کور / راپور / بلوڅ قومي مشران وايي، چي چارواکي ددوی پر غوښتنو غور نه کوي

بلوڅ قومي مشران وايي، چي چارواکي ددوی پر غوښتنو غور نه کوي

دا څرګندوني بلوڅ مشرانو نن د بلوڅو او پښتنو دپیوستون د ورځي په مناسبت غونډه کي وکړې.

دغه غونډه چي د پنجشنبې په ورځ د کندهار په ولايت مقام کي جوړه سوې وه مرستيال والي عبدالحنان منيب ، په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستيال حاجي اغالالي دستګيري، د بلوڅو د قوم د شورا رئيس مولوي سيداحمد غفوري، د يو شمېر دولتي ادارو سکتوري رئيسانو، دکندهار پوهنتون استادانو، د بلوڅو او پښتنو د قومونو استازو او ځوانانو پکي ګډون کړی وو.

مرستيال والي وويل : دغه ورځ د ۱۳۲۸ لمريز کال راهيسي لمانځل کېږي، نوموړي د دغه ورځي مبارکي ټولو پښتنو او بلوڅو قومونو ته وويل او هيله يې څرګنده کړه چي پر دواړو قومونو پوري نېکمرغه سي .

نوموړي زياته کړه : دغه دوه لويو او بهادرو قومونو لکه پښتانه او بلوڅ د تاريخ په اوږدو کښي خورا ژوري اقتصادي، سياسي، فرهنګي او مذهبي اړيکي لرلي دي، پردې سربېره دواړو قومونو د ازادۍ اخيستلو په لار کښي نه هېرېدونکي قربانۍ ورکړي .

ښاغلي منيب د پښتنو او بلوڅو د قومونو له مشرانو څخه وغوښتل چي د خپلو مشترکاتو له مخي متحد و اوسي او له روان محکوميت څخه د خلاصون لپاره دوامداره مبارزه وکړي څو دغه قومونه د نړۍ له نورو قومونو غوندي پرمختللی، هوسا او ارام ژوند ولري .

په ټولنيزو چارو کښي د ولايت مقام مرستيال حاجي اغالالي دستګيري هم د دغي ورځي مبارکي دغو دواړو قومونو ته وويل او زياته يې کړل : پښتانه او بلوڅ هروخت متحد اوسېدلي، يو بل ته يې لاسونه ورکړي، د دښمن په وړاندي يې سخته مبارزه کړې او د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره يې برحقي مبارزې ته دوام ورکړی دی .

په غونډه کښي د پښتنو او بلوڅو د قومونو مشرانو او د کندهار پوهنتون استادانو هم ويناوي وکړې او د دغه ورځي مبارکي يې ټولو پښتنو او بلوڅو ته وويل او د دواړو قومونو پر يووالي او اتفاق يې ټينګار وکړ .