کور / راپور / په کابل کي د ملي امنيت پر روزنيز مرکز بريد سوی دی

په کابل کي د ملي امنيت پر روزنيز مرکز بريد سوی دی

وسلوالو په کابل کي نن سهار لس بجې د ښار په پنځمه امنيتي حوزه کي د ملي امنيت پر يو روزنيز مرکز بريد کړی دی.

بريد روزنيز مرکز ته څېرمه له يوې نيم کاره ودانۍ څخه سوی او لا هم وسلوال بريدګر په ياده نيمه ودانه تعمير کي پر امنيتي مرکز ډزي کوي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو سلاکار حشمت ستانکزی وايي، چې بریدکوونکي د پنځمې امنیتي حوزې په کلا وزیر سیمه کي یوې نیم‌کاره ودانۍ ته دننه سوي او له هغه ځای څخه د ملي امنیت پر یو مرکز ډزې کوي.

د ستانکزي په وینا، افغان امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي او د پېښې ځای یې کلابند کړی دی.

تر اوسه په پېښه کي د مرګژوبلي په هکله څه نه دي ويل سوي.

تر دا مهاله د  افغان ځواکونو او وسلوالو  ترمنځ نښته روانه ده او په سیمه کي د سپکو او درنو وسلو غږونه اوریدل کیږي.

تیره ورځ هم د کابل په دشت‌ برچي سیمه کي  پر اولسي  ښوونیز مرکز  خونړی ځانمرګی برید وسو. چي ۳۴ تنه يې ووژل او ۵۶ تنه پکي ژوبل سول.

د کابل د نني وسلوال بريد مسؤوليت تراوسه کومي ډلي پر غاړه نه دی اخيستی.