کور / راپور / چارواکي:ارزګان کې د بريدونو پر مهال ۳۰ وسله والو ته مرګژوبله اوښتي ده

چارواکي:ارزګان کې د بريدونو پر مهال ۳۰ وسله والو ته مرګژوبله اوښتي ده

ارزګان کې امنيتي چارواکي وايي ددغه ولايت په مرکز ترينکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال ۱۲ وسله وال وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

په ارزګان کې د څلورمي پلۍ ليوا څخه په راليږل شوي خبرپاڼه کې ويل شوي چې افغان ځواکونو د بهرنيو ځواکونو په ملتيا په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د ترينکوټ دهراود د لاري د خلاصولو په موخه عمليات ترسره کړي دي چې پر مهال يي ۷ وسله وال وژل شوي دي او ۱۳ نور ټپیان دي.

خبرپاڼه وايي چې افغان ځواکونو د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ  کې هم د وسله والو طالبانو پر يو شمير پټنځايونو هوايي بريدونه ترسره کړي چې پر مهال يي ۳ وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

سرچيني همداراز ليکلي چې د افغان ځواکونو په توپچي بريدونو کې د مرکز ترينکوټ اړوند کوټوالو سيمه کې ۲ وسله وال وېل شوي دي.

خبرپاڼه زياته وي چې د يادو عملياتو پر مهال افغان ځواکونو او ملکي خلګو ته کوم زيان نه دي اوښتي.

وسله والو طالبانو په يوي خپره کړي خبرپاڼه کې ويلي چې ملګرو يي د مرکز ترينکوټ اړوند سرخوم او يو شمير نور سيمو پر ميشتو امنيتي پوستو بريدونه کړي دي چې پر مهال يي ۱۸ افغان سرتيري وژلۍ او ۶ نور يي ټپیان کړي دي.

ارزګان کې په دي وروستيو کې يو ځل بیا جګړو زور اخيستي دي او د مرکز ترينکوټ په ګډون په يو شمير ولسواليو کې افغان ځواکونه د وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

راپور: احسان الله ولس يار