به د چين په شمالي شرق سيمه كي اووه نيم سوه مايله مربع سرحدي سيمه چين ته ورسپاري.
د چارو شنونكي وايي كه د روسيې او چين ترمنځ دغه څلوېښت كلنه ستونزه اواره سي په سيمه كي به د امريكا د رسوخ په كمولو كي د پام وړ بدلون راولي.
د چين مطبوعات وايي اميد دئ چي په دې پرېكړه به د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيكي ښې سي.
چين له روسيې سره دوه زره اووه سوه مايله اوږد سرحد لري.