کور / اسلامي / د افغان ستوري شیخ القرآن مراد علي صاحبزاده (رحمة الله علیه) ژوند او خدمت ته لنډه کتنه

د افغان ستوري شیخ القرآن مراد علي صاحبزاده (رحمة الله علیه) ژوند او خدمت ته لنډه کتنه

لیکوال: عزت الله کوټوال

(په پښتو ژبه د لومړي تفسير ليكوال)
موږ په خپله پښتنه ټولنه كې داسې ديني عالمان لرو چې هغوي ديني بنسټونه د بېلابېلو لاملونو له مخې په خپله ژبه تفسير كړي دي . له دې كار يئ يو هدف دا دى چې خپله ژبه په ديني اثارو بډايه كړي، په خپله ژبه خپلو خلكو ته دين په اسانه توګه وښيي پر دونياوي او اخروي ژوند يئ وپوهوي. دوې پر دې حقیقت پوه دي چې دين د يوې ټولنې يو داسې بنیادي بنسټ دى چې د ټولنې انساني ارزښتونو ته وده ورکوي ، پالنه یئ كوي له خرابو لارو يئ ژغوري او د اصلاح او پرمختګ پر لور يئ بيايئ . نو پر همدې اساس زموږ په ژبه كې يو له هغو ديني عالمانو چې د ژبې پر ديني اثارو باندې د بډاينې او ملت د دين په ګاڼه د ښكلي كولو او سمبالولو فكر ورسره ؤ، هغه د تفسير يسير ليكوال ارواښاد ( مراد علي صاحب زاده ؤ)
دى په خپله ژبه كې تر نورو  ځكه وړاندې يادیږي چې د لومړي ځل لپاره يې په روانه ، خوږه او په نحوي اصولو برابر تفسير وليكه او د خپل چاپېريال ژبه يئ په پام كې هم وساتله، خداې (جل جلاله) دې د مراد علي صاحب زاده په څېر نور عالمان پر دغه غريبه ژبه او ملت ولوروي چې د ده پر پل پل كيږدي خپله ژبه پر همداسې  ګټورو اثارو بډايه كړي.

د مراد علي صاحبزاده شخصیت :
مراد علي صاحبزاده چې يو افغان ديني عالم، د قرآن مفسر،  ژباړونکی، ليکوال، شاعر او د نحوې او صرف منلی استاد ؤ . نوموړي په د غه برخه کې ګڼ شمېر کتابونه هم ليکلي دي.
په ۱۲۲۰ ق كال د ننګرهار ولايت د کامې په ولسوالۍ كې په یو روحاني کورنۍ کې وزیږید د هغه پلار ستر ستانه حضرت سيد عبدالرحمن السيلاني مشهور په فقير صاحب دى چې د كامې په ولسوالۍ كې ښخ دى او له همدې كبله د هغه ټبر ته د فقير صاحب د ورثې خطاب هم كېږي.

زده کړې:
نوموړي خپلې ابتدایئ زده کړې په خپل کور کې د خپل پلار نه ترلاسه کړي، همدا راز يې لوړې زده کړې د سيمې د نورو جيدو علماو څخه ترسره کړې، چې يو ښه عالم ترې جوړ شو او (٢٥) کتابونه يئ تصنيف کړل .

