کور / شعر / ډالۍ : زخمي غزني ته !

ډالۍ : زخمي غزني ته !

تیاره سالاره !

ښکلی غزنی د ړنګاوه هلته دې شور واچاوه

نه شرمیدې چې د محمود ګور ته دې اورواچاوه

دتیارې زویه ولې ولې لیوني غوندې شوې

نه پوهیدې چې یولوی غم دې بیا په مور واچاوه

دسنایي ژړادې ناوریده جاهله یاره

دخدای قرآن ته دې دده په مخ کې اور واچاوه

دشر اوشورپه مینه مسته دتیارې خیرنه

ولي دې داسې لوی ماتم بیا په خپل کور واچاوه

پرغزني غم غورځول غواړې دغلام غلامه

په توره ، تُوره  دتورې تیارې زور واچاوه

کوم سومنات دې فتحه کړی و چې پرې غره وې ؟

تاخو دخپل تاریخ عزت ته لوی پیغور واچاوه

دخیال تاووس مې دغزني په ګنډوالوکې مړدی

محموده !  ناورې څه ماتم مې زخمې خور واچاوه

دخدای له پاره نور له دغه لیونتوبه تیرشه

تاخو دجهل په توپان کې افغان نور واچاوه

ع : رشید

د ۲۰۱۸ کال د اګست ۱۰