کور / راپور / ارزګان:د سولي جام په نوم پیل شوي۳۲  ورځنۍ سيالۍ پاي ته ورسيدي

ارزګان:د سولي جام په نوم پیل شوي۳۲  ورځنۍ سيالۍ پاي ته ورسيدي

په ارزګان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د امريت بي لوبډلي په بريا پاي ته رسيدلي.

مسولين له تجارانو غواړي چې ورزشي برخي ته پاملرنه زياته کړي او ځوانانو ته د لوبو کولو زمينه برابره کړي.

لوبغاړي د لوبو په کولو غوښتنه دي او له نورو ځوانانو هم غواړي چې ورزش ته مخ کړي.

ارزګان کې د سولي جام په نوم پیل شوی ۳۲ ورځنۍ ټورلمينټ تيره شپه ناوخته پای ته ورسيدي.

مسولين وايي يادي سيالۍ چې ۱۶ لوبډلو ترمنځ يي ۳۲ ورځي دوام وکړي پکښي امريت لوبډلي لومړۍ،توفان لوبډلي دوهم او الف  لوبډلي پکښي دريم مقام خپل کړي دي.

ددغه ولايت د بدنې روزنې امر قدرت الله الفت وايي د يادو لوبو څخه يي هدف د ورزش وده او د ځوانانو په منځ کې يوالۍ وه.

هغه له ملي تجارانو وغوښتل چې ورزش ته پاملرنه زياته کړي او لوبغاړو ته د لوبو کولو زمينه برابره کړي.

له دي سره يو شمير ځوانان هم خوښ دي چې ورته د لوبو زمينه برابره شوي ده.

دوی له نورو ځوانانو غواړي چې له نشی توکو کارونې پر ځاي ورزش ته مخ کړي.

لوبغاړی وايي د يادو لوبو پر مهال يي زيات څه زده کړي چې د نورو لوبو کې به ورڅخه ګټه واخلي.

دوی هم له ملي سوداګرو غواړي چې د ورزش په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

ارزګان کې تل لوبغاړي د لوبو کولو لپار د مناسب ځاي د نشتون څخه سر ټکوي او غوښتنه کوې چې دولت دي په دغه ولايت کې د لوبغاړو لپاره يو لوبغاړي جوړ کړي.

راپور : احسان الله ولس يار