کور / راپور / اروزګان:د هندوستان هيواد لخوا څخه د مرسته شويو غنمو د ويش لړۍ پیل شوه

اروزګان:د هندوستان هيواد لخوا څخه د مرسته شويو غنمو د ويش لړۍ پیل شوه

اروزګان کې د جګړو ځپلو او هغه کسانو سره چې د وچکالۍ له امله يي زيان ليدلی وو د هندوستان هيواد لخوا څخه د راليږل شوو ۱۸۶۸ ټنه غنمو د مرستي وېش پيل شو.

چارواکي وايي، د غنمو ياده  مرسته به هغو کورنيو ته ورکول شي چې د جګړو له امله يې زيان ليدلی وي .

هغه کسان چې ورته غنم د مرستي په توګه ورکول شوه خوښ دي او د نورو ګاونډيو هيوادونو څخه غوښتنه کوي چې افغانستان ته د وسلو او باروتو پر ځای خوراکي توکي وليږي.

د هندوستان هيواد لخوا څخه  افغانستان ته د ۱۵ زره ټنه غنمو له برخي څخه د يکشنبې په ورځ په اروزګان کې ۱۸۶۸ ټنه يې د جګړي پر زيانمن شويو او نورو اړو کورنيو وويشل شوه.

د اروزګان د ولايت مقام مرستيال عطاءالله فضلي وايي، ياد غنم څه موده وړاندي د هندوستان هيواد لخوا څخه افغانستان ته د مرستي په توګه ورکول شوي وه.

 نوموړی زياتوي چې ياد غنم به هغه کورنيو ته د مرستي په توګه ورکړي چې جګړو ځپلي وي او ياهم د وچکالۍ له امله يي زيان ليدلی وي.

دفضلي په وينا چې په راتلونکي کې به شاخوا ۸ زره ټنه نور غنم هم ارزوګان ته راورسېږي، څو پر غريبو او بې وزله کورنيو ووېشل شي.

په اروزګان کې د طبعي پېښو پر وړاندي د مبارزې رياست مسولين وايي، د هندوستان لخوا څخه مرسته شوي غنم به د مرکز ترينکوټ تر څنګ په ۴ نورو ولسواليو کې هم پر جګړه ځپلو وويشل شي.

په اروزګان کې د طبعي پيښو پر وړاندي د مبارزې رياست رئیس عصمت الله فيض زياتوي چې د پوليسو په ليکو کې د قربانيانو کورنو ته به ۲۰۰ کيلو ګرامه او نورو کورنيو ته به ۱۰۰ کيلوګرامه ورکول شي.

هغه وايي د وېش دغه پروسه يي شفافه ده اوپر مستحقو کسانو به يې ووېشي.

له دې سره هغه کورني چې د غنمو دغه مرستي يې ترلاسه کړي دي زياتوي چې جګړو سخت ځپلي دي او نورو دغه ډول مرستو ته هم سخته اړتيا لري.

دوی د هندوستان هيواد لخوا څخه په مرسته شويو غنمو خوښ دي او د نورو ګاونډيو هيوادونو څخه هم غوښتنه کوي چې افغانستان  سره دي د وسلو پر ځای د خوراکي او نورو هغو توکو مرسته وکړي چې خلګو ته يې ګټه رسيږي.

ياد غنم چې د هندوستان هيواد له لوري د چابهار بندر له لاري افغانستان ته د مرستي په توګه ورکول شوي دي د اروزګان په ګډون د افغانستان په نورو ولايتونو کې هم پر بېوزلو او غريبو کورنيو باندي ويشل شوي دي.

اروزګان د افغانستان يو له هغه نا امنه ولايتونو څخه دی چې د جګړو له امله په زرګونه کورني له خپلو سيمو څخه نورو سيمو ته ګډه شوي اولاهم نورو مرستو ته اړتيا لري.

راپور: احسان الله ولسمل