کور / طنز / راتلونکی ولسمشر

راتلونکی ولسمشر

د پولیتخنیک په لویه خیمه کې داسې ګڼه ګونه وه تابه ویل لکه چې مچان د کوټي پر ښوروا  راغونډ شوی دی  ، شورماشور وو چا د چا نه اوریدل خدای دي مې غاړه نه بندوي،  هغه د د رواغجن په وینا پينځه زره کسه  خووه  چې وه ،د مایکروفون نه په  راوتلي  یوږغ سره  چې ویل یې: پام! پام!
 ټول چوپ او پر څوکیو غلي کیناستل  او د شا  دبې څوکیو کاندیدانو   سترګې د خالی څوکیو پسی  راوتلي وې. پر څو څوکیو لا پټوان اوار وه او د چا انتظار يې کاوه .
 زه هغو ته ښه ځیر شوم. دچا توري غوړې څوڼې ول ول پر  اوږه پرتې وې ¸د چا  ګڼ ویښتان،  دچا سکوښتلی وېښتان، څوک نیم  پک، دچا سر لکه کډو غوندی صفا ، چا لونګی ،چا لنګوټه ، چا قره قلی ،چا پکول ، چا روسی خولی د چا چارخول لرونکی لونګي ، چا رغچینه په سر په امیدد ولسمشری ناست وه.
 د ټاکنو مشر د کړنلا ري په هکله هغو ته خبری کولې . تر شا یې د زورورو هیوادونو سفیران او د زورورو میلتونو استازی ناست او پزې ېې پورته نیولي وې او سترګې يې لکه بالټی لرونکي نانزکې ژر ژر رپولې
د  کمیسیون مشر  وویل:  موږ یو لړ پوښتني کوو  که چا درواغ وویل هغه بین المللی  محاکمې ته ور پېژنو .
دا چې شمیر ډیر دی  نو  هر یو دی خپله خانه( عمل) ووایي؟


چا ویل زه شرابي یم، چا ویل زه تریاکي یم،  چا ویل زه چرسي یم، یو له شا نه نارې کړی زه پوډري یم، بل ویل زه نصواري یم بل ویل زه خمارې یم…


د کمیسون مشر خوشاله شو او له ځانه سره یې ویل ګوندې ټوله ووځي او دا مشکل به  مې حل شي.


د  کمیسیون مشر  وویل: هغه څوک چې کومه خانه نه لري هغه دی لاسونه پورته کړی!
یوازې سلو نفرو لاسونه پورته کړل
د  کمیسیون مشر سر وښوراوه  او ويي  ویل: تاسو پوهیږئ!  چې  وايي بې عمله سر کډو دی نو بې عمله کډوان  رخصت دي.
 ټوله بې عمله  له ځایو  ولاړ شول  او په غوم غوم له خیمې ووتل.
د تالندې غورا شوه د شا کاندیدانو لخواتشی څوکۍ ډکې شوې.
 پاته شوی کاندیدان  د خوشالی په کالو کې نه ځایده  او د بری  او سوبې خندا يې  پر شونډو خپره وه  تا چې ویل پانی پت یې فتح کړی وي ان  یو، یو لا  لکه د آس بیاڼ  بې هدفه پورته پورته غورځیدل او ویل يې دا ده د عمل ګټه.
 د  کمیسیون مشر  په  دویم پړاو کې وویل:
څوک څه کمال لري؟ خپل کمالونه ووایاست؟
یو ویل زه رښتیا ویلای نه شم ،بل ویل په بوی نه پوهیږم . بل ویل پزه نه لرم، بل ویل زه د مرغانو ږغونه  ایستلای شم، بل ویل زه په خلاصو سترګو ویدیږم، بل ویل زه بیخي نه ویدیږم .بل ویل  زه د سپي غوندی غپلای شم…


د  کمیسیون مشر  وویل: نو هغه چې کمال نه لري رخصت دي!
بیا  دسلو تنو په شاوخوا کې کاندیدان انډی انډی ووتل.
یو بل چې د مچانو د شړلو زغم یې نه درلود په پور يې یو نیولی وو چې د هغه نه مچان وشړي چې که  ولسمشر شو هغه  به د آریانا هوايي شرکت  رییس کړی له ځایه ولاړ شو اود نوکر سره په شخړه شخره او بې آبي   بهر ووت.


