کور / تازه خبرونه / ‎سیاسي احزاب !

‎سیاسي احزاب !

‎لیکنه: مینه منګل
‎په هره پرمختللې ټولنه کې سیاسي احزاب د ستونزو په حل کې اړینه رول لوبوي.
‎ځکه چې هېڅ وګړی، دولتي چارواکی، سیاسي حزب، مدني ټولنې د خپل هېواد بحراني کېدل نه غواړي.
‎د څلوېښتو کلونو را په دیخوا زموږ په هېواد کې سیاسي احزابو د افغانستان د ستونزو د حل په موخه هېڅ هم ندي کړي، ‌‌‌‌‌‌ډېرو یې هڅه  وکړه
‎چې د پاکستان، ایران ، او د سیمې د اسخباراتو سره په همکارۍ افغانستان د جګړې په ‌‌‌‌‌‌ډګر واړوي، هماغه وه چې هېواد کې جګړې پيل شوې داسې جګړې چې هره ورځ به د هر افغان په کور کې جنازې ایښې وې، ددې هېواد زرګونه ماشومان، ښځې، نارینه، ځوانان بې کوره او بې کورنۍ شولې ، هغه مهال ځيني سیاسي احزاب پاکستان، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو ته لاړل ، او خپلو کورنیو ته یې همالته آسانتیاوې برابرې کړلې چې تر ننه آرام او آسوده ژوند لري.
‎او هغه مهال بیا ځيني د سیاسي احزابو مشران همدلته په افغانستان کې پاتې شوې، او د وخت جګړې یې پرمخ وړلې ، موږ ولیده چې هغو جګړو موږ افغانانو ته صرف بربادي پر ځای پرېښودې او بس.
‎که هغه وخت همدې سیاسي احزابو په یوه اتفاق سره د جګړو پر ځای یو قانوني او مقتدر دولت او نظام ته لارې هوارې کړې وای نو نن به افغانانو ‌‌‌‌‌‌ډېر ښه ژوند لرلی ، بدبختي ده چې اوس د همغې برباد کوونکې جګړې رهبرانو ته اتلان هم ویل کېږي.
‎دا چې اوس موږ د ملي یووالي حکومت په نوم یو خپلواک دولت لرو د بهترېدو پر لوري روان دی ، نظام مو د ټينګښت په لور روان دی ، نو اوس ‌‌‌‌‌‌ډېری فعال سیاسي احزاب هڅه کوي تر څو افغان ولس د دولت په وړاندې بې باوره کړي، اذهان مخشوش کوي، چې دا هر څه په دې بحراني او نازکو حالاتو کې زموږ د هېواد د پاره خطر لري دا راز کړنې مو ولس له یو بل څخه پاشي.
‎پکار ده چې سیاسي احزاب په افغانستان کې ټولې چارې او فعالیتونه د اساسي قانون په رڼا کې وي، او د ملي ګټو د خوندیتوب د پاره کار وکړي تر څو د ملي یووالي ‌، ملي پروګرامونه ، لکه ټاکنې، اقتصادي پروژې، د سولې پروسه او داسې نورې اړینې برنامې په ښه توګه په هېواد کې پرمخ لاړې شي تر څو نور د افغانستان خلک د پردیو له محتاج څخه ووځي ، او یو سوکاله ژوند پرمخ یوسي.
‎د یو موټي ، سوکاله، او سر لوړي افغانستان په هیله.