کور / راپور / چارواکي:پر وسله والو طالبانو يي هوايي او ځمکنۍ بريدونه زياته کړي دي

چارواکي:پر وسله والو طالبانو يي هوايي او ځمکنۍ بريدونه زياته کړي دي

اروزګان کي سيمه ييز امنيتي چارواکي وايي د بهرنيو او افغان هوايي او ځمکنيو ځواکونو په بريدونو کي لسګونه وسله والو ته مرګژوبله اوښتي ده.

ولايتي چارواکي هم وايي افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو د بريدونو مخه نيولې او هغوی ته يي سخته ماتي ورکړې ده.

دارزګان ولایت امنیتي مقامات وايي چي په دي ورستیو کي يې پروسله والو طالبانو هوايي بریدونه ډير کړي دي.

ددغه ولایت امنیه قوماندان ډګروال محمد معروف احمدزی وايي، چې داروزګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کي افغان او بهرنیو ځواکونو دهوايي  او ځمکنيو بریدونو پرمهال لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اړولي ده.

نوموړی وايي د تيرو څو ورځو عملياتو پر مهال۳۱وسله وال وژل سوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د اروزګان امنيه قومندان وايي دافغان ځواکونو عملياتو پر مهال د وسله والو طالبان يوه قرارګاه او نور وسايط هم له منځه وړل سوي دي.

داپه داسي حال کي ده چي په دي وروستيو کي وسله والو طالبانو هم د افغان ځواکونو پر ميشتو پوستو وخت ناوخت نښتي کوي چي له امله يي دواړو لوريو ته مرګژوبله اوړي.

ددغه ولايت مرستيال والي عطاءالله فضلي هم د وسله والو طالبانو پر وړاندي د افغان سرتيرو د ورستيو سرښندنو ستاينه وکړه او زياتوي چي وسله وال طالبان يي سخت ځپلي دي.

نوموړی خلګو ته  ډاډ ورکوي چې امنيتي سرتيربه هيڅ يوه سيمه وسله والو ته خوشي نه کړي.

د يادونې وړه ده چې تيره ورځ په اروزګان کې د څلورمي پلي لوا مسؤولين د يوې غونډي پر مهال ويلي وه چي په دي ورستيو کي د افغان پوځ تلفات زيات سوي خو وسله وال يې هم سخت ځپلي دي.

وسله والو طالبان بیا د افغان چارواکو ددغو څرګندونو په تړاو تراوسه څه نه دي ويلي.