منظور پښتين : په پارلمان کي که مو ږغ پورته سي که نه، خپلي مبارزې ته دوام ورکوو
Aziz Rahman Hazim
د پښتون ژغورني غورڅنګ يا پي ټي ايم مشر منظور پښتين وايي، ترهغو به خپلي مبارزې ته دوام ورکوي ترڅو چي يې غوښتني نه وي منل سوي.
د نوموړي په خبره، زموږ غوښتنو ته تراوسه چا پام نه دی کړی، راو انور ته سزا نه ده ورکړل سوې، وزيرستان لا هم د ماينونو ډک دی، پښتانه ځوانان لاتراوسه لادرکه دي او د خپلسرو وژنو لړۍ لا هماغسي دوام لري.
منظور پښتين چي پر فيسبوک په ژوندۍ بڼه ږغېدی وويل، چي په پارلمان کي که ددوی ږغ پورته سي که نه دوی به د خپلو غوښتنو لپاره مبارزه کوي.
د پاکستان په انتخاباتو کي د پښتون ژغورني غورځنګ دوه مشران محسن داوړ او علي وزير پارلمان ته کامياب سوي دي. نوموړو ژمنه کړې ده چي د پښتنو د حقوقو لپاره به په پارلمان کي اواز اوچتوي.
خو د منظور پښتون له خبرو داسي مالومېږي چي دا مبارزه ولسي ده او که په پارلمان کي يې څوک خبره وانه وري هم به خپله مبارزه جاري ساتي.
دوې ورځې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره سوه چې په بنو کي دوو ځوانانو یوه سپي ته د تحریک انصاف ګوند بیرغ ور اغوستی او بیا یې په ډزو وژلی دی. د بنو پولیسو دغه دوه ځوانان د حیوان د وژلو په تور ونیول. منظور پښتین په خپله وینا کي دې پېښې ته په اشارې سره وویل:
داچي د يو سپي قاتل نيول کېدای سي، نو همداراز دي د انسانانو قاتل راو انور، په قبايلي سيمو کي پوځي قاتلين چي څومره ظلم يې کړی او بې شمېره اولسي وګړي يې وژلي دي بايد ونيول سي او سزا ورکړل سي.