کور / خبرتیا او پيغامونه / د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاملرني وړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاملرني وړ

دوه کلونه دمخه مې په همدې ننۍ ورځ دافغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزیر ښاغلی جهاني صیب ته لاندینی سرخلاصی لیک استولی واو تر هغه دمخه مې پخواني وزیرښاغلي مخدوم رهین ته هم همدغه شان ورته لیک وراستولی و!

تاسو ته دتاریخ او ادب دیوه محقق او لیکوال په توګه پوره پته ده چې زموږ ګران هیواد د تاریخ په اوږدو کې په خپلې غیرتي لمنه کې ډیرتاریخي اتلان او اتلانې روزلي دي چې موږ ټول افغانان پرې ویاړو.
دافغان – انګریز ددویمې جګړې په نامتو ښځینه اتلانو کې یوه هم دمیوند ملالۍ ده چې دمیوند په سوځنده دښته کې یې په داسې حال کې دخپلواکۍ ناره اوچته کړه چې له یوې خو ا سخته تودوخي وه او دبلې خو ا ملي مبارزین دماتي په حال کې وو.
دمیوند اتلې چې دافغاني غیرت یوه بیلګه وه په خپل یوه دغیرته ډکې ټپې سره یې دملی مبارزینو ویني په جوش راوستلې او ښکیلاکګر او نیواکګرځواکونه ددغې غیرتي ټپې به وجه له سترې ماتې سره مخامخ او ددوی ځواکونه تس نس شول.
میوندۍ ملاله زموږ دتاریخ ویا ړدی او تر څو چې دانړۍ ودانه وي ددې نوم به په ډیر ویاړ سره یادیږي او هر کال به په همدې ورځ دغه ستره اتله لمانځو اوددې دغې سترې کارنامې ته به ددرناوي سرونه ټیټوو.
یوه خبره چې ستاسو پاملرنه ورته راګر ځوم ددغې ملي اتلې مزار دی چې په ډیر وران ویجاړ حالت کې پروت دي . دداسې سترې اتلې قبر او مزار رغونې ته اړتیالري . که څه هم ما پخوا څو څو ځلې دفیسبوک له لارې په دې اړوند دهیواد پخوانیو دفرهنګ وزیرانو ته سر خلاصي لیکونه ورلیږلي وو، خو یوه یې هم دې خبرې ته پاملرنه ونکړه .
اوس چې تاسو دافغانستان داطلاعاتو او فرهنګ وزیر یاست او دیوه تاریخپوه په توګه دخپلو ملي اتلانو په قدر او قیمت پوهیږئ او دبلې خو ا داطلاعاتو او فرهنګ دوزارت یوه ستره دنده داده چې دخپلو ملي اتلانو دقبرونو او دنورو تاریخی آبداتو ترمیم او رغونه وکړي نوستاسو نه زموږ دټولو افغانانو غوښتنه او هیله داده چې میوندۍ ملاله یوازې باید په شعارونو او دغونډوپه جوړولو سره ونه لمانځو ، باید ددغې تاریخی اتلې مزار چې په وران ویجاړ حالت کې پروت دی هم ورغوو.په دې اړوند ستاسو جدي پاملرني ته سترګې پر لاره یو .
په ډیر ادب او درناوي
ډاکټر لطیف یاد