دسولې ارمانجن ولس!
Aziz Rahman Hazim
لیکنه: مینه منګل
موږ د سولې ارمانجن ولس یو د سولې په تمه مو ټولې دروازې وټکولې ، هرې ستونزې ته مو غاړه کېښوده ، ډېر غږونه مو وکړه ، ډېرې ژړاګانې مو وکړې چې خو هیچا مو غږ وانه ورېد .
څلوېښت کاله یې په موږ کرغېړنه جګړه تپلې ، هغه جګړه چې نه زموږ حق او نه هم زموږ غوښتنه ده ، خو د سیمې استخباراتي کړۍ د خپلو شخصي موخو په خاطر افغانستان یې د جګړې ډګر ګرځولی او هره ورځ بېګناه افغانان وژني، پاکستان یو د هغو ظالمو ګاونډیو هېوادونو څخه دی چې تل یې زموږ په هېواد کې د جګړې اور تود ساتلی ، همدې پاکستاني حکومت زموږ د افغانستان ولسمشر ډاکټر نجیب الله یې د کابل په آریانا څلور لارې کې راوځړوه او په شهادت یې وروسوه .
همداسې زموږ د قومونو مخور مشران یې را شهیدان کړل، زموږ اردو یې را ړنګه کړه ، زموږ اقتصاد ته یې زیان ورسوه، زموږ د تعلیم برخه یې په هېواد کې له بنیاد سره له منځه یوړه ، په ټوله کې د افغانستان بنیاد یې له منځه یوړ.
دا چې اوس زموږ هېواد د جوړېدو په حال کې دی ولس مو منسجه کېدو پر لورې روان دی ، قانون د حاکمیت په حال کې دی ، او تر ټولو مهمه سوله د ټينګښت په حال کې ده نو ظالم پاکستان مو نه پرېږدي چې دغې سپېڅلې هیلې ته ورسېږو .
د پاکستان پوځ هڅه کوي په افغانستان کې وسله والې ډلې تجهیز کړي او د جګړې اور ته دوام ورکړي تر څو موږ سولې ته ونه رسېږو .
موږ افغان وسله والو طالبانو ته پيغام رسوو.
پاکستان زموږ دښمن دی پاکستان نه تاسو ته وفاداره دی نه هم بلې ډلې ته پاکستان ته صرف د افغانستان جګړه او د افغانانو وژنه مهمه ده .
وسله وال د له جګړې لاس واخلي،ځکه جګړه تباهي ده ، جګړه انسان وژنه ده ، جګړه د وینې تویېدنه ده .
جګړه ګټونکي نه لري صرف دواړه خواوې وژل دي .
طالبان د هم د سولې خبرو ته غاړه کېږدي، افغانان د نور نه وژني ورور وژنه د نوره نه کوي،
تر څو دواړه خواوې نوره په جګړه کې ونه وژل
شي، نوره دواړه خواوې میندې بورې نه شي، نوره دواړه خواوې ماشومان بې پلاره، خویندې بې وروره ، پلرونه بې زامنو، مېرمنې کونډې نشي.
اسلام مبارک دین د سولې دين دی نه د جګړې دین ، او افغانستان نه د جګړې ځای دی او نه هم د جهاد ځکه ددې خاورې ټول وګړي مسلمانان دي او د اسلام څخه په کلکه ساتنه کوي.
نو وسله وال طالبان د د پاکستان په لمڅون دلته په افغانستان کې جګړې نه کوي.
که چېرې موږ سولې ته نه پرېږدي نور باور د ولري چې دوی به هم خپلو موخو ته ونه رسېږي.