د حضرت مراد علي صاحبزاده رحمه الله لنډه شجره نسب :
حضرت مراد علي صاحبزاده د حضرت سید عبدالرحمن سیلاني چې د فقیر صاحب ،الاویسی ، الشطاری او الننګرهاری په القابو هم مشهور ؤ، زوی دی.
فقیر صاحب رحمه الله د خپل وخت جید عالم، په ظاهري او باطني علومو سمبال د طریقت او د کراماتو خاوند او د خپل وخت یو منل شوی روحاني شخصیت ؤ.
نوموړی د تیمور شاه د سلطنت پر مهال افغانستان ته راغلی . هغه په د غه سیمه کې د اسلامي ښوونو بنسټونه کیښودل ، او د سیمې خلکو ته یی د نورو ټولنیزو ښیګڼو تر خوا د تعلیم او تربیې په برخه کې خورا د پام وړ خدمات تر سره کړل. په همدې اساس د کامې د ولسوالۍ هغه سیمې ته چې د نوموړي مبارک مرقد پکې دی او د هغه مبارک اولاده پکې اوسیږي د وخت حکومت رسماً د ورثه فقیر صاحب  نوم ورکړ.
حضرت فقیر صاحب  د حضرت سید محمد مراد صاحب رحمه الله زوی، د حضرت سید محمد صاحب رحمه الله لمسی او د حضرت سید محمد ابراهیم بغدادي صاحب رحمه الله چې د بغداد د جیلانیه د ساداتو څخه ؤ، کړوسی دی.
چی د نسب سلسله یی حضرت علي رضي الله عنه ته رسیږي.
دا چی څنګه د دغه کورنۍ لمن د بغداد نه افغانستان ته راخوره شوې پدې هکله محمد صاحبزاده رحمه الله په ” اکسیر القلوب ” کې لیکلي:
د اسلام د مبارک دین د تبلیغ او نشر په موخه حضرت سید محمد ابراهیم بغدادي صاحب رحمه الله د بغداد د ښار نه کشمیر ته وکوچید او هلته یئ واده وکړ او استو ګنه یئ غوره کړه.
چې مبارک مرقد یئ هم د کشمیر د پانپور د قصبې د دوسې په سیمه کې دی.
د فقیر صاحب نیکه او پلار هم په کشمیر کې دنیا ته راغلل چې د وخت په تیریدو بیا د فقیر صاحب پلار حضرت سید محمد مراد  د کشمیر څخه د پیښور یوسفزو بار حسین نومې سیمې ته چې هغه وخت د هندوستان د قلمرو برخه وه راوکوچیدل.
( اکسیر القلوب )

حضرت فقیر صاحب دوه ورونه درولودل ، کشر ورور یئ عبدالشکور نومیده نوموړی د طالب العلمۍ پر مهال چې د ځوانۍ دوره یئ وه وفات شو، مشر ورور یئ حضرت عبدالرحیم صاحب نومیده. چی د اکسیر القلوب په حواله نوموړی په ظاهري او باطني علومو سمبال او د خپل وخت مقتدر استاد ؤ، یوه لور یئ هم وه چې خپل یو ممتاز شاګرد ته یئ په نکاح کړه. د لور د خوا اولاده یئ د کامې ولسوالۍ د لنډه بوچ د سیمې اخند زادګان صاحبان دي . د یادولو وړ ده چې حضرت مولانا عبدالرحیم صاحب د ۱۲۲۸ کال د جمادی الاخر په شلمه ۲۰ نیټه وفات شو او مرقد مبارک یئ د کامي د لنډه بوچ په سیمه کې دی . ( اکسیر القلوب )

د فقیر صاحب اولاد:
فقیر صاحب درې ۳ ځامن درلودل چې کشر زوي یئ حضرت غلام حیدر صاحب ،  مشر زوی یي حضرت سید علي صاحب  نومیده چې هغه هم د تالیفاتو خاوند ؤ. منځونی زوی یئ حضرت مراد علي صاحبزاده وو.
دا وه د مراد علي صاحبزده شجره نسب.

د مراد علي صاحبزاده ليکلي آثار:
تفسیر یسیر:  حضرت مراد علي صاحبزاد ۱۵۰ كاله پخوا قرآن عظيم الشان په دوو ۲ ټوكو كې په سیمه یزه لهجه پښتو ته وژباړه چې څو ځلي په كلكته او پېښور كې خپور شوى دى، تفسير یسير چې په پښتو ژبه لومړنى ليکل شوى تفسير دى د هغه د تصنيفاتو غوره بيلګه ده. چې د هیواد په سطحه مینوال لري، او په کندهار ولایت کې بیا ځانګړی شهرت هم لري.

د تفسیر د لیکلو نیټه او سرچینې یئ:
د حضرت مراد علي صاحب د لاندې دري نظم څخه جوتیږي چې د تفسير يسير  د لومړي جلد لیکل  په  میاشت کم نهو کلونو  کې پاې ته رسیدلي (١٢٨٢-١٢٩١). نوموړی همدا راز په لاندې نظم کې هغه مدارکو ته  اشاره کړې چې د تفسیر او ترجمې پر  مهال یئ ترې ګټه پورته کړي.

