کور / خبرتیا او پيغامونه / ددوستی فرهنگی ټولنې د اختر مبارکی پيغام

ددوستی فرهنگی ټولنې د اختر مبارکی پيغام

سويډن – مالمو

د۲۰۱۸ ز کال داگست ۲۱

ددوستی فرهنگی ټولنې دمبارکی پيغام

خلگ وايي چي راغلی بيا اختردی / داپه چاباندي اختردی خداي خبردی

استاد پژواک

درنودوستانو اخترمو بختورسه !

وطنداران مسلمان ومتدين !

حلول عیدسعید قربان رابه همه شماوسایرمسلمانان جهان از صمیم قلب تبریک وتهنیت عرض نموده ،از بارگاه ایزدمتعال یک افغانستان باامن ومرفع استدعامينمایم .

اجازه راکړی په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوټولوغړوپه استازيتوب ، تاسو شرافتمندو افغانانو،ستاسو درنوکورنيواوټولواړوندانو ته د لوي اختر د را رسیدو په مناسبت د زړه له کومې مبارکی اونېکې هېلې وړاندي کړم .

سپېڅلو،متدینو او پتمنو هيوادوالو!

پدې پوهېږم چې زماږ په هيوادکي اختر هغه اخترنه دی چې په کورونوکي دنووکاليواونکرېځودخوښيو اوخندا ډکي خبري کېدلې ،له بده مرغه زموږ دهيواد غوځ اکثريت دکورنيو اوبهرنيودښمنانودافغان وژونکی اوورانوونکي جگړې له امله دغم پر لمڅي ناست او اخترترينه هيردی . ځکه خو په حقيقت کي دچاپرخوله دمبارکی خبره نه راځی.

زموږ ولس وايي دادچا اختر ؟

موږ اخترنلرو  .

موږ دغم پر پېڅول ناست په کومه بهانه اوکومه خوله وخاندو!!!

دپاکستاني چارواکو،ايراني اخوندانو او نوروافغان دښمنودبربنډو لاسوهنوپر بنياد طالب ، داعش اونورووسله والو منفورواوقاتلو ډلوپوسيله ددې په نوم چې افغان وژنه ،ورانۍ اوماشومانوسرونوپرېکول ،ځانمرگی بريد او انفجار جهاد دی ،ددوي  په وينادبېگناه انسانانوقاتلانو اووژونکوپر وړاندي دجنتونودروازې پرانستل کيږي ،هره ورځ په لسگونوبې گناه انسانان د قدرت دتږواوهمدې لعنتي گاونډو روزل سوو نوکرانولخوادخپل خداي ورکړی ژوند نه محروم  اوپه شهادت رسېږې .دتېري اونی دغزني ،کابل ،روزگان دردونکی پېښي چې په زرگونه کورنۍ یې دغم پر لمڅی کښېنول یې نه هېرېدونکې بېلگه ده .

دادهمدوي کړنې دي چې زموږ ولس اخترونه نلري اوخوښيوددوي له کور اوکهول نه گډه کړې ده .

متاسفانه پرخپل ځاي پاته د نامنلويوشمېردولتي چارواکوپه شتون اودبلي خوا په کور دننه کښي دملي گټوپرخلاف دپرديوپه گټه اولمسون ،سياسي سيالی اوښکر په ښکر کېدلوپه پايله کښي  به  زموږ هيواد اوهيوادوال  يوځل بيا ديوې لويي ملي غميزي اوناخوالي سره لاس او گرېوان وي .

دافغانستان د اوسنيوشرايطواونامعلوم سياسي بهير،دکورينو چارواکواونړوالي ټولنې سرگردان اونامعلوم گنگ سياست له امله زموږ ولس دټول هيوادپه کچه له  مختلفوچلنجونو، گډوډيو،امنيتی گواښونواونا اميديو سره مخامخ  دی .

خوپر لوی څښتن باندي په توکل سره  پردې ډاډه  يوچې  يوه ورځ به  زموږ دهيوادوالوله غولي نه دغم اوناورين لمڅۍ ټول اوداپر اسلام ،مذهب،ژبې اوتوکمی توپير باندي سوداگر چي دافغان ولس په خواريو، زورونې، غمونواوافغان دښمنه گاونډيانوته په چوپړکښي خپله اودخپل  بهرنی بادار راتلونکې ويني  ددې غيرتی ولس دنفرت اوکرکی له امله ورک اومختوری سی  .

لاسونه  لپه کوم او د لوي اوبې نيازڅښتن له درباره څخه تاسوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته  دلوي اختر د مبارکيو په ويلوسره ددې نېک مرغه ورځو په برکت د خوښ،نېکمرغه  اوهوسا ژوندپيلېدوهیله کوم .

خداي دې وکړی چې ډير ژر دداسې يوې ورځې شاهدان اوسو کوم چي زموږ زورېدلی اوغمځپلۍ ولس  ديوخپلواک  او سوکاله افغان په توگه ،چي  پرخپلو پښو ولاړ اودنړيوالوسره دټولنيز ژوند په بېلابېلوبرخوکښي دسياليوجوگه وي څښتن سی .

دڅښتن تعالی له دربارنه هيله منديم  چي ټول افغانان  دیووالي اوملي تفاهم دعينی گټوپه پوهېدوسره دملي گډزيار اوزحمت په برکت  دسرفرازی اوبريالتوب ورستيو مرحلوته ورسېږي .

پدې هېله چي ددې وطن هر وگړۍ اختر ولري ،هره ورځ یې اختر او اختریې بختور وي  .امین یارب العالمین

په سويډون کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې په استازيتوب

حبيب الله غمخور