د شا ولاړو کاندیدانو  د تشو څوکیو خواته   په منډه شول او هغه یې  ډکې کړې.
درېیم پړاو پیل شو
 د  کمیسیون مشر بیا لکه کولنګی چرګ ودرید تر شا یې  سفیرانو ته وموسل او ويي  وویل:
څوک چې بې شرمه دي هغه دي لاسونه پورته کړي !
یوسل  تنه د حریفانو  له شرمه  د سترګو په رپ کې بهر ووتل
بیا یو نرګټه چې ډیر تیز او توند بوی ترې لټیده په ناز او نخرو بهر  ووت ورپسی یو ګريوان شلیدلی یو ځړیدلی بریتو  او یو چې پایڅې يې بډوهلي وې  په خواشینی او ښکنځلو ښکنځولو ه له خیمې ووتل.


د  بیا د تالندې غورا شوه  دشا خلکو د هغوی تشې څوکۍ ډکي کړې.
د  کمیسیون مشر  وویل : رښتیا ویونکي دي لاسونه پورته کړي؟
بیا سلو تنه لاسونه پورته کړه.
د  کمیسیون مشر  وویل: رښتیا ویلونکی رخصت دي.
یو څو چې سترګې یې له خښمه  له کوګله راوتلي وې له خیمې بهر ووتل یو چې په خیالې اسمانو کې يې چکر واهه او لوړو تاپو پوستونو ته یې نفر غوره کول  یوه جټکه وخوړله   او په منډه  چټک له خیمې بهر ووت.
 دپاته شوی کاندیدانو د یو بل سره لکه راغلو سفیرانو پس پوسی وو
ځینو  پښه پر پښه اړولی او په خیال کې يې  تلویزیوني وینا وی   برابرولې


د  کمیسیون مشر  وویل: څوک افغانان دی
زرو تنو په ویاړ په خوشالی  لاسونه پورته کړه
د کمیسیون مشر وویل : هغوی مو په کار نه دی هغوی دي له خیمې څخه ووځئ.
بیا ګور سو یوه ډله ووتله او د شا خلکو د هغو تشې څوکۍ ونیولې.
دکمیسیون مشر په دی هم دزړه سوده ونه شوه . د زورورومیلتونو د رییس د نورو سفیرانو سره  لکه چرګه   د چرګوړو سره کورکهاری  وو یو وار به یې یو په تونګه واهه بیا بل
د امریکا سفیر لکه بازاری غل کرار لاسونه  سره ومښل د هغو له منځه راووت  د غوږ شا یې وګراوه او ویي ویل :
انسانان دی لاسونه پورته کړي!
پاته کاندیانو چې غوږونه بوڅ نیولی وه ترپکی او دربنجکی کړی او ټولو لاسونه پورته کړه


سفیر وویل :تاسو هم مهربانی وکړی خیمه خوشی کړئ
ټوله په ویش ویش  انډی انډی له خیمې ووتل
 خیمه تشه شوه یوازې یو نفر لکه بې مقتدیانو ملا  په لومړی کتار کې غلی ناست وو
د کمسیون مشر له خوشالی لکه اوزګړې پر څوکیو ودریدځان يې ورکړوپ او په بد ګمانی یې   له هغه څخه وپوښتل :
 وروره !تاسو انسان نه یاست؟
 هغه کرار کرارپه لارغي يې توګه  ولاړ شواوپه غوڅو غوڅو  کلماتو  یې وویل :
زه- روبوټ – یم