” صد هزاران حمد ګويم از خداوند نصير
آنکه آسان ميکند بر بنده ګانش هم عسير
از خداوندى که محض او فضل خود توفيق داد
بهرم از تصنيف اول جلد تفسير يسير
من ز بيضاوى، مدارک ، احمدى هم از وجيز
وز جلالين و حسينى اخذ وى کردم چو شير
ختم شد در ماه کم نه سال تصنيفش به خير
خالقا اين سعى را با لطف خويش از من پذير
سال صاغر، ظهر شنبه، پنجم ماه صيام
دارم از وهاب اميد عطاهاى کثير
خاصه حب ذات و رضوان مغفرت قلب سليم
هم حيوة جاودان اخلاص و صدق مستنير
ګرچه تو بس شرمسار و رو سياهى اى مراد
او رحيم است و کريم و دل نواز هرحقير “

د تفسیر یسیر چاپ:
کله چې مراد علي صاحبزاده د تفسیر یسیر لیکل پوره کړل نو خپل زوی  مولوي محمد صاحبزاده ته یئ دغه د تفسير يسير قلمي نسخه چې دوه ۲ جلده وه، وسپارله  او د هغه سره امانت پرته وه د یو څه وخت په تيريدو سره وروسته د محمد صاحبزاده مشر زوى حاجي عبدالكريم صاحبزاده ته محمد صاحبزاده وصيت وكړو چې دغه تفسير يسير چاپ كړه هماغه ؤ چې حاجي عبدالكريم صاحبزاده دتفسير د چاپولو په خاطر پیښور ته ﻻړو او شپږ (۶)مياشتي یئ په پيښور كې تيرې كړې او دغه تفسیر يئ  (۱۰۰۰) ټوکه چاپ كړو چې ددې جملې څخه يئ (۶۰۰) ټوکه په پښتونخوا كې وړيا وویشل او (۴۰۰)جلده يئ كامې ته راوړل او په ديني علماو يئ تقسيم كړل چې اوس به هم د هغه وخت علماو په کورنو كې دا تفسير موجود وي.

استاد قيام الدين خادم چى د مور له خواد  مراد علي صاحبزاده له كورنۍ څخه دى ، د تفسير يسير په باره كې داسې رايه څرګنده كړې ده :

” د پښتنو  په نقاطو كې يې له حده زيات شهرت موندلى دى . دغه وجه ده چى ډېرو خلكو په پښتو كې د تفسير يسير په رقم د تفسيرونو جوړولو كوښښ كړى دى . چاپ  هم دي . مګر هغه شهرت او مقبوليت چې د تفسير يسير نصيب شوى دى د بل نصيب نه شو .
مراد علي صاحبزاده لومړنى پښتون دى چې په پښتو  ژبه ېي د ټول قرآن تفسير ليكلى دى ” .

استاد بختاني خدمتګار ( تفسیر یسیر د پښتو نثر خورا ارزښتمن کتاب)

د پښتو شعر نمونه یئ:
صاحبزاده د ( الصَّابِرِينَ وَالصَّادِقِينَ وَالْقَانِتِينَ وَالْمُنفِقِينَ وَالْمُسْتَغْفِرِينَ بِالْأَسْحَارِ )
د پورته ایت د تفسیر پر مهال یو نظم کښلی چې په هغه کې یئ یادونه کړې چې د یادو الفاظو څخه مراد حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) او خلفاء راشدین دي.  نظم پدې ډول دی:

دا نکته عجیبه واوره که فهیم یئ طلبګار
چې پدې پنځه الفاظو دې مراد پنځه اخیار

په صابر کې اشارت دی و رسول ته چې دی تل ؤ
ډیر صابر  په بار د وحې په توفیق د کردګار

په صادق کې اشارت دی و صدیق ته چې فرید ؤ
دی په صدق او یقین کې ځکه دا شو یار د غار

په قانت کې اشارت دی و فاروق ته چې دی ډیر ؤ
د خالق فرمان مننونکی ځکه دا شو دوره دار

په منفق کې اشارت دی و عثمان ته چې مدام ؤ
دی سخي په ډیرو ورکړو د دولت د حق په لار

مستغفر کې اشارت دی و حیدر ته ځکه تل ؤ
په طلب د مغفرت کې دا صاحب د ذولفقار

الهي ددوي له مخه سعادت د دواړو كنو
روزي د مراد علي کړې هم نصیب یئ کړې د پلار .

د مراد علي صاحبزاده وفات:
صاحبزاده صاحب د (٧٤) کالو په عمر په (١٢٩٧) هجري قمري کال له دې فاني دنيا څخه دتل له پاره سترګې پټې کړې،  روح یئ ښاد او یاد یئ تل  .

یادونه: د مراد علي صاحبزاده پر نوم په(١٣٤٣)لمريز کال په کامې ولسوالۍ کې يوښوونځى ونومول شو چې وروسته ليسې ته لوړ شو، او په ننګرهار کې دوهمه لیسه شوه.
او اوس هم دغه ليسه د مراد علي صاحبزاده پر نوم ياديږي .